ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرونا وایرس څه شی دی:

کرونا وایرس یو ډول RNA وایرس دی چې د مختلفو وایرسي ناروغيو سبب ګرځي کوم چې له یو عادي والګي/ريزش څخه نېولې تر MERS (Middle east respiratory syndrome) ، SARS (severe acute respiratory syndrome) او COVID-19 یا کرونا وايرس ناروغۍ پورې فرق لري

اوسنی SARS-COV-2 د نوموړي خاندان اووم ډول دی چې په انسانانو کې د تنفسي لارې ناروغي رامنځ ته کوي

کرونا وایرس ناروغي څه شی ده:

کرونا وایرس ناروغي د تنفسي لارې شدیده ساري ناروغي ده چې د SARS-COV-2 وایرس په واسطه رامنځ ته کېږي او د COVID-19 په نامه يادېږي

COVID-19 یعنې څه:

COVID-19=Corona Virus Disease 2019 یعنې د کرونا وايرس ناروغي چې په 2019 کال يې سر راښکاره کړ

اپيډيمي څه شي ته وائي:

کله چې يوه مشخصه ناروغي د يوې ټولنې په يوې محدودې ساحې کې په يو مشخصو اشخاصو کې رامنځته کېږي، نوموړي مرضي حالت ته اپيډيمي ويل کېږي؛ د کرونا وايرس اپيډيمي د چين په اوهان ښار کې د 2019 کال په ډسامبر کې رامنځ ته شوه.

پانډيمي څه شي ته وائي:

کله چې يو مرضي حالت د نړۍ هر ګوټ ته ورسېږي او د وبا شکل ځانته غوره کړي نو بيا نوموړي مرضي حالت ته پانډيمي وائي؛ اوسمهال کرونا وايرس ناروغۍ يوه پانډيمي او وبا ده؛ چې د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا په 13 د مارچ کال 2020 کې اعلان شوه

د کرونا وايرس ناروغۍ د انتقال لارې کومې دي:

کرونا وايرس ناروغي له دوو معمولو لارو څخه له ناروغ څخه روغ شخص ته انتقال مومي:

  • د تنفسي څاڅکو له لارې (ټوخی، پرنجی، تنفس، خبرې)
  • کوچني تنفسي څاڅکي؛کوم چې تر یو متر پورې حرکت کولای شي
  • لوی تنفسي څاڅکي؛ کوم چې تر دوو مترو پورې حرکت کولای شي
    • د تماس له لارې (له هغو سطوحو سره تماس چې نوموړی وايرس ورباندې پروت وي)

سرچينه:

د کرونا وایرس ناروغۍ سرچینه تر اوس مهاله په قطعي ډول نامعلومه ده؛ ټول شواهد او مطالعات ښيي چې نوموړې ناروغي طبیعي حیواني ريښه لري

په مختلفو سطوحو پاتې کېدل

کرونا وایرس ناروغۍ د انتقال معموله لار تماس ده، نوموړی وایرس په مختلفو سطحو د مختلفې مودې لپارهژوندی پاتې کېدای شي:

  • فلزي سطحې: لکه د دروازې لاس‌نيوونکی، ګاڼه؛ تر 5 ورځو
  • لرګين مواد: تر 4 ورځو
  • پلاستيکي مواد: تر 2-3 ورځو
  • فولادي مواد لکه يخچال، د اوبو ځيني بوتلونه، چېلمچي: تر 2-3 ورځو
  • المارۍ: تر 24 ساعته
  • مسي سطحې لکه د اشپزۍ وسائل، سکه، د چايو ترموز: تر 4 ساعته
  • المونيمي مواد: تر 2-8 ساعته
  • شيشه لکه د چايو شيشه ئي ګيلاسونه، شيشه ئي کړکۍ، اينه: تر 5 ورځو
  • سيراميک مواد: تر 5 ورځو
  • کاغذ: تر څو دقيقو (ځينې سټرين تر څو ورځو)
  • د اوبو له لارې نه انتقاليږي
  • د غذا له لارې نه انتقاليږي
  • د بوټانو او چپلوکو له لارې د انتان د انتقال په اړه کره معلومات نشته؛ یوه څېړنه چې په چين کې د جدي څارنې د خونې د ډاکټرانو په بوټانو شوې، ښودلې چې نيمائي پرسونل په بوټانو باندې د نوموړي وايرس هستوي اسيد موجود وو، ولې دا جوته نه ده چې ايا دا به د ناروغۍ توان ولري که نه،

په سطوحو له پاتې کېدو څخه موږ څه زده کوو:

  • دا چې تاسې په کورونو کې ياست او له د بانديني چاپيريال سره مو اړيکه دومره ډېره نه ده؛ نو ستاسې د کور په سطوحو هم د دې وایرس شتون کم بريښي؛ ولې پاملرنه تر ټولو ستره درملنه ده، تاسې د خپلو کورونو سطحې په دوامدره توګه د اوبو په واسطه حداقل د ورځې درې ځلې ابپاشي کړئ
  • په سطحو له تماس څخه ډډه وکړئ
  • لمړی سطحې د اوبو او ډيټول په واسط پاکې او بيا يې د عفونت ضد مادې لرونکې سپرۍ په واسطه سپرۍ کړئ
  • که تاسې په کور کې ناروغ ولرئ که نه بايد د کور سطحې په دوامداره توګه پاکې کړئ، ځکه د نوموړې ناروغۍ ډېری سلنه اشخاص پرته له کومې نښې نښانې دي، کوم چې کولای شي وايرس سطوحو ته انتقال کړي
  • کله چې له بازار راځئ، ټوله سودا ووینځئ او يا يې د یوې لمندې ټوټې په واسطه پاکه کړئ، تاسې خپل لباس تبدیل، بوټان مو پاک او لاسونه مو پاک ووينځئ
  • خپل لاسونه پوزې، خولې او سترګو ته مه وړئ
  • ټولنیزې فاصلې مراعات کړئ
  • چاپیریالي سطحې هر څو ساعته وروسته پاکې کړئ
  •  ګرځبنديز د دې باعث ګرځي چې د نوموړي وایرس سره له تماس ډډه وشي او له خپرېدا یې مخه ونیول شي

د کرونا وايرس ناروغۍ کلينيکي لوحه

کرونا ټیپیکې نښې نښانې عبارت دي له:

  • تبه  ( 87.9 سلنه)
  • وچ ټوخی (67.7 سلنه
  • ستړتیا (38.1 سلنه)
  •  بلغم (33.4 سلنه)
  • د تنفس لنډښت (18.6 سلنه)
  •  د ستوني درد (13.9 سلنه)
  • سردرد (13.6 سلنه)
  • د بندونو او عضلو درد (14.8سلنه)
  • لړزه (11.4 سلنه)
  • زړه بدوالی، کانګې او نس ناستی (5 سلنه)
  • له پوزې د وینې بهېدنه (0.9 سلنه)
  • د خوند او بوي د حس ناڅاپي زایلېدل

د کلينیکي لوحې/ اعراضو له مخې په کرونا وایرس ناروغۍ اخته کسان په څلور کتګوریو ويشل کېږي

  • ناروغان چې کلینیکي لوحه/ اعراض لري: تبه، ستړتیا، وچ ټوخی، ساه لنډي (Symptomatic)
  • ناروغان چې کلینیکي لوحه/اعراض نه لري، او نوموړې ناروغي په یو ډېر خفیف حالت کې تېروي (Asymptomatic)
  • ناروغان چې په تفریخ دوره کې وي، او ممکن په اوسط ډول وروسته له پنځو ورځو کلینیکي لوحه له ځانه وښيي (Pre-symptomatic)
  • ناروغان چې د کرونا وایرس ناروغۍ غیرټیپیک لوحه له ځانه ښيي؛نوموړي اشخاص یو له دې، څو له دې یا ټول لاندې اعراض له ځانه ښيي: سردردي، معدوي معائي نښې نښانې، ستړتیا، د بوی د حس نه شتون(Dys-symptomatic)

د تفريخ دوره:

د تفريخ دوره هغې مودې ته ويل کېږي چې يو مرض د انسان په وجود کې وي ولې نښې نښانې يې لا راښکاره شوې نه وي، او په يو مشخصې زماني مودې کې را څرګنديږي؛ د کرونا وايرس ناروغۍ د تفريخ دوره یو تر څوارلسو ورځو ده چې اوسط يې 3-5 ورځې ده

د کلينيکي رغېدنې موده:

په خفیفې کرونا وایرس ناروغۍ کې د کلینیکي رغېدنې منځنۍ زماني موده دوه اونۍ او په شدیدو او وخیمو حالاتو کې نوموړې موده درې تر شپږو اونیو پورې رسیږي

د کرونا وايرس په اړه عقيدې او د هغې سپیناوی:

  • عقیده:

که یو شخص خپل تنفس د لسو ثانيو لپارهقید کړي او شخص ټوخی ونکړي او سالنډښت ورته پيدا نه شي نو په دې مفهوم چې دا شخص د کرونا وايرس ناروغي نه لري

سپيناوی: د کرونا وایرس ناروغۍ تر ټولو معمول نښې نښانې؛ تبه، وچ ټوخی او ستړتیا ده، یو شمېر اخته کسان ممکن نومونیا ته هم تظاهر ورکړي. یواځینی شی چې نوموړې ناروغي تشخیصوي کلینیکي تظاهرات او لابراتوري معاینات دي. که تاسې خپل تنفس تر لسو ثانیو پورې پرته له ټوخي کولو او تنفسي ناراحتۍ نیولی شئ، په دې معنا نه ده چې تاسې له نوموړې وبا څخه پاک یاست. یواځینۍ لار چې عرضي اشخاص پرې تشخیص کېدای شي، لابراتواري تشخیص یې قطعي تشخیص دی #نه تنفسي ازمايښت

  • عقيده:

کرونا وايرس ناروغي د غوماشي، اهلي حېواناتو او ژويو په واسطه له یو انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي

سپيناوی: کرونا وايرس یوازې او يوازې د تنفسي څاڅکو او تماس په واسطه له يو انسان څخه بل انسان ته انتقاليږي

  • عقيده:

کرونا وايرس د ډېرې يخې هوا او لمنده‌ بل په وړاندې مقاوم نه دی او په دې چاپيريالي حالاتو کې له منځه ځي

سپيناوی: په دې اړه کوم داسې کره شواهد نشته، کولای شي په نوموړي چاپيريالي حالاتو کې ژوندی پاتې شي

  • عقيده:

کرونا وايرس په ګرمې هوا کې له منځه ځي

سپيناوی: کرونا وايرس په 57 درجه د سانتي ګرېډ کې له منځه ځي، کومه تودوخه چې يوازې په لابراتوار کې ترلاسه کېدای شي.

  • عقيده:

که زه يو ځل په کرونا اخته شوم، ټول عمر به ترې کړېږم

سپيناوی: په کرونا وايرس ناروغۍ اخته کېدل په دې مفهوم نه دي چې شخص به دايماً او ټول عمر ترې کړيږي؛ څېړنو ښودلې چې په وړاندې يې معافيت ترلاسه کېږي

  • عقيده:

له هغو سيمو څخه چې د کرونا وايرس مثبتې پېښې لري، د تجارتي اموالو را انتقال د کرونا وایرس د انتقال سبب ګرځي.

سپيناوی: له هغو ځایونو څخه چې د کرونا وایرس ناروغۍ مثبتې پېښې ولري، د تجارتي اموالو راانتقالول د کرونا وایرس د انتقال سبب نه ګرځي او نوموړې پدیده په کې ډېره ټیټه ده

  • عقيده:

حامله مېندې د کرونا وایرس په واسطه زیاتې منتنې کېږي

  • : داسې شواهد شتون نه لري چې وښيي حامله مېندې دې د کرونا وایرس ناروغۍ په لوړ خطر کې وي؛ څېړنې په دې اړه روانې دي او تر دې دمه معلومات تر محدودې کچې پورې دي.
  • عقيده:

زه د وینې لوړ فشار لرم، زه کرونا وايرس ناروغۍ باندې ډېر اخته کېږم.

سپيناوی: د ټولنې ټول وګړي د کرونا وایرس په واسطه يوشان مصابيږي، ولې په هغو کسانو کې چې د وینې لوړ فشار او قلبي ستونزې ولري کرونا وایرس ناروغي په کې وخيم او شدید حالت لري

  • عقيده:

زه د شکرې ناروغي لرم، زه کرونا وايرس ناروغۍ باندې ډېر اخته کېږم.

سپيناوی: د ټولنې ټول وګړي د کرونا وایرس په واسطه يوشان مصابېږي، ولې په هغو کسانو کې چې د شکرې ناروغي ولري او د وینې شکر يې کنترول نه وي، کرونا وایرس ناروغي په کې وخيم او شدید حالت لري.

  • عقيده:

زه سرطان ناروغي لرم، زه کرونا وايرس ناروغۍ باندې ډېر اخته کېږم.

سپيناوی: د ټولنې ټول وګړي د کرونا وایرس په واسطه يو شان مصابېږي، ولې په هغو کسانو کې چې سرطاني ناروغۍ ولري کرونا وایرس ناروغي په کې وخيم او شدید حالت لري.

  • عقيده:

په دوامداره توګه د لمر وړانګو ته کېناستل د دې باعث ګرځي چې کرونا وايرس زما په بدن کې ووژني.

  • :  25درجې سانتي ګرېډ څخه لوړه تودوخه یا په دوامداره توګه لمر ته کېناستل تاسې له کرونا وایرس ناروغۍ څخه نه شي ژغورلای؛ لوړه چاپیریالیزه تودوخه د کرونا وایرس مخه نه شي ډب کولای.
  • عقيده:

په ډېرو ګرمو اوبو حمام اخيستل د دې سبب کېږي ترڅو په بدن کې د کرونا وايرس ووژني:

  • : په ډېرو ګرمو اوبو حمام اخيستل د دې سبب نه ګرځي ترڅو ستاسې په بدن کې د کرونا وايرس ووژني.
  • عقيده:

د سطحو د پاکوونکو او الکول لرونکو مايعاتو په واسطه حمام اخيستل د دې باعث ګرځي چې د بدن دننه کرونا وايرس ناروغي ووژني.

  • : نه داسې نه ده، بلکه دا عمل ستاسې جلد او پوستکي زيان رسوي.
  • عقيده:

د شرابو او الکولو څښل ما له کرونا وايرس ناروغۍ څخه ژغوري.

  • : شراب او الکول څښل دا چې تا له کرونا څخه نه شي ژغورلای ستاسې روغتيا ته زيان رسووونکي دي.
  • عقيده:

د ماورای بنفش وړانګو لاندې کېناستل د دې سبب کېږي چې زما د بدن دننه د کرونا وايرس ووژني.

  • : دا عمل هېڅ کله ستا د بدن دننه کرونا وايرس نه شي وژلای، په دې اړه هېڅ شواهد او څېړنې شتون نه لري.
  • عقیده

کرونا وايرس ناروغي کوچنيان لږ تر حملې لاندې نيسي.

سپيناوی: د کرونا وایرس ناروغي ممکن د هر عمر لرونکي اشخاص منتن کړي، ولې تر دې دمه شواهد او مطالعات ښيي چې کوچنیان نسبتاً لږ اخته کېږي.

  • عقيده:

کرونا وايرس د وفات شوي شخص له جسد څخه انتقاليږي:

  • : د کرونا وایرس ناروغۍ له امله د وفات شوي شخص جسد انتاني حالت نه لري او نورو اشخاصو ته نوموړی وایرس نه انتقالوي؛ یوازې سږي یې انتاني حالت لري او کولای شي سږي یې که د اټوپسۍ په وخت کې ترې سمه څارنه و نه شي، وایرس نورو ته انتقال کړي؛ بهتره ده چې د تدفین او تکفین په وخت وقائوي او احتیاطي تدابیر مراعات کړای شي او ټولنيزې فاصلې په پام کې ونیول شي.
  • عقیده:

کرونا وايرس د حمل په وخت کې له مور څخه جنين ته انتقاليږي.

  • : نه، کرونا وايرس له مور څخه ماشوم ته نه انتقاليږي.
  • عقيده:

کرونا وايرس له مور څخه ماشوم ته د شيدو ورکولو په وخت انتقاليږي.

  • : نه، کرونا وايرس د شيدې ورکولو په وخت نه انتقاليږي.
  • عقيده:

کرونا وايرس د خوراکي موادو له لارې د انسان بدن ته انتقاليږي.

  • : نه، په دې اړه داسې کره شواهد شتون نه لري، ولې بهتره ده کله چې له بازار څخه سودا اخلئ، که سودا د وينځلو وړ وي د پاکو اوبو په واسطه يې پرېمينځئ ولې که د وينځلو وړ نه وي نو د یوې لمندې ټوټې په واسطه يې پاک کړئ.

زده کړه ۱:

وقائوي تدابير اوس مهال د درملنې لمړي خط درمل دي

لاندې ګروپ اشخاص تر نورو زیات د کرونا وایرس له امله د کرونا وایرس د شدیدې ناروغۍ له خطر سره مخ دي:

  • اشخاص چې عمرونه یې له شپېته کلنۍ پورته دي
  • اشخاص چې قلبي وعایي ناروغۍ ولري
  • اشخاص چې تنفسي ناروغۍ ولري
  • اشخاص چې شکري ډیابت ولري
  • اشخاص چې سرطاني ناروغۍ ولري
  • اشخاص چې معافیتي سېستم یې ضعیف وي
  • اشخاص چې کلیوي، کبدي او ریوي ناروغۍ ولري

زده کړه ۲:

پورته ډله اشخاص باید د نورو په پرتله لا ډېر احتیاطي او وقایوي تدابیر مراعات کړي، او شخصي حفظ الصحې ته جدي پاملرنه وکړي

عمومي وقايوي تدابير

  • پرته له اشد ضرورت څخه له کوره نه وتل
  • ټولنيزې فاصلې مراعاتول، لږتر لږه یو متر واټن
  • سطوحو ته لاس نه وروړل
  • خپل لاسونه بار بار په پاکو اوبو او صابون او يا عفونت ضد مادې په واسط وينځل او پاکول
  • ګڼې ګوڼې ځایونو ته ورتګ څخه ډډه کول
  • په عامه ځایونو کې د ماسک استفاده کول
  • د ټوخي او پرنجې په وخت خپل څنګل خولې ته نيول
  • خپل لاسونه خولې، پوزې او سترګو ته نه وروړل
  • د بدن معافيت لوړول
  • په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه درې ليتره مايعات څښل
  • د ښه راغلاست په وخت یو بل ته لاس نه ورکول، غېږ نه ورکول

روغتیايي کارکوونکو ته اړینه ده ترڅو دا سپارښتنې په جدي ډول وڅاري:

  • روغتون ته د لېپټاپ او بېګ له وړلو څخه جدآ ډډه وکړئ
  • روغتون ته د بټوې، ساعت، غاړکۍ، لاس بند، ګوتمیو او غوږوالیو له وړلو څخه ډډه وکړئ
  • روغتون ته په رسېدو خپل لاسونه، موبایل، کونجي، قلم او نور وسایل د عفونت ضد مادې په واسطه پاک کړئ او عین کړنه کور ته په رسېدو سره هم ترسره کړئ
  •  روغتون په رسېدو سره سم د روغتون یونیفورم چې پاک وي واغوندئ او بېرته کور ته په رسېدو سره خپل لباسونه تبدیل کړئ
  • روغتون کې له ماسک څخه استفاده وکړئ او وروسته یې په یو منظم ځای کې له منځه یوسئ
  • د روغتون دننه تماسي سطحو ته لاس مه وروړئ او د عفونت ضد ماده زر زر استعمالوئ
  • کور ته په رسېدو لباسونه تبدیل، وینځلو ته یې ورکړئ او ژر تر ژره شاور واخلئ
  •  کوښښ وکړئ چې مخکې له شاور اخیستو، لباس تبدیلولو او د عفونت ضد مادې له استعمال مخکې خپلو والدینو، ماشومانو او د کورنیو غړو ته مه نېږدې کېږئ

کله چې بازار ته د سودا اخیستو لپاره ورځئ لاندیني ټکي مراعات کړئ

  • لږ تر لږه یو متر واټن مراعات کړئ
  • هغې دوکان ته له ورتګ ډډه وکړئ چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي
  • له دوکان څخه د سودا اخیستو پر مهال له پلاستیکي لاسپنجو/دستکشو څخه استفاده وکړئ او وروسته له سودا اخیستو نوموړې لاسپنجې په یو مصؤن ځای کې واچوئ
  • دوکان ته په ننوتو ماسک حتمن استفاده کړئ
  • د سودا اخیستو پرمهال خپل لاسونه خولې، پوزې او سترګو ته مه وروړئ
  • کوښښ وکړئ چې د سودا اخیستلو لپاره د پلاستیکي کڅوړو پرځای ټوکري او تکه ای کڅوړې استفاده کړئ او کور ته په راستنېدو سره نوموړې کڅوړه پاکه ومینځئ
  • که تاسې د دوکان دننه له ټرالۍ څخه استفاده کوئ نو کوښښ وکړئ له لاسپنجو ګټه واخلئ او له دوکان څخه د راوتلو په صورت کې لاسپنجې په یو مصؤن ځای کې واچوئ
  • کور ته په رسېدو سره خپل بوټان/پایزار/چپلکې د ناستې ځای ته مه ننباسئ، لمړی یې ووینځئ او بیا یې په ازاده هوا کې کېږدئ
  • کور ته په رسېدو خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون سره ووینځئ
  • کوم مواد مو چې له بازاره راوړي که د وینځلو وړ وي و یې مینځئ او د مینځلو وړ نه وي د یو ټوکر په واسطه چې صابون یا د عفونت ضد ماده ولري؛ پاک کړئ
  • کوښښ وکړئ د یوې میاشتې سودا په یو وار واخلئ او بار بار بازار ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ
  • ځان وساتئ، کورنۍ وساتئ، ټولنه وساتئ او په راتلونکې کې د یوې صحتمنې او پاکې ټولنې خاوندان شئ

سرطان اخته ناروغان چې د کېموتراپۍ درملنې لاندې وي، د کرونا په اوټبریک کې؛ باید لاندیني ټکي جداً مراعات کړي

  • پرته له اشد ضرورت روغتیائي مراکزو ته دې له ورتګ څخه ډډه وکړي
  • د اړتیا په صورت کې دې له خپل مربوط ډاکټر څخه د ټیلیفون له لارې هدایات واخلي
  • که روغتون ته د کېموتراپي د اخیستو ل پاره ورځي؛ تهویه لرونکی ماسک دې استفاده کړي، له نورو خلکو څخه دې تر دوو مترو واټن اختیار کړي، لاسونه دې د روغتون په سطوحو نږدي، په روغتون کې دې له عفونت ضد مادې څخه په کراتو استفاده وکړي، خپل لاسونه دې خولې، پوزې او مخ ته نه وړي، د کېموتراپۍ د تطبیق په وخت دې مربوطه نرس له ټولو وقایوي تدابیرو څخه کار واخلي، روغتون ته دې له یو شخص سره ولاړ شي، د روغتون دننه دې په هېڅ صورت ماسک له خولې/پوزې څخه نه لرې کوي، خپل لاسونه دې د کنول په ساحه نه وهي، د روغتون دننه دې د اوبو څښلو لپارهیوځل مصرف ګیلاس استفاده کړي، له روغتون څخه د راتګ په وخت دې په کور کې ټول لباسونه تبدیل او شاور دې واخلي، له کېمودرملو وروسته حداقل تر دریو ورځو دې هره ورځ تر دریو لېټرو مایعات وڅښي، تازه پاخه شوي خواړه دې وخوري، له یخچالي خواړو څخه دې په کلکه ډډه وکړي
  • نوموړي اشخاص باید مېلمستیاؤ، بازار ته له تګ، بېروبار ځایونو ته له تګ څخه په کلکه ډډه وکړي
  • د کورنۍ غړي دې هم باید وقائوي اقدامات جداً وڅاري
  • ټولنیزې فاصلې دې مراعات کړي
  • کرونا انساني ټولنې ته یو جدي ګواښ دی، زموږ او ستاسې هوښیارتیا به دا ګواښ له ګواښ سره مخ کوي، راځئ له هوښیارتیا څخه کار واخلو او په خپلې ټولنې رحم وکړو

کرونا وایرس ناروغي او شکري ډیابېټ (عامیانه د شکرې/شوګر ناروغي!!!)

د کرونا وایرس ناروغۍ په اوسنۍ وبا کې په شکري ډیابېټ ناروغۍ باندې اخته کسان باید لاندې ټکي جداً په نظر کې ونیسي:

  • د وینې د شکر/ګلوکوز سوئې کنترول؛ هر ډول داخلي انتان د دې باعث ګرځېدای شي چې د وینې د ګلوکوز سویه پورته لاړه شي او غیرکنترولي شکري ډیابېټ د مایکروبي حالت د لا وخامت او بدترېدو سبب ګرځي
  • په کور کې د مخصوصې آلې (Glucometer) په مرسته د وینې د ګلوکوز د سوئې چک کول
  • د توصیه شویو درملو استعمال څه ډول چې ډاکټر ورته توصیه کړي وي، د وینې شکر یې تل باید په کنترول حالت کې وي
  • که د وینې د شکر سویه یې ډېره لوړه وي؛ باید ژر تر ژره له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي او درمل دې د ډاکټر د توصیې مطابق استعمال کړي
  • که د وینې د شکر اندازه له 250mg/dl څخه لوړه وي او تاسې ستړتیا حس کوئ، تنفس مو د مېوه جاتو د بوي په شان بوی درلود، بار بار تشې بولې کوئ، چټک تنفس لرئ، خولې وچوالی پیدا کوئ، مخ مو تک سور اوړي، زړه بدوالی/کانګې پیدا کوئ، ذهني مغشوشتیا درته پیدا کېږي او بې حده تنده درته پیدا کېږي نو ژر تر ژره یو روغتیائي مرکز ته مراجعه وکړئ؛ دا یو بېړنی حالت دی چې په طبابت کې یې Ketosis یا DKA بولي
  • د ډیابېټ ضد درمل د هايپوګلایسیمیا (د وینې د شکر ټیټه سویه) سبب هم ګرځي، که مو د وینې د ګلوکوز سویه له 70mg/dl څخه کمه وو نو دفعتاً یو چاکلېټ یا خوږ شربت وڅښئ او ځان یو روغتیائي مرکز ته ورسوئ
  • ناروغ باید جدي ډیابیټیک غذائي رژیم مراعات کړي؛ د ګلوکوز د سوئې کمه اخیستنه (وریجې، وچه ډوډۍ، خواږه شیان) د پروټین د سوئې لوړول او د شنو سبزیجاتو ډېره اخیسته؛ لږ تر لږه نیم ساعت ورزش کول، لږ تر لږه د دریو لیترو مایعاتو اخیستل
  • د ټولو وقائوي تدابیرو جدي مراعاتول، بازارونو، مېلمستیاوو، ګڼې ګوڼې ته له ورتګ ډډه کول، منظم ورزش کول، او د خپلو ډیابېټ ضد درملو اخیستل په منظمه توګه

کرونا وایرس ناروغي او د وینې لوړ فشار

د کرونا وایرس ناروغۍ په اوسنۍ وبا کې په هايپرټېنشن يا د وینې لوړ فشار په ناروغۍ باندې اخته کسان باید لاندې ټکي جداً په نظر کې ونیسي:

  • د وینې د فشار کنترول؛ هر ډول داخلي انتان د دې باعث ګرځېدای شي چې د وینې د فشار د لوړېدو او د هغې د بدترېدو سبب شي
  • په کور کې دفشار د آلې  په مرسته د وينې د فشار چک کول
  • د توصیه شویو درملو استعمال څه ډول چې ډاکټر ورته توصیه کړي وي، د وینې فشار یې تل باید په کنترول حالت کې وي
  • که د وینې د فشار اندازه یې ډېره لوړه وي؛ باید ژر تر ژره له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي او درمل دې د ډاکټر د توصیې مطابق استعمال کړي
  • که د وینې د فشار اندازه له 180 mmHg څخه لوړه وي او تاسې د زړه درزا، د زړه ټکان، خوله. وېره، د سینې درد، کانګې، عجيب و غریب فکرونه لرئ نو خپله د فشار توصيه شوې دوا وخورئ او ځان ژر تر ژره ډاکټر ته ورسوئ؛ دا حالت يو بېړنی حالت دی او د هايپرټېنسيف بحران په نامه ياديږي
  • ناروغ باید جداً له سګرټ، الکهولو، شرابو، خوږو مشروباتو، ډېرو غوړينو غذاګانو، ډېر مالګينو غذاګانو، کافي، ګازلرونکي مشروباتو، بې حده غوښه لرونکو غذاګانو څخه په کلکه ډډه وکړي او له مېوه جاتو او سبزيجاتو دې ډېره استفاده وکړي؛ له مايعاتو دې ډېره استفاده وکړي او هره ورځ دې لږترلږه تر دېرشو دقيقو قدم ووهي؛ بې ځایه تشويش او سټرېس دې نه کوي
  • د ټولو وقائوي تدابیرو جدي مراعاتول، بازارونو، مېلمستیاوو، ګڼې ګوڼې ته له ورتګ ډډه کول، منظم ورزش کول، او د خپلو ډیابېټ ضد درملو اخیستل په منظمه توګه

هغه ډاکټران چې په لمړي خط کې دي او د کرونا وایرس په ناروغۍ د اخته هېوادوالو څارنه کوي

  • باید باید باید باید باید د فردي ساتنې وسایل (PPE) جداً استعمال کړي، په دې برخه کې ناپامي/ اشتباه/ناغیړي هېڅ د منلو وړ نه ده
  • د ټولو ملي نړیوالې وقایوي ستراتيژیو جداً مراعاتول
  • هغه څه چې مو یو ډاکټر ته د روغتون د تګ او راتګ په وخت توصیه کړي، په جدیت وڅاري
  • هایدروکسي کلروکین ټابلېټ 400 ملي ګرامه هره اونۍ یوازې یوځل د اتو اونیو لپاره (د هندوستان د طبي څېړنو مرکز سپارښتنه)
  • ویټامین ډي هره اونۍ یو ځل 60k  لږ تر لږه د شپږو اونیو لپاره
  • ویټامین سي ټابلېټ هره ورځ د ورځې دوه ځلې
  • زېنک ټابلېټ هره ورځ د ورځې یو ځل
  • مقوي غذاوې خوړل
  • لږ تر لږه د ورځې درې لیتره اوبه څښل
  • د لیمو/مالټې جوس څښل
  • لږ تر لږه د ورځې نیم ساعت سپورت کول/قدم وهل
  • وېره او اضطراب په اوسني حالت کې یو نارمل حالت دی؛ کوښښ وکړئ د کورنۍ له غړو او ماشومانو سره وخت تېر کړئ
  • هغه ډاکټران چې د کرونا وایرس ناروغۍ له اخته کسانو سره مستسقیمه اړیکه نه لري ولې روغتیائي مراکزو ته ځي، اړینه نه ده چې PPE دې حتمن ولري، کولای شي N95 او ورسره سرجیکل ماسک دواړه یوځای استفاده کړي، لاسونه دې بار بار ضد عفوني کوي او ټول وقائوي تدابیر چې د پاس ترې یادونه شوې مراعات کړي (پرته له PPE)

د کرونا وایرس په اوسنۍ وبا کې د سبزیجاتو او مېوه جاتو د پرېمینځلو لپاره لارښوونې

  • د کرونا وایرس په اوسنۍ وبا کې د سبزیجاتو او مېوه جاتو د پرېمینځلو لپارهلاندې لارښوونه وڅارئ او همدا بسنه کوي؛ د ډېرې وېرې او اضطراب اړتیا نشته:
  • لمړی خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون سره لږترلږه تر شلو ثانیو ووینځئ
  • مېوه او سبزي لکه څرنګه مو چې مخکې د پاکو اوبو په واسطه وینځله، عیناً همغه عمل اوس هم ترسره کوئ، یوازې د پاکو اوبو په واسطه یې وینځل بسنه کوي
  • تر ټولو ښه درملنه په اوسني وخت کې د ملي/نړیوالې وقائوي ستراتیژۍ مراعاتول دي

ولې قرنطین؟

  • دا چې کرونا وایرس تر مختلفو ساعتونو پورې په سطحو ژوندی پاتې کېږي چې له هغې جملې څخه په پلاستیکي/ ټوکر/لرګینو سطحو تر څلورويشت ساعتونو پورې ژوندی پاتې کېږي او وروسته له هغې خود به خوده مري، که تاسې په کورونو کې کښېنئ، له سطوحو سره په تماس کې رانشئ، لاسونه مو تل پاک وساتئ نو د وایرس د انتقال لړۍ به له بېخه وشکوئ او د وایرس ژوند به خود به خوده ورووژنئ. نو په ځان، کورنۍ، ټولنې او انسانیت باندې رحم وکړئ، بې ځایه، پرته له اشد ضرورت له کورونو مه راوځئ. ستاسې په ځای پاتې کېدل او ناسته به دا بشري دښمن زړه چاودی کړي او د سرایت او خپراوي لړۍ به یې په ملا کې ورماته کړي. ژوند وژغورې، انسانیت وژغورئ
  • که مو له هوښیارۍ کار واخیست، تاسې به اتلان یاست، ستاسې هوښیاري به د زرهاؤ انسانانو ژوند وژغوري
  • ټولنيزې فاصلې مراعات کړئ، لاسونه مو پاک وساتئ، له سطحو داسې ځانونه وژغورئ لکه اور څخه چې ځان ژغورئ

ولې ټولنيزې فاصلې؟

  • دا چې کرونا وایرس د اخته کس په تنفسي افرازاتو (ټوخي، پرنجي، تنفس، خبرې) کې په پراخه پېمانه شتون لري او د ټوخي، پرنجي او تنفس په وخت کولای شي نوموړي ککړ افرازات د اوسېدو چاپیریال ته خوشې کوي؛ په نوموړو افرازاتو کې کوچني ککړ افرازات تر دوو مترو او لوی ککړ افرازات تر یو متر په هوا کې د حرکت وړتیا او زور لري، که تاسې د مقابل شخص سره د خبرو په وخت تر دوو مترو یا حداقل تر یو متر واټن مراعات نکړئ او ماسک ونلرئ مطمئن اوسئ چې په نوموړي وایرس د اخته کېدو بیخي لوړ چانس لرئ؛ ځکه نو هوښيار اوسئ او د یوې صحتمنې ټولنې اتلان شئ

ماسک او د هغې اهميت

  • د ماسک استفاده په اوسني وخت کې د کرونا وایرس ناروغۍ په وقايوي ستراتيژۍ او وسلې کې د جنګ لمړۍ وسله جوړوي؛ دا سوله خوښوونکې او د ارامښت وسله حتمن استعمال کړئ:
  • هغه شخص چې د کرونا وایرس ناروغۍ ناقل دی او په عامه ځایونو کې ګرځي ولې ماسک یې نه وي استفاده کړی، کولای شي هغه شخص ته چې صحتمن دی او ماسک لري; 70 سلنه په قوت سره ناروغي انتقال کړي
  • که ناقل ماسک ولري او صحتمن شخص پرته له ماسک له نوموړي شخص سره مخ شي؛ کولای شي په 5 سلنه قوت سره نوموړي صحتمن شخص ته کرونا وایرس ورانتقال کړي
  • که ناقل او صحتمن شخص دواړه ماسک ولري نو د انتقال دغه قوت له دوه سلنه څخه کم دی
  • که عامه ځایونو ته وځئ او یا بازار ته ځئ نو ماسک حتمن استفاده کړئ؛ که ماسک نه وي له عادي ټوکر او ټوټې څخه هم استفاده کولای شئ؛ ماسک استفاده کړئ، له هوښیارۍ کار واخلئ، او د یوې صحتمنې ټولنې خاوندان شئ
  • ډاکټران دې د سرجيکل ماسک د پاسه N95 یا بل مؤثر ماسک اچوي او هم دې له protective isolation mask څخه استفاده وکړي
  • ماسک واچوئ او د ټولنې اتلان شئ

د ملاريا انډيمۍ او توبرکلوز واکسين او کرونا وايرس ناروغۍ

  • څېړوونکي وائي؛ په هغو نواحیو کې چې د ملاریا انډیمي شتون ولري او د توبرکلوز واکسین ملي پروګرام په کې رايج وي؛ د نوموړو سیمو اوسېدونکي د کرونا وایرس په وړاندې یو څه مقاوم دي او د دوي معافیتي سېستم لا د وړاندې د کرونا وایرس د سطحي ګلایکوپروټین په وړاندې دفاعي پېژندوونکي عسکر لري؛ دا باید وویل شي چې څېړوونکي په دې اړه هیله مند دي؛ ولې د دې څېړنې د مؤثق پخلي لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.

د کرونا وايرس تشخيص او سرويلانس

  • د کرونا وایرس د تشخیص په پار تر اوسمهاله تر ټولو ښه ټسټ RT-qPCR دی
  • د ټولنې د سروېلانس لپارهتر ټولو ښه ټسټ Rapid Antibody Test دی؛ نوموړی ټسټ موږ ته ښيي چې شخص انتان تېر کړی او د رغېدنې په مرحله کې دی.
  • د کرونا وايرس ناروغۍ د تشخيص، سرويلانس، فعال انتان، نقاهت مرحلې په اړه معلوماتي جدول؛ که عامې روغتيا وزارت د RT-qPCR ترڅنګ د rapid antibody test kits هم په خپلو لابراتوارونو کې ولري او دواړه ټسټونه په عين وخت کې استعمال کړي، نو د ټولنې د سرويلانس په اړه به يوه کافي او غني ډېټا ترلاسه شي.

    د هېواد د وروستيو پېښو په اړه یو لنډ نظر

  • په هېواد کې د کرونا وایرس ناروغۍ د ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر له ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی؛ دا ښکاره کوي چې هېواد مو په Inreasing trend کې دی؛ که دولت او ملت دواړه جدي توجه و نه کړي، خدای مکړه له داسې یو ستر بشري ناورین سره به مخ شو چې بیا به هېڅ چاره ونه لرو؛ پوره ډاډمن یم چې که ولسونه یو ځل د خپل هېواد له شته روغتیائي سهولیاتو، اسانتیاوو او امکاناتو څخه خبر شو او د دې وبا اصلي څېره ورته معلومه شو، هېڅ کله به بې ځایه راونوځي؛ هم مو روغتیائي اسانتیاوې دومره لوړې او کافي نه دي چې په یو وخت ډېر شمېر ناروغانو ته رسېدنه وکړي او هم دا وبا ډېره ناځوانه ده، پرته له اشد ضرورت له کورونو مه وځئ، ټولنیزې فاصلې مراعات کړئ، ماسک استفاده کړئ، سطوحو ته لاس مه وروړئ، ډلې ډلې سره مه غونډېږئ، فرصت په لاس درغلی عبادات وکړئ او اعظمي استفاده ترې واخلئ؛ مه ځان ته زیان رسوئ مه نور په غم اخته کوئ؛ دولت باید له جدیت؛ وزارت باید له مسؤلیت او ملت باید له هوښیارۍ کار واخلي.
  • دولت باید په جدیت سره په ولسونو د ګرځبندیز اصول مراعات کړي، د لویو ښارونو ترمنځ دې تګ راتګ قطعاً بند کړي، یوازې روغتیائي پرسونل، د اولیه موادو پلورونکي او بانکونو والا ته دې اجازه ورکړي، د اولیه موادو پلورونکي دې هم روټېشن ته واچوي، په یو بازار کې دې څو یو مواد پلورونکي دوکانونه خلاص نه پرېږدي، محدود او روټېشن ته دې واچوي، له کوره دې یوازې یو کس د سودا پسې ووځي، که څوک پرته له ضرورته له کوره وځي نو د عامه نظم ساتونکي او ملي پولیس دې نوموړو اشخاصو ته جدي سپارښتنه او وروسته دې د نه عملي کولو په صورت جدي مجازات کړي؛ کرونا باید جدي وګڼو؛ دا چې د ټولې وګړو سکریننګ نه دی شوی او امکانات هم نشته نو د دې قوي احتمال شته چې په لکهاؤ هېوادوال مو پرې اخته دي
  • عامه روغتیا وزارت دې یوازې خپلو هغو ډاکټر صاحبانو ته چې په کرونا وارډ کې یې دنده وي، ټول د فردي ساتنې وسائل مهیأ کاندي، څومره اړین وسائلو ته چې اړتیا ده باید ورته مهیأ شي؛ په ټولو هغو هېوادوالو دې د ماسک استعمال حتمي کړي چې له کورونو څخه وځي او یا په دفاترو کې کار کوي، خپلو ټولو روغتونونو کې دې خپلو ډاکټر صاحبانو ته ماسکونه مهیا کړي، د روغتون سطحې دې هره کړۍ پاکوي، د عفونت ضد ماده دې ټولو روغتونو ته ورکاندي، ټول ډاکټر صاحبان دې د روټېشن له مخې تنظیم کاندي، د او پي ډي ناروغانو کتنه دې راکمه کاندي، که نور ناروغان چې نورې ستونزې ولري او شدید ناروغ نه وو، نه دې بستروي، یوازې یو ناروغ او یو پائواز ته دې د روغتون ته راتلو اجازه ورکوي، ډلې ډلې پائوازان دې روغتون ته نه پرېږدي، په ناروغ او پائواز دې د ماسک استفاده کول حتمي کاندي، هر ناروغ چې روغتون ته داخلیږي باید لمړی د هغه سکریننګ وشي او بیا روغتون ته د لا معاینې او معالجې لپارهپرېښودل شي، د روغتون دننه په انتظارخونو کې د د چوکیو ایښودل داسې تنظیم کړی شي چې حداقل یو متر فاصله یې مراعات کړې وي، کله چې ډاکټر ته د معاینې لپارهورځي ماسک یې باید اچولی او یو متر فاصله باید مراعات کړي
  • ولسونه دې باید پرته له اشد ضرورت له کورونو نه وځي، که بیا هم له کورونو وځي باید ټول وقائوي تدابیر په جدیت سره وڅاري او ماسک دې حتمن او حتمن استفاده کړي

درملنه او واکسين

  • تر دې د دې وایرس د سرکوبولو او له منځه وړلو لپارهداسې کوم ځانګړي درمل چې نېغ په نېغه په دې وايرس اغېز ولري، نه دې تائيد شوي؛ په نړۍ کې د درملو اړوند په سلهاؤ کلينيکي څېړنې تر کار او غور لاندې دي چې به په نژدې راتلونکي کې به يې د پائلو په اړه شاهدان واوسو؛ اوس مهال تجربوي او عرضي درملنې ترسره کېږي او ډېری تجربوي درملو ښې پائلې له ځان سره لرلي او په نړۍ کې د مختلفو هېوادونو له مختلف پروټوکولونه د درملنې په پار استعماليږي.
  • د کرونا وایرس ناروغۍ د منجمنټ، درملنې او واکسین په اړه ډېری هیله بخښوونکې څېړنې تر کار لاندې دي؛ رېمډېسېوېر د ممکنه درملنې دروازه راخلاصوي، واکسین تر انساني ټرایل لاندې دی، د پېښو ګراف نزولي حالت ځان ته غوره کوي، یو علمي اټکل دا ښودلې چې د مۍ میاشتې تر پایه به 97 سلنه دا وبا له نړۍ ختميږي او سل سلنه به تر ډسمبر پورې وخت نیسي؛ خدای ج دې د دې ټولو څېړنو پل بختور کاندي ترڅو بشریت له ناورین څخه خلاص او انسانان بېرته د سکون ساه واخلي او په یوه ټولنیزه فضاء کې بېرته سره پرته له وېرې ژوند وکاندي

تر دې دمه تر ټولو غوره درمل وقائوي اقدامات او ستاسې هوښياري ده؛ وقائوي اقدامات په جدیت سره وڅارئ او د یوې صحتمنې ټولنې خاوندان شئ

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 21

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ډاکتر جانداد احمد ویاړ مومند د فتح شاه زوى د ملک سلطان لمسی په کال ۱۳٦۸ د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ تنګي مومند کلي کې زېږېدلى دى. په ۲۰۰۸ زيږدیز کال له دولسم ټولګي څخه فارغ او په ۲۰۱۵ زيږدی کې د کابل طبي پوهنتون له معالجوي پوهنځي څخه یې د فراغت سند ترلاسه کړ. خپل تخصص يې په عمومي داخله کې کړی دی، ماسټري يې په MHA (master in hospital management) برخه کې روانه ده او اوس مهال په هندوستان هېواد کې د ميډيکل انکولوژي او هماټو-انکولوژي په برخه کې په فوق تخصص بوخت دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.