ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 Sep 2019 - 09:54
author avatar
25 Sep 2019 - 09:54

افغانان د سرو زرو او طبیعي منابعو په زېرمو ناستو بې وزله، ناچاره او احتیاج ولس دی. دلیل یې روان جنګ او بدبختۍ دي، ځکه همدغو ناخوالو له خپلو زېرمو او کانونو څخه د موثرې ګټه اخیستنې لپاره زموږ لاسونه تړلي او زموږ امکانات یې محدود کړي دي

که سوله او ثبات تامین شي او افغانستان د ارامۍ ساه واخلي، نو باور دی چې کورنیو امکاناتو او کانونو سره نه یوازې دوی له اوسني مالي کړکېچ او پردي احتیاجه ځان خلاصولی شي، بلکې نورو سره هم مرسته کولی شي، ځکه افغانستان پرېمانه کانونه او طبیعي زېرمې لري. داسې زېرمې چې په قانوني کېندنې سره یې هم د پانګونې زمېنې برابرېدلی شي، هم د وزګارتیا بحران ورسره ختمېدلی شي او هم داخلي عواید ورسره فوق العاده لوړېدلی او افغانانو ته د هوسا ژوند زمینې زیاتولی شي.

له همدې امله له کانونو څخه معقوله او تلپاتې ګټه اخیستنه او د واضح میکانیزم  پر بنسټ د کانونوقانوني کېندنه د حکومت له سیاسي لومړیتوبنو څخه دي. حکومت کوښښ کوي چې په لومړي سر کې د کانونو امنیت تامین کړي، د زورواکو او وسله والو مخالفینو د غیر قانوني کېندنو مخه ونیسي. د راتلونکو نسلونو د حقونو او د هېواد راتلونکي ته په پام د کانونو په قوانینو، مقررو، تفاهم لیکونو او قراردادونو کې شفافیت تامین کړي او شوي تړونونه بیا له سره وارزوي.

دا سمه ده چې افغانستان په اوسني وخت کې د کانونو د کېندنې لپاره کافي امکانات او ظرفیت نه لري، خو حکومت کوښښ کوي چې په دې برخه کې د میکانیزم، قوانینو او ګټورو برنامو په رامنځته کولو سره د نړیوالو له تجربو او امکاناتو ګټه واخلي، له همدې امله وخت پر وخت یې بهرني پانګوال د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅولي دي.  

افغانستان سره له دې چې په تېرو دریو کلونو کېله مالي پلوه چندان عواید نه لرل، خو د کانونو دبې ځایه لګولو او غیر قانوني د کېندنود مخنیوي په برخه کې اساسي ګامونه اخیستل شوي او په دې برخه کې لا هم هڅې جریان لري.

د شبرغان د ګاز لرونکي یتیم چاق د ۳۱ او ۳۷ سیمې د څاګانو   تجهیز او فعالول، د AMCS + سیسټم کې د کانونو لپاره یو شمېر لاسلیک شوي قراردادونو ثبتول او د ولایتونو له لارې د ساختماني موادو د کانونو کېندنې لپاره د ۲۲۸ قراردادونو ارزونه په دې برخه کې د عملي ګامونو څرګندې بېلګې دي.

د دې ترڅنګ د کانونو سکتور انکشاف لپاره د لارې نقشه جوړه شوې، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو  د پروسس طرزالعمل جوړ شوی، د نفت او ګازو ملي پالیسۍ جوړه شوې، د هېواد د اقتصادي زونونو د جیولوژیکي مطالعو راپور برابر شوی، د منرالونو، نفتو او ګازو د ملي پالیسۍ جوړول، د استخراجي صنایعو د لومړیتوبونو پیژندنه، طرحه او ترتیب، د کانونو د تخنیکي مقررې تدقیق او نهایي کول، د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د تطبیق پلان جوړول، د هېواد د اوو اقتصادي زونونو د جیولوجیکي مطالعاتو د راپورونو ترتیب، د ۲۰ معدني جواز لیکونو بشپړول، په شبرغان ښار کې د ګازو تصفې دستګاه بشپړیدل، په هېواد کې د منرالونو کشفولو لپاره کیمیاوي تجزیه، پتروګرافي، منرالوجي، اسلاید جوړونه او د ۳۷۱۲ نمونو برابرول هغه موثر اقدامات دي چې له کانونو څخه د موثرې استفادې په پار ترسره شوي دي.

که چېرې حکومت د جنګ له مدیریت څخه را وزګار شي، نو باور دی چې په دې برخه کې کافي او عملي اقدامات کولی شي، داسې اقدامات چې د هېواد د پرمختګ او د هیوادوالو د هوساینې لپاره ګټور تمامېدلی شي، ځکه په اوسنیو شرایطو کې یوازې او یوازې د کانونو موثره استفاده زموږ د ستونزو په حل کې اساسي رول لرلی شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.