ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
1 Mar 2018 - 12:37
author avatar
1 Mar 2018 - 12:37

کله چې د هند نيمه وچه او پښتني سيمې د انګرېزانو تر استعمار لاندې وې او د پاکستان وجود منځ ته نه و راغلی، د باچا خان په مشرۍ په پښتنو کې د لومړي ځل لپاره د پښتنو د حقه حقونو ترلاسه کولو لپاره د عدم تشدد مبارزه پیل کړه چې د خدايي خدمتګارو تحريک په نوم یادېدل. په پښتنو کې د عدم تشدد مبارزې پیل د انګرېزانو لپاره د خطر زنګ و، انګرېزان پر دې پوهېدل چې دا د عدم تشدد مبارزه له وسله والې مبارزې زیاته خطرناکه ده نو هغه و چې انګرېزانو به هر ځای د دوی د فعالیتونو مخه نیوه او له ډول ډول ستونزو سره به یې مخ کول او حتا وژل به يې چې د دې مبارزې سرلاري باچاخان ډېری کلونه په جېل کې تېر کړل؛ ګناه یې دا وه چې غفار خان غوښتل پښتانه د نړۍ له نورو قومونو سره سیال کړي، له بې اتفاقۍ او تربګنۍ څخه یې د اتفاق او اتحاد پر لور سوق کړي او د علم په وسله یې سمبال کړي څو د علم په واسطه د دښمن مقابله وکړي. غفار خان له ډول ډول ستونزو سره سره بیا هم مقاومت کاوه څو له دغه حالته پښتانه را وباسي، بل لور ته په هندوستان کې هم د عدم تشدد مبارزه پیل شوه او د هند لویو تجارانو به له مهاتما ګاندي سره د خپلواکۍ اخيستلو لپاره نغدي مرسته کوله، حتا ښځو به یې خپل ګاڼه (سره زر) د مرستې لپاره ورکول څو د خپلواکۍ دغه یون روان وساتي هغه و چې له ډېرې اوږدې مبارزې وروسته انګرېزانو هند ته ازادي ورکړه خو په دې شرط چې ځینې سیمې به ترې بېلوي او د اسلام په نوم به د مسلمانانو بېل دولت تاسیس کوي، هغه و چې د اسلام په نوم یې پاکستان رامنځته کړ څو په راتلونکي کې د بیا لپاره د انګرېز د قدم ځای پیدا شي او ګټې یې خوندي کړي.

انګرېزان چې د پښتنو سرسخت دښمنان دي او نه یې غوښتل چې خپلواک و اوسي بیا یې هم پښتانه د منافق پنجاب او د انګرېز جناح تر لاس لاندې يوې بلې کندې ته ورټېل وهل، خبره را لنډوم، په افغانستان کې د روس او د وخت افغان حکومت په مقابل کې امریکایانو او پنجابیانو افغان جهادي مشران د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره مستقيم او غير مستقيم وکارول چې په هغه وخت کې به هم غفار خان پښتنو ته نارې وهلې چې روان جنګ د روس او امريکې جنګ ده او قرباني یې افغانان دي، ده د جهاد دغه بهیر ته هم د شک په سترګه کتل خو هغو پښتنو چې په جهاد کې يې برخه لرله او ملاتړ یې کاوه، د غفار خان غږ یې نه اورېده او د پرديو روزل شوو اجنټانو تر شا روان و او د هغوی په قومانده یې پردی جنګ ګاټه او د ويتنام وار یې په افغانستان کې ورته اخيست خپله يې ګټه ونه کړه خو د خپلو وينو ثمره هم بل چا ترې يووړه او تر اوسه پورې د دغه جنګ ګټه هم بل ته ځي، یوازې خس او خاشاک د دغه جنګ پښتانه دي او د خپل ځان په وژلو یې دغه اور بل ساتلی؛ ځکه وژل کېږي پښتانه ځوانان، کونډې کېږي پښتنې ښڅې، یتیمان کېږي پښتانه بچي، د دغه جنګ هره بده د پښتنو په برخه ده، دا څلوېښت کاله پنجاب ادارې په لر او بر پښتون سیمو کې پښتون وژنه روانه کړې ده، دا څلوېښت کاله دومره څوک نه وو چې پر وړاندې يې غږ پورته کړي او د پنجاب له دسيسو پښتون قوم خبر او را بیدار یې کړي او اصلي دښمن ورته په ګوته کړي چې زموږ اصلي دښمن پنجاب دی، نه بل څوک، که په چا کې به یې د غږ پورته کولو هڅه او توان وليده، نو په يو او بل نوم به یې وژل، خو اخر هم د صبر کاسه ډکه شوه او د نقیب الله محسود وژنې په پښتنو کې د غچ او خپلواکۍ سکروټه جل کړه، نږدې ده چې دغه جل په اور بدل شي او پنجاب لولپه کړي، هر چا غوښتل چې پښتون قوم د پنجاب له تورو منګولو خلاص کړي خو چا دغه جرئت نه کاوه، د یوه او بل په تمه یې شپې او ورځې سبا کولې، خو نن داسې ورځ راغلې چې خدای ج دا پېرزوينه په منظوراحمد پښتون، خان زمان کاکړ او محسن داوړ وکړه چې د پښتون ژغورنې په نوم يې د پنجاب پر ضد غږ پورته کړ او د پښتنو له تود هرکلي سره مخ شو، اوس په لکونو غږونه پر یو غږ بدل شوي او د پنجاب له لعینې ادارې څخه د وژل شوو پښتنو پوښتنه کوي او ورک پښتانه پرې را پیدا کول غواړي، پر ضد یې پراخ لاريونونه ترسره کړل.

پښتانه نور په خپلو سیمو کې د تپل شوي جنګ له منځه وړل غواړي، پښتانه د ښه ژوند حق غواړي، تعليم او سوله غواړي نور نو زغم پای ته رسېدلی او پښتانه به د هر څه پوښتنه کوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان باید اوس په ولس کې د اتفاق او اتحاد لپاره کار وکړي، د دغه تپل شوي جنګ اصلي لوبغاړي ور وپېژني، ګټه، تاوان، دوست دښمن باید هر څه ورته روښانه کړي، د ولس په منځ کې باید فکري او شعوري کار وکړي او سیاسي شعور یې لوړ کړي او د ولس درېدلي ماغزه او فکرونه باید په حرکت راولي، څو ټول پښتون ولس په يوه صف کې ودروي او پنجاب باید پر دې پوه شي چې پښتانه کله هم د ظالم پر وړاندې را جګ شي، خامخا یې د ظالم ګرېوان ته لاس لوېږي او څو برابره غچ اخلي، انشاء الله نور د پنجاب شوم اهداف خنثی کېږي او د پښتون ژغورنې دغه حرکت پسې سپین سبا راتلونکی دی، پښتانه به خپلو تاريخي رواياتو او تړاوونو ته په کتلو سره د خپل برخلیک پرېکړه په خپله کوي او له دغه حالته به ځان را باسي.

 

Visits: 10

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.