ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Aug 2015 - 19:12
author avatar
22 Aug 2015 - 19:12

د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې ځمکني پوځي عملیات پیل کړي دي. دغه عملیات په‌ داسې حال کې پیلېږي چې په وروستیو کې له یوې خوا پر پاکستان د افغان حکومت فشار زیات شوی او له بلې خوا د امریکا کانګرس ویلي، هغه کلنۍ یو میلیارډ ډالري مرسته پر پاکستان بندوي، چې له ۲۰۰۱ کال څخه راپدېخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه پاکستان ته ورکول کېدې.

د مرستو او عملیاتو مستقیم تړاو:

د امریکا د کانګرس اعتراض او پر پاکستان د مرستو بندېدو له اعلان سره جوخت د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د پوځي عملیاتو پیل، د دې ښکارندويي کوي، چې دغه عملیات د دې د پيسو ترلاسه کولو لپاره وي. امریکا له ۲۰۰۱ زېږديز کال څخه تر دې دمه په منظمه توګه هر کال پاکستان ته یو میلیارډ ډالر یواځې د دې لپاره ورکوي، چې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې پر وړاندې اقدام وکړي. پاکستان وخت ناوخت د دې لپاره چې توانېدلی و اوسي، د امریکا دغه مرستې ترلاسه کړي، عملیات پيلوي؛ خو د عملیاتو په پایله کې هغه څه نه ترلاسه کېږي چې د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه ترې تمه لري. د تېرو کلونو په اوږدو کې پاکستان یواځې له امریکا څخه په ميلیارډونو ډالره ترلاسه کړي؛ خو نه یواځې دا چې دغه پيسې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نه‌ دي لګول شوي؛ بلکې یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې له دغو پيسو څخه د ترهګرۍ پالنې او پراختیا په برخه کې کار اخیستل کېږي. پاکستان له مخ په ځوړ اقتصاده کړېږي، دغه هېواد د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد له پیل سره یوځای له افغانانو سره د لوېديځو هېوادونو د مرستو ډېره برخه ځان ته ځانګړې کړې وه او د همدغو مرستو له لارې په دې بریالی شو، څو خپل پوځ لا پياوړی کړی. آن د دغه هېواد اټومي وسلې هم په همدې لړ کې بلل کېږي.

د پاکستان کاذب دریځ:

پوځي عملیات خورا ګران تمامېږي، د پاکستان مخ په ځوړ اقتصاد د دې توان نه لري، څو د عملیاتو جوګه دې وي. له همدې امله، د امریکا په ګډون له زیات شمېر هېوادونو څخه پیسې ترلاسه کوي. پاکستان د تېرو کلونو په اوږدو کې ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ سره په رښتینې توګه مبارزه کوي؛ خو مبارزه یې په همکارۍ اوښتې ده. په ۲۰۱۱ کې د القاعده ډلې مشر په اسلام اباد کې و وژل شو، د طالبانو مخکینی مشر ملامحمد د کراچۍ په روغتون کې له درملنې وروسته مړ شو، د القاعده ډلې زیات غړي په پاکستان کې په نښه شوي او زیات شمېر لا هم هلته ژوند کوي، د کوټې شورا د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې موقعیت لري او غړي یې په آزاده توګه تګ راتګ کوي، خو له دې ټولو سربېره پاکستان بیا هم د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادعا کوي. د پاکستاني پوځیانو په وینا، د ضرب غضب عملیاتو لومړۍ برخې په پایله کې، چې د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۵مه پیل شوي، ۲۷۶۳ تنه جنګیالي وژل شوي؛ خو د پاکستان پوځ د خپلې دغې ادعا ثابتولو لپاره حتی د یوه جنګیالي جسد هم رسنیو ته نه دی ښودلی. د پاکستان یوه متقاعد جنرال له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د دغو عملیاتو له پیل سره جوخت، زیات شمېر ترهګر د کراچۍ، لاهور او پېښور په ګډون د پاکستان ښارونو ته لاړل او له خپلوانو سره یې ژوند پیل کړ. اټکل دا دی، چې ظاهراً عملیات تر سره کېږي؛ خو د اورپکو او پاکستاني پوځیانو په ځانګړي توګه آی اس آی اړیکو ته په کتو سره، دوی نه غواړي په رښتیني توګه مبارزه وکړي؛ ځکه ګټې یې له خطر سره مخ کېدونکې دي. له دې سره دا ویل کېدای شي: نه یواځې دا چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې رښتینې مبارزه نه کوي؛ بلکې له ترهګرۍ ملاتړ هم کوي.

د واشنګټن دوه مخیتوب او د کابل حقانیت:

د افغان حکومت وسله والو مخالفینو پر وړاندې د امریکا دریځ متزلزل دی. له یوې خوا وايي، افغان حکومت پوه شه او طالبان او له بلې خوا د حقاني شبکې پر سر له پاکستان سره ډغرې وهي. سربېره پر دې، چې حقاني شبکه د افغان دولت پر وړاندې درېدلې؛ بلکې د تېرو کلونو په اوږدو کې یې امریکايي او د ناټو اهداف هم تر برید لاندې راوستي دي. له دې امله چې دغه ډله د امریکا اهداف هم تر برید لاندې راولي، نو له پاکستان څخه یې په وار وار غوښتنه کړې، چې پر وړاندې یې اقدام وکړي. د کابل – واشنګټن ترمنځ د ستراتېژيکو همکاریو سند لاسلیک شوی، همداراز امنیتي سند هم ورسره لاسلیک شوی، د دواړو سندونو له مخې، هر کله چې افغان خاوره له بهرني ګواښ سره مخ کېږي، امریکا باید د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او له افغانستان څخه دفاع وکړي؛ خو لږ تر لږه د پاکستان په تړاو امریکا داسې کوم دریځ نه دی غوره کړی؛ بلکې یواځې د خپلو ګټو په لټه کې وه. د کانګرس وروستۍ پرېکړه هم له همدې امله ده.

اړتیا دا ده، څو د ستراتېژیکو او امنیتي دفاعي همکاریو تړونونو پر عملي کېدو غور وشي، حکومت کولای شي د دواړو سندونو له پلي کېدو څخه څارنه وکړي او له امریکا څخه په زغرده د مرستې غوښتنه وکړي او د امریکا د بې غورۍ په صورت کې آن پر سند د بیا غور حق لري. خو له دې ټولو سره د امریکا وروستي دريځ ثابته کړه، چې افغانستان برحقه دی. د حقاني شبکې په اړه د افغان حکومت حقانیت ثابت شوی، اوس‌مهال اړتیا دا ده، چې دغه حقاني شبکه وڅارل شي، پر پاکستان فشارونه زیات کړی شي او د پاکستان د نه همکارۍ په صورت کې نړيوالو مراجعو ته په ورتګ سره افغانستان د عدالت او خپل حق غوښتنه وکړي؛ دا هغه څه دي، چې کېدای شي په نږدې راتلونکې عملي کړی شي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

میرویس جواد ازاد ليکوال دى او په کابل کې اوسېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.