په افغانستان کې د سولې خبرو پيلولو لپاره د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان په څلور اړخيزه پروسه کې له تېرو څو اوونيو راهيسې د (لارې نقشې) بيا بيا يادونه کېږي ،خو په رسمي توګه تر اوسه د دغه بهير جزييات رسنيو ته نه دي په ډاګه شوي. دا لار نقشه يا “روډ ميپ” په حقيقت کې د احتمالي خبرو بنسټ دی.
د څلور اړخيزو غونډو يو ګډونوال وايي چې د سولې د روانو څلور اړخيزو غونډو په لړ کې د اسلام اباد په لومړۍ غونډه کې د کابل پلاوي دا پلان وړاندې کړی و چې په اسلام اباد کې د فبرورۍ په شپږمه د څلور اړخيزو ناستو په درېيمه غونډه کې ياد پلان ومنل شو. د لار نقشې د جزيياتو په اړه دغه چارواکى وايي، دا پرېکړه شوې چې د سولې پروسه به د افغانانو په مشرۍ تر سره کيږي او پاتې درې نور هېوادونه به يوازې اسانتيا برابرونکي وي.
له افغان حکومته غوښتنه شوې چې د سولې بهير لپاره يوه ملي هوکړه رامنځ ته کړي. طالبان د خبرو ميز ته هڅولو لپاره به څلور اړخيزه پروسه کې ښکېل ټول خپل رول لوبوي، ټول به طالبانو ته په خبرو کې د ګډون څرګند پيغامونه خپروي، د جګړو يا د زور د کارولو اړوند څرګندونو څخه بايد ډډه وشي.
د يادو غونډو يو بل ګډون کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط دا هم وويل، چې د احتمالي خبرو لپاره د ځاى پر ټاکلو هم بحث شوى ، خو کومه پرېکړه نه ده شوې. غونډې ته ويل شوي چې که په چين کې د خبرو پرېکړه کېږي، نو بيا بايد پر هغو طالبانو د نړيوالو بنديزونو لرې کولو خبره هم مطرح شي چې اوس هم پرې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لخوا بنديزونه شته.
کېدای شي طالبان په افغانستان کې د خبرو لپاره زړه ښه نه کړي. د قطر خبره هم شوې ، خو پرېکړه نه ده شوې. سرچينه وايي چې په څلور اړخيزه غونډه کې له خبرو مخکې د شرط ايښود سره مخالفت شوی، خو پاکستان او چين د باور جوړونې لپاره په دې برخه کې پر ګامونو پورته کولو ټينګار کړی.
سرچينه وايي، افغانستان اوس هم غواړي چې د هغو طالبانو پر ضد دې ګام واخيستل شي چې د سولې په خبرو کې له ګډون څخه انکار کوي. امريکايي پلاوي د خبرو ملاتړ وکړ ، ولې پر طالبانو د فشار ساتلو لپاره يې له کابل سره همغږي وه.
د يوې پوښتنې په ځواب کې يادې سرچينې وويل، هغه طالبان چې د سولې له پروسې سره نه يو ځاى کېږي د هغوى په اړه به په يوه ځانګړې غونډه کې پرېکړه کېږي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا د فبرورۍ تر پايه به څلور هېوادونه بريالي شي چي طالبان د خبرو مېز ته راولي؟ سرچينه وايي، افغان پلاوي د فبرورۍ په غونډه کې وړانديز کړی و، ځکه چې د طالبانو د پسرلني عملياتو له اعلان سره په جګړو او تاوتريخوالو کې زياتوالی راتلی شي.
د اسلام اباد په درېيه غونډه کې پر دې موافقه شوې چې د سولې پروسه کې د ګډون لپاره به په قطر کې د طالبانو دفتر ته رجوع کوي. يادې سرچينې وويل، هره غاړه به د خپل نفوذ په کارولو سره په قطرکې د طالبانو مرکچيانو سره اړيکې نيسي او ورته به د خبرو بين الافغاني بهير کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.
د يادوني ده چې د پاکستان په مري کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو او له دې وړاندې د چين په ارومچي ښار کې د طالبانو د درې کسيز پلاوي او د سولې د شورا د هغه وخت د يوه مشر معصوم ستانکزي ترمنځ خبرو څخه د طالبانو د قطر دفتر انکار کړى و .
طالبانو تل ټينګار کړى چې يوازې د قطر دفتر د سياسي اړيکو او خبرو بشپړ اختيار لري. د طالبانو سياسي دفتر له فعاليتونو خبر خلک وايي چې طالب مرکچيانو تماس ټينګوونکو ته ويلي چې دوى تېره مياشت د پګواش په غونډه کې له احتمالي مذاکراتو وړاندې د ځينو ګامونو پورته کولو غوښتنې کړې وې او د هغو له منلو پرته به خبرو کې ګډون کول کېدى شي يو ستونزمن کار وي.
د پګواش په غونډه کې طالب استازو په قطر کې دفتر ته د کار کولو اجازه ، د بنديانو خوشې کول، پر مشرانو د سفري بندېزونه لرې کول او د طالبانو پر ضد د پروپاګنډ بندولو غوښتنې کړې وې.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن