ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ولایت سقوط او د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د دغه ښار بېرته نیول په امنیتي ادارو کې ستونزې په ډاګه کوي. د امنیتي ادارو مسوولینو د دغه برید ترشا د سیمې د استخباراتو لاس لرل تایید کړي. که څه هم دوی د کوم هېواد یا ډلې نوم نه دی اخیستی؛ خو اشاره پاکستان ته ده. اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان ورانکاره فعالیتونو او نیت په اړه خبرداری ورکړی دی؛ خو له دې ټولو ورهاخوا اړتیا دا ده چې د یاد ولایت سقوط په اړه ځینو مواردو ته اشاره وشي.

ملي اردو

واک ته د مجاهدینو له رسېدو وړاندې افغانستان د سیمې په کچه پوځي قدرت و. په زرګونه ټانکونه، زغره‌وال ټانکونه او موټر، مجهز هوايي ځواک چې په سلګونه جنګي او ترانسپورټي الوتکې او زغره والې چورلکې یې درلودې، په سلګونه زره سپکې او درنې وسلې او روزل شوي تجربه لرونکي افسران هغه څه و چې د سیمې په کچه یې د افغانستان نیم میلیوني اردو برلاسې کړې وه. خو واک ته د مجاهدینو له رسېدو وروسته هره څه له خاورو سره خاورې شول. په افغانستان کې د نوي نظام په راتګ سره د ملي اردو د بنسټ‌ ډبره له سره کېښودل شوه او ایله اوس دغه اردو په خپلو پښو درېدونکې ده.

دا به تر ډېره بریده بې ځایه وي چې له تازه دمې او نوې جوړې شوې اردو څخه دې دا تمه ولرو چې د پخوانۍ سل کلنې اردو په څېر دې فعالیت ولري. ځکه نه پخواني امکانات شته او نه هم پخواني روزل شوي او تجربه لرونکي صاحب منصبان. سربېره پر دې چې د اردو په جوړښت کې ستونزې شته، امکانات او تجهیزات نه‌ لري او هوايي ځواک په نشت حساب دی؛ بیا هم افغان اردو او په مجموعي توګه امنیتي ځواکونه په دې توانېدلي چې له خونړیو بریدونو مخنیوی وکړي او وسله وال مخالفین په شا وتمبوي. تر ټولو وروستۍ بېلګه یې په کندوز کې د وسله والو طالبانو ځپل دي.

تازه جوړ شوي امنیتي ځواکونو ته د کندوز پېښه د یوې ازموینې حیثیت لري چې تر دې دمه په دغې ازموینې کې کامیابه ده؛ اما دغه خبره په دې معنی نه ده چې د کندوز په سقوط کې بې غوري نه وي شوي یا دا چې د کندوز پر سقوط سترګې پټې کړای شي.

د سقوط څرنګوالی

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې وسله‌ والو مخالفینو د کندوز پر چهاردرې، قلعه زال او دشت ارچي ولسوالیو بریدونه وکړل او په دې بریالي شول چې دغه ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ خو ونه توانېدل چې د کندز ښار تصرف کړي. د امنیتي او نظامي چارو یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، که حکومت په هماغه لومړیو کې (دوه میاشتې وړاندې) د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جدي اقدامات کړي وای، اوس مهال به دغه ولایت له سقوط سره نه مخ کېده؛ خو له یوې خوا د کندوز د ځايي چارواکو بې غوري او له بلې خوا د سیمه ییزو زورواکانو خپل سري د کندوز د سقوط د اصلي عواملو په توګه په ګوته کېږي. همداراز د یاد ولایت په سقوط کې سیمه ییزې او نړيوالې توطیې ته هم اشاره کېږي.

د طالبانو اهداف

د چریکي جګړو موخه تر ډېره د امتیاز ترلاسه کول او مقابل لوري ته د صدمې رسول دي. چریکان د یوه ښار د ساتنې توان نه ‌لري؛ بلکې ډله ‌ییز بریدونه او د یوې سیمې کنټرول په موخه د دوی هڅې یوازې د وېرې خورولو او د قدرت ښودنې په موخه کېږي، چې د دغو هڅو اصلي هدف د امتیاز ترلاسه کول. د کندوز په سقوط سره طالبان په دې بریالي شوي چې خپلو لنډمهاله موخو ته ورسېږي. د کندوز له زندان څخه بندیان په تېښتې بریالي شوي، د خلکو ترمنځ وېره خپره شوې، بانکونه او هټۍ لوټ شوي، خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د امنیتي ځواکونو ځينې تجهیزات هم زیانمن شوي دي. د طالبانو اساسي اهداف همدا دي؛ خو د دغو ټولو اهدافو په سر کې رسنیز غوغا ځای لري.

د رسنیو ونډه

په مجموعي توګه رسنۍ دوه اساسي اهداف لري: لومړی د عامه ذهنیت روښانول او لوری ورکول او دویم فرهنګ جوړونه. په افغانستان کې د نورو چارو او مسلو په څېر رسنۍ هم له خپل اصلي مسیر څخه منحرفې شوې دي. دلته د دې پر ځای چې خلکو ته مثبت لوری ورکړل شي او فرهنګ جوړونې ته کار وشي، رسنۍ په غوښتلې او ناغوښتلي توګه د وسله والو مخالفینو او ترهګرو د تبلیغاتي دستګاه رول لوبوي. د کندوز د سقوط پر مهال نه یوازې دا چې یو شمېر رسنیو خپله هېوادنۍ دنده تر سره نه کړه؛ بلکې تر ډېره بریده د وسله والو طالبانو او بریدګرو په خدمت کې وې او د افغان امنیتي ځواکونو، د دوی د کورنیو او عامو افغانانو د روحیې پياوړي کولو پر ځای د وسله‌ والو طالبانو ترڅنګ ودرېدل.

دا اړتیا لیدل کېږي چې حکومت د رسنیزو تخطیو کمېسیون له لارې دغه موضوع په ټول جدیت سره وڅاري.

پایله

افغان امنیتي ځواکونه نه شي کولای چې ملکي کسان له پامه وغورځوي. د ولسمشر اشرف‌ غني په وینا، وسله والو طالبانو له ملکي کسانو سپر جوړ کړی. په داسې حالاتو کې چې د ملکي کسانو ژوند له خطر سره مخ وي؛ امنیتي ځواکونه تکتیکي جګړې ته مخه کوي. دغه جګړه یو څه اوږده وي؛ خو په پایله کې يې د ملکي کسانو له مرګ ژوبلې مخنیوی کېږي.

د کندوز په سقوط سره ظاهرا طالبان خپلې موخې ته چې پورته رسنیزه غوغا وبلل شوه رسېدلي دي؛ خو په داسې بیې چې ارزښت یې نه درلود. دلته د وسله والو طالبانو د ډله ییزې ځان وژنې موضوع مطرح ده. له دې وړاندې یې هم په یو شمېر ولسوالیو کې دا شان بریدونه کړي و، چې د ناکامۍ سربېره په پراخه توګه تلفات ورواښتل. د تلفاتو اوښتل د طالبانو ترمنځ د درز پر پیدا کېدو تمام شول. اوس مهال دا باور موجود دی چې په کندوز کې د وسله والو طالبانو ډله ییزې وژنې په پایله کې به د طالبانو ترمنځ درزونه لا زیات شي. د اخترمحمد منصور او ملاعمر کورنۍ ترمنځ پخوانیو درزونو ته په کتو سره دا ویل کېدای شي چې نوي رامنځته کېدونکي درزونه به د ترمیم وړ نه وي او طالبان په څو ډلو وېشل کېدونکي دي. له دې سره دا ویل کېدای شي چې د طالبانو زوال له کندوز څخه پیلېدونکی دی.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

میرویس جواد ازاد ليکوال دى او په کابل کې اوسېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.