ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
5 Apr 2017 - 18:07
author avatar
5 Apr 2017 - 18:07

کاسا ۱۰۰۰ پروژه د هغه ستر اقتصادي او سوداګریز ګام نوم دی چې په پلې کېدو سره به یې په سیمه او هېواد کې د تل پاتې سولې او سوکالۍ وزرې خورې شي. کاسا۱۰۰۰ پروژه به د سیمې په کچه ستره او د څلورو هېوادونو تر منځ د پیوستون لویه نښه وي؛ په دې پروژه کې به د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان هېوادونه وتوانېږي چې د سیمې په کچه د برېښنا د سوداګرۍ مارکېټ برابر کړي. کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان له لارې پاکستان هېواد ته ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ولېږدوي، له دې پروژې سره به د سیمې څلور هېوادونه د خپلمنځي ګډو ګټو پر اساس سره وتړل شي. دا پروژه کولای شي په سیمه او نړۍ کې د افغانستان نړیوال حیثیت او باور زیات کړي، یاده پروژه به د مرکزي اسیا له قرغزستان او تاجکستان هېوادونو څخه چې د برېښنا د تولید خورا ډېر امکانات په واک کې لري، د جنوبي اسیا پاکستان او افغانستان پر هېوادونو وپلوري.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اټکلیز ارزښت ۱.۲ میلیارده امریکایي ډالره اټکل شوی، د دې پروژې اوږدوالی ۷۶۵ کیلومتره اټکل شوی چې یوازې ۵۶۲ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره تېرېږي، چې ورسره به دوه کنورتر سټېشنونه یو په پاکستان او بل د تاجکستان هېواد په سنګتوده سیمه کې ورغول شي.

د یادې پروژې په چوکاټ کې به په پلخمري ښار کې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا بک ټو بک سټېشن ورغول شي چې په رغولو سره به یې افغانستان وکولای شي له تاجکستان هېواده د هغه شته ۲۲۰ کیلو ولټه لین له لارې برېښنا وپېري چې له تاجکستانه افغانستان ته راغلی دی. د یادونې وړ ده، د پروژې دا برخه د افغانستان په غوښتنه د اړتیا تر وخته پورې ځنډول شوې.

د اټکل له مخې، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تدارکاتي کارونه به چې همدا اوس تر کار لاندې دي، د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې وتړل شي او د ۲۰۱۸ میلادي کال په پیل کې به د افغانستان د برخې رغنیزې چارې پیل شي. د دې پروژې د پلې کېدو په موخه دوه هندي کمپنۍ چې په شرایطو برابرې دي، دا مهال د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له سکرتریت او افغان حکومت سره د خبرو اترو په درشل کې دي، چې کېدای شي په نږدې راتلونکي کې له دوی سره خبرې اترې یوې پایلې ته ورسېږې او تدارکاتي چارې وتړل شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د افغانستان برخې بودجه:

۱- د نړیوال بانک بلا عوضه مرسته (IDA) ۳۱۶ میلیونه ډالر

۲- د ARTF له بوديجې څخه ۴۰ میلیونه ډالر

۳- د دولت له بوديجې څخه ۴۷،۵ میلیونه ډالر

د پروژې ټول لګښت ۴۰۳،۵ میلیونه ډالر

د برېښنا د لېږد دا ستره ملي پروژه کولای شي په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ټیکاو او د افغانستان لپاره د نړیوال باور زمینه برابره کړي. پاکستان چې د ګرمۍ په موسم کې د برېښنا د نه شتون له جدي ستونزې سره لاس او ګرېوان وي، له دې لار به وکولای شي خپله د اړتیا وړ برېښنا ترلاسه کړي. اټکل کېږي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره په سیمه او څلورو هېوادونو کې د غربت مخه ونیول شي او تر پلې کېدو وروسته د زرهاو دندو پیدا کېدو لامل شي. د سیمې اقتصادي چارې به ورځ تر بلې مخ په ښې کېدو شي او غربت به له منځه یوسي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به…

  • د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ به د انرژۍ سوداګریز مارکېټ رامنځته کړي.
  • د افغانستان لپاره به په نړیواله کچه د ترانزیټي هېواد ځای جوړ او په دې سره به خپلې اقتصادي پراختیا ته زمینه برابره کړي.
  • د قرغزستان او تاجکستان هېوادونو لپاره به د انرژۍ په برخه کې د عوایدو د ترلاسه کولو ښه زمینه برابره کړي، دا دواړه غریب هېوادونه چې په مرکزي اسیا کې شتون لري، د همدې ګټې په ترلاسه کولو به وکولای شي د خپل هېواد د برېښنا په سیستم نوره پانګونه وکړي څو د ژمي په موسم کې خپله د اړتیا وړ انرژي برابره کړي.
  • پاکستان هېواد چې د اوړي په موسم کې د برېښنا له کمښت سره مخ وي، له دې لارې خپله د اړتیا وړ برېښنا ترلاسه او د تېلو پر مټ تولیددونکې انرژي چې چاپېریال ته خورا مضره ده، مخه به یې ونیول شي.
  • په دواړو زونونو کې به د خلکو تر منځ په عامه توګه د اقتصادي همکاریو او سیاسي ثبات د رامنځته کېدو په موخه نظر پیدا شي.

په افغانستان کې به یاده پروژه له ۷۰۰ ټولنو، ۲۳ ولسوالیو او اوو ولایتونو له لارې تېره شي. یاده پروژه به ۱۵۲۰۰۰ کورنیو ته چې د دې پروژې په ۲/۲ کیلومترۍ کې موقعیت لري، د ټولنې د ملاتړ پروګرام تر نامه لاندې د څلوېښت میلیونه ډالرو په ارزښت ټولګټې پروژې د کلیو او پراختیا وزارت له لوري د خلکو له غوښتنې سره سم پلې شي، څو هغه سیمې او کورنۍ چې د دې پروژې له پلي کېدو څخه متاثره کېږي، ورڅخه ګټه واخلي.

د یادونې ده، د هېواد دننه د دې پروژې چارې د اوبو او نرژۍ وزارت او افغان برېښنا شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي. د اوبو او انرژۍ وزارت د دې پروژې د اصلي مالک په صفت په ټولو چارو کې دخیل و او دی. د دغه وزارت د انرژۍ معین ښاغلی امان الله غالب د کاسا ۱۰۰۰ پروژې لپاره د هېوادونو تر منځ د افغانستان استازیتوب پر غاړه لرې او د دې پروژې د بریالۍ کېدو په موخه یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او تر دې دمه د دې پروژې ټولې چارې په ده پورې تړلې دي.

 د دې پروژې د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) مسوولیت د کلیو او پراختیا وزارت پر غاړه لري او د یاد پروګرام د چمتو کېدو په درشل کې دی. دغه پروګرام به د ملي پیوستون په څېر په هغو کلیو او بانډو کې پلی کېږي چې د دې پروژې له پلې کېدو څخه متاثره کېږي. د دغه پروګرام په چوکاټ کې په پام کې ده چې پلونه، پلچکونه، لارې، د اوبو واړه بندونه، استنادي دېوالونه او د برېښنا وړې پروژې په سیمه کې پلې شي. د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) د هغې ارزونې په پایله کې چمتو او پلی کېږي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه یې د نړیوالو مشورتي کمپنیو پر مټ معلومات راټول او دا یې غوره ګڼلې چې باید د دې پروژې تر څنګ د سیمې خلکو ته هم د دې پروژې د پلې کېدو تر څنګ کار وشي.

کاسا۱۰۰۰ پروژه به د هېواد له لاندنیو اوو ولایتونو څخه تېره شي چې عبارت دي له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، د کابل سروبي ولسوالۍ، لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه، دا چې پروژه په رسمي ډول کومې پلې کېدونکې کمپنۍ ته سپارل کېږي، کېدای شي د پلې کېدو په سیمه کې یې هم بدلون راشي خو تر دې دمه په یادو سیمو کې د پلې کېدو چمتووالی تر کار لاندې دی.

له پلان سره سم به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د چارو له پیلېدو وړاندې په پورتینو ذکر شوو سیمو کې د عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل شي او د خلکو د لېوالتیا په جلبولو کې به زیات کار ترسره شي. د یادونې ده، خلکو ته به د دې پروژې د ګټو او هغو امکاناتو په هکله چې په سیمه کې به ولګول شي، پوره پوهاوی ورکړل شي.

د یادې پروژې په پلې کېدو سره به په سیمه کې سیمه يیزو وګړو ته په زیات شمېر کاري اوږدمهال او لنډمهال کارونه پیدا شي، هغه پیسې چې له دې پروژې څخه په کلني ډول ترلاسه کېږي، شاوخوا ۲ میلیونه ډالره به یې د همدې سیمې د بنسټیزو اقتصادي پروژو په پلې کولو ولګول شي.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 38

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

بریالی نایاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د پاکستان په صوبه سرحد د هنګو په حضرت بلال عالي لېسه او ثانوي زده کړې یې د لوګر د محمداغې په عالي لېسه کې پای ته رسولې دي، په مشعل خصوصي پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځی لوستی او اوسمهال له سنایي پراختیایي موسسې سره د اعمار صلح له مجلې سره د مسئوول مدیر په حیث کار کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.