ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
7 Feb 2018 - 11:58
author avatar
7 Feb 2018 - 11:58

ژوند د ناکامیو او بریاوو یوه ټولګه ده او دا فطرتي اصل دی چې انسان به له ډېرو لوړو ژورو سره مخ کېږي چې یوه برخه یې خوښوونکې او یوه بله برخه زړه بدوونکې وي، خو دا باید په یاد ولرو چې انسان کولی شي خپل ژوند ته بدلون ورکړي او د یو شمېر چارو په سرته رسولو سره خپلې ماتې ته د بریا رنګ ورکړي.

شاید تاسو ته دا ناشونې او جالبه ښکاره شي چې یوه ماتې دې هممهاله یوه بریا او لاسته راوړنه و اوسي مګر دا ناشونې نه ده.

د دې لپاره چې د ژوند هره ماتې مو د بریا په څېر لاسته راوړنه ولري، په کار ده لاندې څو ټکو ته پام وکړو:

لومړی: د فرصت له لاسه نه ورکول

ژوند د هغه رسم شوې ونې په څېر دی چې د اورلګېت په خاشو ښکلې شوې ده او یوه وړه بې احتیاطي دا ښکلې ونه له منځه وړلی شي، نو موږ ته په کار ده چې په ژوند کې په ډېر احتیاط قدم واخلو او د ژوند هر چانس ته د قیمتي او وروستي فرصت په نظر وګورو او ورڅخه ګټه واخلو؛ ځکه په ژوند کې د بریا فرصتونه کم وي او یو یو ځل د چا ور ټکوي.

ځیني وخت موږ ته یو شمېر فرصتونه واړه او بې ارزښته ښکاري خو که ترې سمه استفاده وکړو، همدا چانسونه مو د ژوند مسیر مثبت لوري ته ګرځولی شي.

دویم: له ناکامیو زده کړه

کله چې د کومې تېروتنې او یا بې پروایۍ له کبله خپل هدف ته نه رسېږو او ماتې خورو نو په کار ده چې د خپلې ناکامۍ علتونه پیدا او د حل لارې ورته ولټوو.

که موږ د یوې ناکامۍ سببونه راټول کړو او د هغه تېروتنو د تکرار مخنیوی وکړو چې زموږ د ناکامۍ سبب ګرځېدلي دي، نو دا به مو د ژوند راتلونکو بریاوو ته د راتګ ور پرانیستی وي او په اصل کې به زموږ دا ناکامي د نوو بریاوو د پیل سبب وي.

درېیم: دا منل چې بریا تل زموږ نه وي

ناکامي او بریالیتوب د ژوند د سِکې دوه مخونه دي چې کله یو را اوړي او کله هم بل مخې ته راځي، نو دا باید ومنو چې بریالیتوب تل زموږ نه وي او کله کله انسان اړ وي چې یو څه له لاسه ورکړي څو نور څه لاسته راوړي.

لکه څرنګه چې ورځ او شپه سره تړلي وي، دغه شان بریا او ناکامي هم یو له بل سره اړیکه لري او په نړۍ کې هېڅ داسې انسان نشته چې د ناکامۍ خوند یې نه وي کتلی، مګر هو بریالي کسان هغه دي چې ناکامۍ ته هم د یوه پیغام او درس په سترګه ګوري او هغه د خپل ژوند د هغې برخې په توګه قبلوي چې ترې خلاصېدل ممکن نه دي.

که چېرته ځان ته دا قناعت ورکړو چې ناکامي او بریا یو له بل سره تړلي دي او د دې لپاره چې بریالي شو باید ستونزې او زحمتونه وګالو نو بیا به مو ماتې ته ماته ورکړې وي او ځان به مو بریا ته رسولی وي.

څلورم: هوډ قوي ساتل

موږ دا منو چې د بریا د خپلولو لپاره ستونزې او ربړې ګالل شرط دي خو پر دې باید وپوهېږو چې له دې ستونزو سره مبارزه کول قوي عزم او اراده غواړي څو وتوانېږو چې ستونزو ته ماتې ورکړو او بریا ته ځان ورسوو.

که قوي هوډ ونه لرو نو د بریا د لاسته راوړلو لپاره د هڅو پیل به مو نیمګړی او بالاخره د ماتې سبب ګرځي چې دا په اصل کې د ویښ او له بري څخه ډک ژوندانه ته د خاتمې په معنا دی.

پنځم: مبارزې ته دوام ورکول

تر ټولو مهم او وروستی ټکی د مبارزې دوام دی؛ یعنې که موږ دا ومنو چې مبارزه د ژوند دوهم نوم دی او هغه څوک چې مبارزه نه کوي ژوند یې بې ارزښته دی نو دې پایلې ته رسېدلی شو چې د هر ډول حالاتو پر وړاندې باید مبارزه وکړو.

که موږ په یوه کار کې ماتې خورو، د بل کار پیل مو د مبارزې دوام دی او د مبارزې دوام د ژوند د بریالیتوب یو لوی راز او سمبول ګڼل کېږي.

که پورته پنځه ټکي په نظر کې ولرو نو بیا پوهېږو چې په اصل کې په نړۍ کې د ماتې په نوم څه نشته بلکې یوازې موږ ته هغه څه راښیي چې ترسره کړي مو دي.

 

Visits: 371

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ليکوال، ژورنالېست او شاعر عصمت الله عمري د زابل ولایت اوسېدونکی او اوسمهال د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي زده کړیال دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.