ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
3 Mar 2016 - 18:53
author avatar
3 Mar 2016 - 18:53

غواړم د پکتیا ولايت د پوهنې په برخه کې له هغو بدرنګو کړنو پرده پورته کړم کومې مې چې په خپلو ګنهګارو سترګو لیدلې دي .

پکتيا ديارلس ولسوالۍ لري چې له بده مرغه درېيو ځدراڼ مېشتو ولسواليو يې په تېرو څوارلسو کلونو کې د کمزوري او ناسالم مدیريت او د دولت د نه پاملرنې له امله هيڅ د دوولسم ټولګي فارغ ټولنې ته نه دى وړاندې کړى .

د پکتيا په ټولو ولسواليو کې د اکثر ښوونځيو د ودانيو ، درسي موادو ، کتابونو او مسلکي ښوونکو د نشتون تر څنګ د کمزورو ، مفسدو ، ميراثي او تش په نوم مدیريتونو له امله د پکتيا د پوهنې بهير په صفر کې ضرب شوی دى .

په تيرو څوارلسو کلونو کې د پکتيا په کچه د پوهنې رياست د چارواکو لخوا زورواکو او خپلو خپلوانو ته په سلګونو خيالي او تش په نوم تولګي ددې لپاره جوړ شول چې ګټه يې نيمه د پوهنې رياست يو شمير کارکوونکو او نيمه همغه د زورواکو جيب ته رسيده چې اوس هم ياد خيالي ټولګي د پکتيا په هغو سیمو کې شتون لري ، کومې چې له امنیتي ستونزو سره مخ دي او څوک يې د ليدو لپاره هلته ورتللی نه  شي .

د پکتيا په یو شمیر لرې پرتو سیمو کې په زيات شمير داسې ښوونځي اوس هم شتون لري ، کوم چې په بهرنيو هيوادونو کې ځوانان له دوولسم تولګيو فارغوي.

ياد ښوونځي د پوهنې رياست د نظارت او تفتيش امريتونو د غفلت او نه پاملرنې څخه په ګټې اخيستنې سره سيوا له کومې ويرې ياد غير قانوني عمل په پرله پسې ډول مخته وړي .

چې په دې کار سره په زرګونو زده کوونکي نه ، بلکې مطلق بې سواده بدمعاشان د دوولسم شهادتنامو لرونکو په کتار کې ودريدل .

د پکتيا د پوهنې رياست سره نږدې داسې ښوونځی هم شته چې په زرګونو زده کوونکي لري ، خو کله چې څوک ورشي ، يوازې د ګوتو په شمار زده کوونکي هلته تر سترګو کيږي ، یاد ښوونځی هر کال په سلګونو زده کوونکي هم فارغوي.

د پکتیا د لرې پرتو ولسواليو په يو شمير ښوونځیو کې مطلق بې سواده او هغه کسان چې هوایي له دوولسم ټولګي فارغ شوي ، د واسطو په پايله کې د ښوونکي په دنده ګومارل شوي .

د پکتيا د لرې پرتو يو شمير ولسواليو د پوهنې مديريتونو میراثي بڼه خپله کړې

چې ښه مثال یې د جانخيلو، څمکنيو ، پټان او ……. ولسوالۍ یادولی شو .

د پورته ستونزو په موجوديت او د پوهنې ریاست د کارکوونکو د نه پاملرنې په پايله کې نن ورځ د پکتيا د پوهنې بهير له زيات دردونکي خالت سره مخ دی دولت بايد د پکتيا د پوهنې بهير د مثبت بدلون او پياوړتيا په موخه ژر تر ژره لاس په کار شي

او د پکتياوالو ماشومانو او ځوانانو په سرنوشت باندې لوبې کوونکي بايد د قانون منګلو ته وسپاري .

يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.