ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
6 May 2017 - 12:30
author avatar
6 May 2017 - 12:30

د اسلام له نظره تل له جنګ نه سوله بهتره ده. که د سولې په خاطرمتخاصمې ډلې هرڅومره ګذشت وکړي او امتیاز له لاسه ورکړي بیا هم د جنګ مادي او معنوي زيان د سولې په تناسب په کراتو کراتو ډیر کم دی. په هر حالت کې سوله له جنګ نه بهتره ده او د انګلستان د پخواني لومړي وزير چرچل پورې تړلې مشهوره معقوله ده چې وایي: تل له جنګ جنګ څخه د ژامو چیچل بهتره دي ((To jaw-jaw is always better than to war-war که د ژامو په چیچلو کې ژامې او غاښونه هم مات شي څه فرق نه کوي، خو د جنګ مخنیوى مهم دى.

د افغانستان د حکومت مشرتابه او د حکمتیار د حزب اسلامي هیئت په تېرو تقریبا دوه کلونو کې د سولې د خبرو او اترو په لړکې له ډیرې حوصلې نه کار واخیست اوبالاخره دواړې خواوې په دې وتوانیدلې چې پروسږکال د سپتمبر په میاشت کې د سولې موافقتنامه د جمهور رييس محمد اشرف غني او ښاغلي حکمتیار له خوا په داسې حال کې لاسلیک کړي چې حکمتیار یوازې د تلوېزیون په صفحه راڅرګند شو او دا معاهده یې لاسلیک کړه. که څه هم د دی معاهدې په اړوند د ډیرو داخلي او بهرنيو تحلیلګرانو او مبصرینو په منځ کې شکونه موجود و، خو په حقیقت کې دواړو خواوو د پوره حوصلې، سیاسي جرئت او مدبرانه تګ لوري نه کار واخیست او دا معاهده یې لاسلیک کړه.

د افغانستان حکومت مشرتابه ته په ځانګړې توګه د دې معاهدې امضا کول که له یوه اړخه یې ورته اهمیت درلوده، خو له بله اړخه ورته سیاسي ځان وژنه هم وه، ځکه چې د ملي وحدت حکومت په هغه وخت کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي سختو چلنجونو سره مخامخ و. ډیرو به دا فکر کاوه چې ګوندې د ملي وحدت حکومت د سپتمبر له میاشتې نه وروسته مشروعیت نه لري او احتمال لري چې حکومت وپاشل شي.

د ډیرو په نظر دا معاهده یوازې د هوا ګزول و او ډیرى کسانو دا فکر نه کاوه چې ګوندې حکمتیار به کابل ته راشي. بالاخره حکمتیار تېره اوونۍ لومړى لغمان ولایت ته او بیا ننګرهار ته لاړ او له هغه ځای نه کابل ته د مۍ د میاشتې په څلورمه نیټه ورسید. د حکمتیار او د هغه کورنۍ او ملګرو راتګ ته د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرتابه، سیاسي او جهادي شخصیتونو او په ټوله کې د افغانستان اکثریت ولس په خلاص تندي ښه راغلاست ووایه.

د دې معاهدې اهمیت په دوو مهمو ټکو کې دی. ۱) دا معاهده په ټوله کې یوه بین الافغاني معاهده وه که څه هم نړیوال فکتورونه یې درلودل او بین المللي ملاتړ ته اړتیا وه چې د حزب اسلامي مشر نوم د ملګرو ملتونو له تور لېست نه لرې کړي، خو د دې ترڅنګ د خبرو دواړه خواوې د افغانستان حکومت او د حزب اسلامي له خوا د رالېږل شوي پلاوي ترمنځ وي. ۲) هيله ده چې دا معاهده به د افغانستان نوروجنګي او سیاسي ډلو لپاره یو ښه ماډل شي چې افغانان د دې ظرفیت او قابلیت لري چې خپل منځي مسایل په خپله حل کړي.

د افغانستان ولس دې معاهدې ته په دې خاطرخوشبینه دی چې ګوندې دا معاهده به په افغانستان کې وینو تویولو ته د پای ټکى کیږدي. د افغانستان اکثریت مظلوم ولس په تیرو څلورو لسیزو کې د داخلي جګړو له امله ډیر سخت ځپل شوی دی او ولس له جنګ څخه ستړی دی. که خدای نا خواسته دا معاهده جنګ ونه دروي اوداخلي کشمکشونه لا زیات کړي، نو بیا دا معاهده د افغانستان ولس لپاره چندان اهمیت نه لري. د دې معاهدې د ناکامۍ په صورت کې به د افغانستان د ولس سرنوشت یو ځل بیا په یو نا معلومه لوري وي او څو لسیزې به ونیسي چې د افغانستان ولس بیا په حال شي.

تل د معاهدو له امضا کولو نه د معاهدو عملي کول ډیر ستونزمن دي. د ولس هیله د افغانستان د حکومت د مشرتابه، سیاسي ډلو د مشرانو، مدني ټولنو او حزب اسلامي د مشرتابه او غړو نه دا ده چې دوی باید په خپلو خبرو او د الفاظو په استعمال کې له ډیر احتیاط نه کار واخلي ، ځکه په افغانستان کې ډېر الفاظ ځانته تعریفونه لري او په تېرو ناخوالو پورې تړلي دي. تر اوسه لا دوی د اعتماد سازۍ په ډیره لومړۍ مرحله کې دي او د دوی ترمنځ د باور په تناسب لا شکونه ډیر زیات دي. یوازې په خبرو او شعارونو اعتماد سازي نه شي کیدی. که له یوه اړخه غونډې او شعارونه د ولس د ولولو اظهارول ښیي خو له بله اړخه ولس سولې، ښې حکومتولۍ، د قانون حاکمیت، انکشاف او ټولنیزعدالت ته اړتیا لري، ترڅو دایمي سوله په افغانستان کې ټینګه شي.

دا مهمه او اړینه ده چې د افغانستان دولتي او سیاسي مشران باید له دغو فرصتونو څخه د ولس په ګټه سمه استفاده وکړي او د پخوا په څېر باید دوی فرصتونه په بحرانونو بدل نه کړي. د افغانستان ولس او دا مشران یو نوی مثبت فکري تغیر ته اړتیا لري، ځکه لا تراوسه د افغانستان د سیاسیونو په فکرونو کې منفي اړخ د مثبت اړخ په پرتله زیاته غلبه لري. په تیرو دوه ورځو کې د دوی په خبرو کې د کنایو او تخریشداره ویناوو اظهارول په خپله د دوی په فکرونو کې د منفي اړخ د غلبې ښه مثالونه دي. له دوی سره باید خپل تنظیمي، ګروهي، سمتي او شخصي ګټې مطرح نه وي او باید په خبرو کې په ملي ګټو او منافعو زیاته تکه وکړي.

که موږ په ټوله کې محاسبه وکړو د افغانستان عام ولس ډیره کمه برخه د سیاسي احزابو او ګروپونو سره تړاو لري. که لنډه محاسبه شي، کله چې په ۱۳۵۷هجري شمسي کال کې جهاد پیل شو نو د افغانسان نفوس په هغه وخت کې تقریبا پنځلس میليونه محاسبه شوی و، خو یوازې پنځه میليونه یې مهاجر شوي و او هغه هم په لسګونو ډلو او ټپلو ویشل شوي و. له اکثریت تنظیمونو او ډلو سره د فکر تړاو غړي ډیر محدود او کم و.

دویمه برخه د افغانستان نفوس په داخل د افغانستان کې پاتي و چې هغوى هم په بیلا بیلو ډلو ویشل شوي و. د افغانستان نفوس اوس د دیرشو میليونو نه زیات اټکل کیږي که ټولې تنظیمي ډلې او سیاسي احزاب له ځانونو سره سمه محاسبه وکړي، له لویو ډلو سره هم له یو څو زرو نه زیات کسان په فکري او عملي توګه متعهد نه دي. دې کې شک نشته چې د افغانستان اکثریت ولس مسلمان ولس دی او اسلامي ارزښتونه ورته اهمیت لري، اما په افغانستان کې یو نوی نسل را اوچت شوی ، چې هغوى ته ملي مسایل له تنظیمي، ګروهي او سمتي ګټو نه زیات مهم دي او د ملي ګټو او منافعو طرفداره دي. مشران باید د ولس عیني واقعیتونه په نظر کې ونیسي او د شلمې پیړۍ د سیاست په فکر کې ونه اوسي. د افغانستان ملت په اوسنیو شرایطو کې یوازې په یو ملي فکر او په یوه ملي اجنډا سره راټولیدلى شي. هغه ډله او ګروپ به د ولس په منځ کې زیات د اعتبار خاوند وي چې د افغانستان ټول ملت په خپله غیږ کې ونیولى شي او د ټولو لپاره په خپله ډله او ګروپ کې ځای ولري.

که د حزب اسلامي مشرتابه له تنظیمي ګټو څخه اوچت فکر وکړي، نو زما په اند کولی شي چې د یو ښه منځګړي په توګه رول ولوبوي، ځکه چې په افغانستان کې د یو با اعتباره منځګړیتوب خلا د سیاسي ګروپونو او ډلو ترمنځ موجوده ده، خو که له احتیاط نه په خبرو کې کار وانخلي، نو زما په اند کیدى شي چې دی هم دا فرصت ډیر ژر د لاسه ورکړي.

لکه څنګه چې حکمتیار په خپلو خبرو کې وویل چې د انحصار او د حذف سیاست په افغانستان کې ناکامه دی، دا واقعیت دی او دی باید په خپله په دې خبره کلک متعهد اوسي. د حکمتیار د سولې او په سیاسي او ټولنیزو برخو د ښځو د ونډې اخيستنې پیغامونه موږ په نیک فال نیسو. هيله ده چې له دوه لسیزو زیاتې مودې نه وروسته کابل ته د حکمتیار د راتګ د فرصت نه دی په خپله او هم د افغانستان د حکومت مشرتابه، سیاسي مشران او ډلې د ولس په ګټه کار واخلي، ترڅو په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه او د افغانستان درېدلی ولس هوسا او ارام ژوند ولري.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.