ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
17 Oct 2020 - 08:16
author avatar
17 Oct 2020 - 08:16

هېواد ته د سولې د راوستلو په موخه په قطر کې بين الافغاني ناسته دوام لري، خو د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل جوړولو په جريان کې د اوسني بن‌بست له امله د ولس د هيلو غوټۍ په رژېدو دي. وخت په خورا تيزۍ سره زموږ له لاسه وځي، خو داسې نه ښکاري چې اړونده اړخونو د وخت په حساسيت باندې سرونه خلاص کړي وي، که اوسنى حالت دوام مومي او د هوکړې څرک نه ښکاري، نو شونې ده چې په تکراري توګه به موږ د يوه بل بُن د تپل شوي تړون په ځنځير وتړل شو او يا به هم په يوه بله کورنۍ جګړه کې ښکېل شو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مرموز اړخونه، د ارګ له خوا د سولې ضد څرګندونې، په متنازعه مواردو باندې د متبادلو لارو له وړانديز پرته د طالبانو بېځايه ټينګار او په لومړي بين الافغاني مذاکراتي پړاو کې دومره اوږد بن بست رامنځته کېدل ښيي چې د ښکېلو اړخونو له خوا د “افغانانو په مالکیت او مشرتوب” (Afghan Own Afghan Led)  خبره تش شعار و چې نړيوالو ومنل خو خپله افغانان د وړتیا نه لرلو له امله په کې پاتې راغلل.

لامل يې هم داده چې زموږ اوسني ډېرى مشران د ولسونو له منځه نه دي را ټوکېدلي، بلکې راوړل شوي او يا هم د توپونو د غړمبهار  په منځ کې له جنګي روحيې سره په انفعالي توګه جوړ شوي دي.

له امريکا سره د لاسلیک شوي تړون پربنسټ د بين الافغاني مذاکراتو پرمخ بيولو باندې د طالبانو ټينګار هم پوښتنې راولاړوي چې په دغه تړون کې داسې څه ځاى شوي دي چې طالبان ورته دومره زيات ارزښت ورکوي چې کابو يوه مياشت يې د مذاکراتو لړۍ له ننګونو سره مخ کړې او په حکومتي لوري باندې يې يوازې په يادولو تبه راځي. امریکا عادتاً د تړونونو په متن کې همدغه شان پېچلي او مبهم توري کاروي چې د اړتيا پر مهال يې هغه ډول تعبير کړي چې د نوموړي هېواد ګټې خوندي کړاى شي.

ددې لپاره چې د تړون ځينې برخې له ولس  سره نه دي شريکې شوې، نو شنونکي په دې باور دي چې په پټ متن کې د غني په حذف، ګډ او يا هم موقت حکومت جوړولو باندې توافق شوى دى. د ولسمشر غني، صالح او نورو ارګ مېشتو له جارحانه طرز خبرو څخه داسې ښکاري چې  له واک څخه د لاس په سر کېدلو خبرې اندېښمن کړي دي.

  قطر ته د ولسمشر او تقريباً د ټولو ارګ مېشتو ناببره سفر، هلته د امریکا د لوړپوړو چارواکو شتون، د خبرو نامعلومه اجنډا او د چارواکو له خوا په مختلفو پلمو د سولې په تړاو د خلکو ذهنيتونو ګډوډ کول  هغه خطرناک ويروس ده چې يقيناً  به زموږ هېواد ورڅخه د رغېدو تاب ونه لري.

د هېواد سياسي، امنيتي او اقتصادي وضعیت په چټکتیا سره مخ پر ښکته روان دى، حکومتي چارواکي د خپلو دندو د ترسره کولو پرځاى يوازې د خپل واک د بقا او فساد په فکر کې دي،د ورځنیو امنیتي پېښو په تړاو د ولسمشر او مرستيالانو چوپه خوله شرمونکى انځور وړاندې کوي، د بېکارۍ کچه تر اسمانه رسېدلې، ځوانان له هېواد څخه تښتې ته اړ شوي، فساد ورځ تربلې زياتيږي، نا امني د ولس خوب حرام کړى، ودانيزې پروژې په ټپه ولاړې دي. غلاوې، شوکې او اختطاف ورځنى معمول ګرځېدلى، هدفي وژنې او چسپکي ماينونه خو اوس څوک تازه خبر نه ګڼي، خو ولسمشر بېچاره لاهم په دروند خوب ويده دى، وايي ټول افغانستان ما جوړ کړى دى.

دا به  له ولس او هېواد سره ستره جفا  وي چې په بين الافغاني مذاکراتو کې ولسمشر غني له طالبانو څخه د حکمتيار په څېر سوله وغواړي، د جمهوریت او لاس ته راوړنو په بانه په خپل واک باندې د منګولو خښولو هڅه وکړي او د طالبانو له خوا د واک د انحصار روحيه خپلول به په افغانستان کې د يوې نوې بدمرغۍ پيل وي، په داسې صورت کې يقيناً ويلاى شو چې د دواړو خواوو غوښتنې به بوږنونکې پايلې ولري.

زه باور لرم چې که ولس غني له اوسنۍ ارګاه بارګاه سره نه غواړي، نو طالبان هم د شل کاله پخوا په څېر اتلسمې پېړۍ په چوکاټ کې نه زغمي.

طالبانو ته مو توصیه داده چې ترانې پرېږدئ! جذبات سپېڅلي وي، خو هميشه حقيقت نه وي، د احساساتو له ژور سمندر څخه راووځئ، د ديوال ليکونه ولولئ! د الهي احکامو په رڼا کې د خپل ولس مجبوريت او مظلوميت درک کړئ، په خپلو خلکو باور وکړئ. ولس په حکومتي ادارو کې له شته فساد، ظلم، ناخوالو، ګډوډيو، نا انصافي تبعیض او تعصباتو څخه ترستوني پورې رسيدلى دى. له حکومتي اړخ سره په پرتله ستاسو په ليکو کې د فساد کموالى، له دين  سره ستاسو د ژمنتیا لوړه کچه او له ملي ګټو سره ستاسو نسبي برتري هغه څه دي چې په ډېرو مواردو کې ولس ستاسو پلوي کوي. دغه ډول ولسي ملاتړ ستاسو له خوا له ولس سره د ښو اړيکو ښکارندوي نه ده، بلکې د حکومتي اړخ نيمګړتيا او فساد ده چې ولس يې د بد او بدتر ترمنځ د بد انتخاب ته اړ کړى دى، تاسو لاهم په ملي او نړيواله کچه د سياست په لوړو ژورو، کږلېچونو او ګنډونو کې د سمون او بدلون لپاره ډېر څه کولو ته اړتيا لرئ.

امریکا نولس کلونه وړاندې په افغانستان باندې يرغل وکړ، اوس د خوښى ځاى دى چې امريکا وتلو ته اړ شوه، خو لکه څنګه چې حکومتي اړخ ته يې له ژمنو او تعهداتو سره سره لغته ورکړه او په سيند کې يې لاهو کړ، قطعاً ورباندې باور نه شي کېداى چې له طالبانو سره به هوکړو ته ژمن پاتې شي، که په تېرو اتلسو کلونو کې دلته د امریکا راتلل او پاتې کېدل په يوه جمله کې را لنډ کړم، نو باید ووایم چې امريکا په افغانستان باندې يرغل کولو او له افغان ولس سره په تعاملاتو کې خپله هم سهوه شوې وه، ځان يې هم وشرماوه او موږ يې هم تباه کړو، موږ وال هم ورباندې سهوه شوي وو، لنګه غوا يې ورڅخه جوړه کړې وه، خو د امریکا غولول هم اسانه کار نه دى، اوس يې بله هوکړه او غوړې ژمنې کړي، خو بيا هم سهوو ته دوام ورکوي.

البته که حکومت او طالبان دواړه د واک په سر له مستقیم او غیر مستقیم ټکر څخه ځان وساتي،  د جګړې پر ځاى په ارزښتونو، ملي ګټو او ولسي ښېګڼو باندې تمرکز وکړي،  شته ملي، سيمه ييزو او نړيوالو حساسيتونو او ترينګلي سياسي وضعیت ته د واقعيتونو په هېنداره کې وګوري، د ولس  زخمونه، دردونه او هيلې درک کړاى شي، د مخالف لوري د منلو زغملو، حق ورکولو او په دغه شريک هېواد کې د سولې او ورورولۍ په فضا کې د ارام ژوند او کار کولو هوډ ولري، نو د يوه ازاد، اباد، ښېرازه او پرمختللي افغانستان خوب ته  مو تعبير پيدا کېداى شي، خو که په جګړه کې ښکېل اړخونه د اوسني وضعیت حساسيتونه درک نه کړي، د افغانيت د واحد شعار پرځاى د ژبې، قوم، ګوند، سمت، جنس، نسل او مذهب په نوم د امتیازاتو لپاره غوښتنې مطرح کيږي، نو يقيناً ويلاى شم چې د جګړو له امله زموږ ماته بېړۍ به په دغه توره شپه او توپاني هوا کې د نجات ساحل ته په رسېدو کې پاتې راځي او ملت هم لاس تر زنې نه کېني.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.