په ټولو نظامونو کې دا د ولس حقه حقوق دي چې د مشرانو نه پوښتنه وکړي، خپل حقوق وغواړي، د حکومتي چارواکو ښه کارونه وستایي او خراب کارونه وغندي. اما دکتاتوري (Dictatorship) او یا اتاریتارین (Authoritarian) رژیمونه ولس ته دا حق نه ورکوي چې خپل حقوق وغواړي.
په ولسواکي نظامونو کې حکومتي چارواکي د قانون په اساس مجبوره او مکلفه دي چې ولس ته حساب ورکړي. په ولسواکي نظامونو کې مدني حرکتونه همیشه موثره وي، ځکه حکومتونه د ولس غوښتنو او یا د ولس عامه افکارو ته د درنښت په سترګه ګوري او حکومتونه کوښښ کوي چې خپلې پالیسي او پروګرامونه د ولس د تقاضا او غوښتنو په چوکاټ کې عیار کړي.
په داسي ټولنو کې له فساد سره مبارزه هم نتیجه ورکوي ځکه د هغو کسانو په ګوته کول چې په فساد کې اخته وي د ولس نه شرمیږي او یا هم د قانون له وېرې ځانونه اصلاح کوي یعنې د Name (په بدو د نوم یادونه) او Shame (د خجالت ایستلو) مبارزه کار کوي. په هغه ټولنو کې چې فاسد چارواکي نه په شرم پوهیږي او نه له قانون څخه وېره لري ځکه څوک ترې پوښتنه نه شي کولی مدنې مبارزه چندان نتیجه نه ورکوي.
په دې ورځو کې په عامه تصویري او صوتي رسنیو، محافلو او هم د فیسبوک په صفحو کې لیکني او تبصرو د ولس ذهنیت ډیر زیات مغشوش کړی او له خلکونه یې لار ورکه کړې ده. قضاوتونه اکثریت افراطي او سلیقوي شکل لري. که یو څه مسایل د واقعیتونو په اساس د افغانانو له خوا مطرح کیږي خو افراطي او سلیقوي احساسات په لیکنو، خبرو او تبصرو کې دومره زیات وي یا په اصطلاح مالګه، مرچ او مساله یې دومره زیاته کړې وي چې اصلي مطلب او مفهوم د خبرو او انتقادونو په کې ورک وي.
سوال دا دی چې کوم ډول مبارزه بهتره ده؟ چې دولت یا حکومت خپلو ستونزو او نیمګړتیاوو ته متوجه شي او هم ولس خپل حقوق تر لاسه کړي. یا په اصطلاح نه سیخ وسوځي او نه کباب.
مدني حرکتونه، عدم تشدد یا مصلحت امیزه مبارزه همیشه بهتره لاره ده ځکه دا ډول حرکتونه د جنګ اوتشدد د زیاتوالي مخه نیسي. مګر په افغانستان کې مهمه ستونزه په موجوده شرایطو کې دا ده چې حکومت د مدني حرکتونو د زیات فشار طاقت او توان نه لري ځکه هیواد د مسلحو مخالفینو له خوا له شدید تهدید سره مخامخ دی. که زیات فشار په حکومت راشي نو حکومت د چپه کیدو خوا ته ځي او د حکومت په چپه کیدو کې بیا د افغانستان د اکثریت ولس خیر نشته دی. یوازنۍ معقوله لار د همدې حکومت اصلاح کول دي. نورې ټولې لارې د لا زیاتو ستونزو لامل ګرځي.
زما په اند ولس باید په حکومت باندې خپل معقول فشار ته دوام ورکړي او هم حکومت باید د ولس غوښتنو ته معقوله لار پیداکړي چې عامه ذهنیت مثبت خواته بدلون وکړي. حکومت باید د ستونزو د نه منلو د موډ(Denial Mood) یا طرز تفکر له چوکات څخه راووځي او په تدریجي شکل د ولس عامه غوښتنو ته د حل لار پیداکړي.
یوه ملي ډیالوګ ته اړتیا ده ځکه اوس د دولت او حکومت چارواکي د یو بل په قانع کولوسره اخته دي او ولس ترې هیر دی. جمهور رئيس او اجرائیه رئیس باید سره کیني او صادقانه بحث د هیواد په امنیتي او سیاسي حالاتو سره وکړي او بیا دواړه یو مشترک ټیم رامنځته کړي تر څو دواړه مشران او هم د دوی واحد ټیم د انګلیسي ژبې په اصطلاح یوه سندره خلکو ته زمزمه کړي. نو ولس به بیا هم بیلې بيلې سندرې نه زمزمه کوي او د حکومت د راګ سره به سم سر خوځوي. که دوی دا کار ونه کړي نو راتلونکې راته تته ښکاري.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن