ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
23 Feb 2019 - 14:46
author avatar
23 Feb 2019 - 14:46

په ټولنه کې د ځوان له انرژۍ، تخلیق او تولید څخه هیڅکله انکار نه شي کېدای، همدوى دي چې د بدلون او انقلاب سرلاري دي. د عربي نړۍ وروستي بدلونونه د ځوانانو له انرژۍ د باتدبیره ګتې اخیستنې غوره بېلګه ده. څرنګه چې ځوان د متحرکې او ځواکمنې قوې څښتن دی په هماغه اندازه مثبت او منفي لوري درلودای شي، د هېواد څلوېښت کلنه جګړه یا په مستقیم ډول د ځوان وجود او ځوان فکر پر مټ او یا هم په غیر مستقیمه توګه د ځوانانو له انرژۍ، زړورتیا او تعهد نه په ګټې اخیستنې پر مخ وړل کیږي. په روانه جګړه کې د نظام په دفاع او د نظام پر وړاندې سنګرونو کې پراته ټول ځوانان دي همدارنګه له کوره په مزدورۍ او خوارۍ پسې وتلي په لار او ښار کې د بم ښکار کې د ځوانانو شمېره لوړه ده.

پوښتنه دا ده څه شي اړ کړم چې په دې اړه یو څه ولیکم ؟ کوم عوامل دي چې تر تاسې يې رسول اړین بولم ؟

ځواب : مبهمې او وېرونکی راتلونکی، د ځوانانو پراګنده او خورې ورې هڅې، د ځوانانو تر منځ فاصلې، له ځوانانو په هره سیاسي او ټولنیزه هڅه کې له ګټې اخيستنې وروسته د دوی بې سرنوشتۍ، د جنګ په دواړو خواوو کې د ځوانانو د سینو سپر کېدا، د ځوانانو د مړینې له امله د پیغلو کونډو غم او واویله، د افغان ځوان په ځان بې باوري، بې هدفه او بې پایلې خوځښتونو، د افغان ځوانانو بې سارې انرژۍ او زړورتیا او د افغان ځوان له مسولیتونو څخه بې خبري او ډار او داسې نورو فکتورونه دي چې زه یې په اړه لیکلو اړ کړم! راځم اصل مطلب ته! په ولسواکۍ کې هغه څوک ډېر مهم ګڼل کیږي، چې خوځنده وي، فکر وکولای شي او د فکر د عملي کولو لپاره لازمې وړتیاوې او انرژي ولري، افغان ځوان یو له همدوى څخه دی.

له (۲۰۰۱) کال راهیسې ځوانان په ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي هڅو کې بوخت دي. منډې ترړې او خوارۍ یې ګاللي او د ښې راتلونکې په پار کله کله له یو بله جلا شوي، په یوازې ځان یې د موخو د ترلاسه کولو تکل کړى او یا یې له نورو سره د لاس ورکولو هوډ کړی دی، او ډېرو یې د بېلا بېلو مجبوریتونو له امله دغه مزل نیمګړی پرېیښی! هغوى چې لا هم دې کاروان کې مزل کوي او یا نوي ورداخلیږي او د دوى څنګ کې مزل کوي ممکن یوه ورځ ځان او خپل ملګري وپوښتي! ایا د دې دومره وخت او منابعو د پانګونې پایله قانع کونکې ده ؟ ایا تر لاسه شوې ګټه له هر اړخه د مصرف شویو منابعو په مقایسه د محاسبې وړ ده ؟ ایا د ټولنې/حرکت غړي مو لا هم هاغه صمیمیت او د نظر یووالی لري؟ که ځواب نه وي او یا هیڅ ځواب ونه لري نو اړینه ده چې علتونه او عوامل یې ومومي او یا لږ تر لږه یې په اړه بحثونه راپورته کړي. د فرضیو په ډول لاندې څو بېلګې مطرح کولای او بحث پرې کولای شو.

۱: ډېر کله ځوانان په خیالي او ارماني اهدافو اتکا کړي او د ژر نه ترلاسه کېدو له امله ناهیلي شوي او خوځښتونه یې له منځه تللي.

 ۲: کله کله له ځوانانو د وسیلو په توګه د لنډ مهال لپاره ټولنیزه او سیاسي ګټه اخیستل شوې او بیا بېرته تیت و پرک کړل شوي، تر څو له احتمالي فشار ډلې رامنځته کېدا او د دوى په ځواک بدلون څخه مخنیوی وشي ۳: ځینې وخت ټولنې له بن بست او معما سره مخ شوي، ځکه نه یې ماموریت څرګند او واقعي و او نه یې لرلید درلود او کېدای شي دا کار د بې سوادۍ او یا کم سوادۍ له امله وي. ۴: ځینې حرکتونه او خوځښتونو د ټولنیز وضعیت د اړتیاوو په اساس ټول لوري په خپله لمن کې نه دي رانغاړلي ، د بېلګې په توګه په ادبي ټولنه کې یواځې لیکوالان او شاعران راټول شوي، خو د ټولنې بل قشر په کې خپل ځای نه دی موندلای. ۵: ځینې ټولنې او خوځښتونه بیا له دې امله ړنګ شوي چې د وګړو د ځانغوښتنې او یو بل د زغم مدیریت یې په سمه توګه نه دی کړی  او یا د یو شمېر کسانو له خوا ولجه شوي. ۶: ډېرې ټولنې او ټولګي له دې امله ټس و نس شوي چې د ښکېلو کسانو توقعات، مادي او معنوي غوښتنې په کې نه دي ترلاسه شوي.

عوامل او ستونزې که هر څه وي، ممکن پورته یاد شوي عوامل بسنه ونه کړي او په دې اړه بېلا بېل نور ډېر نظرونه شتون ولري، خو یوه خبره جوته ده چې د افغان ځوان رسالت، دنده او مسولیت دومره دروند او ډېر دی چې حتا په اسانۍ نه شي درک کېدلای.(۴۰) کلنې جګړې او په تیزۍ سره بدلېدونکې نړۍ دا بار لا دروند کړی.ممکن له دې امله هوښیار او زیرک ځوان اغېزمن شي ولې له دې زیات اړ دی، د څو پیړیو د جبران تر څنګ په ګواښونکي چاپیریال کې دغه درانه بار ته اوږه ورکړي او د خپل ځان قانع کولو ترڅنګ خپل مسوولیت ترسره کړي. منم چې انسان په هغه څه مکلف دی چې توان یې لري، خو په انساني نړۍ کې دا هم مهمه او د روحي پلوه اړینه ده چې ځان د شاوخوا پېښدونکي پرمختګ سره برابر او انډول کې کړي که نه هیڅکله به د ارامش او عزت احساس ونه کړي. دمګړۍ افغانستان د تاریخ له حساس پړاوه تېریږي، له یوه پلوه یوه نسل پرتو ناخوالو او بدبختیو ته د پای ټکى کېنښود، بلکې په وضعیت خرابولو کې یې له منفي رول سترګې نه شي پټېدای.

د ولسمشر هغه نوښت چې ځوانان باید د مسوولیت اخیستنې جوګه شي؛ او پر دغه اصل اتکا کوي، د دغې تشې پرځای هڅه ده خو دا پروسه له سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره مخ ده،که له یوه پلوه سیاسي اربابان او بانفوذه اشخاص د دغه لړۍ د سبوتاژ او ناکامېدو هڅه کوي، نو له بله پلوه غرب مېشتو /غرب لوستو افغان ځوانانو هم دغه لړۍ له شک او تردید سره مخ کړی، بله ننګونه د قومونو ترمنځ د سیاسي تجارانو له لوري رامنځته شوې فاصلې دي، چې دې کړنو نه یواځې د ملت اډانه زیانمنه کړې، بلکې له تمدنه نیولې تر بیا رغونې او د پرمختګ چارې یې هم اغېزمنې کړې دي.

په اروپا کې مېشت افغان ځوانان ما هیڅکه هم د یوې ملي مسلې پر وړاندې یو ځای و نه لیدل، خو د قومي او سمتي مسایلو پر وړاندې يې په کراتو لاریونونه او لانګ مارچونه ترسره کړي. دا هغه څه دي چې موږ یې له پرمختګ، بریا او د واحد ملت په توګه پاتې کېدو لپاره له خطر سره مخ کړي یوو. ممکن دا د ۴۰ کلنې جګړې بدې اغېزې وي چې نیغ په نیغه ورسره دا نسل د مهاجرت، بې سوادۍ او بې کارۍ په شکل لاس او ګریوان و. خو وروستۍ هڅې هیله بښونکې دي، هغه ورځ په لویه خېمه کې د ځوانانو د ناستې شاهدان وو چې ادعا یې کوله د افغانستان د جهاد پر مهال د دوى پلرونه، وروڼه او خپلوان په شهادت رسېدلي او کورونه یې ړنګ شوي، یوه يې له ځان سره د پلار انځور لېږداوه او ویل یې ؛ دى د خپلې کورنۍ وارث دی؛ هیڅ جهادي او تنظیمي مشر د ده نمایندګي نه شي کولای.

ورپسې په یو بل حرکت کې د کابل څو تنو ښاریانو د خپل توکم یوه پخواني جنګ سالار او تنظیم مشر په عکسونو چیلیپاوې ایستلې وې. روښنایي غورځنګ ، سنتي رهبرانو ته لوی ګواښ پېښ کړی و خو دا چې په سوژه یا موضوع کې دقت نه و شوی او یا ونه توانېدل له حکومت سره د سیاسي تعامل له لارې خپله لومړۍ برنامه بریالۍ کړي یا امنیتي شرایطو ته پام وکړي او یا دا چې نورو قومونو ته داسې احساس ورنه کړي چې ګوندې دوى د یوه ځانګړي قوم او سمت لپاره هڅې کوي، ځوانانو ته د واک د انتقال تر ټولو غوره هڅه ګڼل کېدلی شوه، خو له بده مرغه د بېلابېلو ستونزو له امله ناکامه او سرلاري ځوانان يې بېرته د پخوانیو مشرانو په غېږ کې ولوېدل. خو دا هڅې بې پایلې نه پاتې کیږي او بالاخره رنګ راوړي، تر ننه که هر څه شوي وي خو وخت نه شي راګرځېدی یواځې په خپلو اغېزناکو کړنو جبرانېدلی شي، افغان ځوان په داسې څلور لاره کې ولاړ دي چې هر لوري ته تګ تدبیر، یووالي او مسوولیت منلو ته اړتیا لري. افغان ځوان ته ښایي چې عیني او سنتي واقعیتونو په درک کولو سره د اشتراک نکتې برجسته کړي، ګډ ارزښتونه رامنځته او تعریف کړي، په ملي کچه د ځوانانو انسجام لپاره هلې ځلې پیل شي، نظام تقویه شي او د رغنده بدلونونو رامنځته کولو لپاره په داسې سیاسي اډانو فکر وشي چې سمت، قوم، ژبه او د توکم بحث په کې له منځه ولاړ شي.

د جنګ سالار، زورواکي او د واک د غاصب پر وړاندې د ټولنې ذهنیت روښانه کړای شي. د لنډو او وړو موخو د ترلاسه کولو په پار د زورواکو او د قدرتمنو له پلوي توبه او ملګرتیا لاس واخیستل شي. دین، سنتي رواجونو او کلتور ته په ټینګه پام وشي او د سنتي سیاسي رقیبانو او لوبغاړو د تکتیکونو پر وړاندې د کنټرول استراتېژي طرحه شي. د ځوان په نمایندګۍ نور باید ځوانان له نړیوالو او ښکېلو خواوو سره وغږېږي نه په اصطلاح تپل شوي رهبران (!). په راتلونکي نسل پانګونې ته زمینه برابره شي او د دوی ښوونې او روزنې ته پام وشي، دا کار شايد اسان نه وي خو ممکن ضرور دی، لازم سواد، عامه پوهاوى، د توقعاتو مدیریت او زیرکتیا یې لومړني اساسي موارد دي چې باید ورته چمتو شي، شايد د چمتوالي او سالمو هڅو ترسره کول انتخاب وي خو راتلونکې کې د مسوولیت اخیستل هیڅکله انتخاب نه شي کېدای. د دې نسل مسوولیت دی چې راتلونکي نسل ته هوسا، اباد او لږ تر لږه نسبي ودان او خوندي افغانستان په میراث پرېږدي.  

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 73

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.