ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
20 Jun 2020 - 18:14
author avatar
20 Jun 2020 - 18:14

د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو په ګمرکونو کې فساد شتون لري، خو د فساد کچه په کې توپیر لري.‌ د ځیني هېوادونو په ګمرکونو کې د فساد کچه لوړه وي او په نورو کې کمه وي. د هغه هېوادونو په ګمرکونو کې چې د فساد کچه لوړه وي هلته ټول دولتي ماشین مافیايي وي؛ خو په هغه هېوادونو کې چې د فساد کچه کمه وي هلته ولسي څار ډېر پیاوړی وي او د حساب ورکونې سیستم په کې دود وي.‌

د پرمختللو هېوادونو په ګمرکونو کې فساد یواځې د ګمرک مامورینو پوری محدود وي. خو له بده مرغه چې مخ پر ودې هېوادونو کې د ګمرکونو فساد یواځې تر اجراییه قوې پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکه قضایه قوه، مقننه قوه او حتی د هېواد رهبري تر خپل اغېز لاندې راولي. په جګړه ځپلو هېوادونو کې خو بیا حالت تر دې هم خراب وي.

نور هېوادونه به پرېږدو، را به شو د افغانستان په ګمرکونو به وغږېږو.‌ په تېرو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې تر بل هر وخت فساد خپل اوج ته رسیدلی دی. زه خو لا وایم چې فساد خو کله ناکله تحقیق او پلټنې ته اړتیا لري، له بده مرغه چې د افغانستان په ګمرکونو کې فساد د چور تر پولې هم اوښتی او په هېڅ قاموس کې ورته اصطلاح نه پیدا کېږي.‌ دا منم چې په ځینو ولایتونو کې د ځینو نورو په پرتله چور کم دی او په ځینو ولایتونو کې ورته فساد ویلی شو. د دولت په نورو بنسټونو کې فساد یو ډول تعریف لري خو په ګمرکونو کې باید فساد یو بل ډول تعریف شي. نو راځئ د ګمرکونو فساد په لاندې څو ټکو کې تعریف کړو:

  • په ګمرکونو کې فساد: د ګمرک مامور له خوا د جنس د پوره وزن څخه یو اندازه وزن کم ښودل او په عوض کې له سوداګراو قاچاقبر څخه پیسې اخیستل، همدارنګه ځینې اجناس چې محصول یې لوړ وي په کم یا ټیټ محصول د جنس پراسس کول او پر ځای یې د ګمرک مامور له خوا ځان لپاره غیر قانوني د پیسو اخیستل.
  • په ګمرکونو کې چور: د لوړ محصول لرونکي او په درې چنده وزن اموال پرته له دې چې محصول شي د هېواد مارکیټ ‌ته ننویستل.

ولی په ګمرکونو کې فساد زیات دی؟ د دې لاملونه زیات دي خو یو څو مهم لاملونه به یې لاندې تشریح کړو:

  1. د دولت رهبرۍ لپاره د تمویل بهترینه سرچینه (په ځانګړی توګه د ټاکنو په وخت کې)
  2. د معیاری مراقبتي سیستمونو نه شتون
  3. د ګاونډیو هېوادونو لاسونه
  4. د ځینې ولایتونو په ګمرکونو کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ځینو وکیلانو نېغ په نېغه لاسوهنه
  5. د محلي چارواکو په فساد کې نیغ په نیغه لاس لرل
  6. د ولایتي شورا ګانو مسقیمه ونډه
  7. په کشفي اورګانونو کې فساد
  8. د مالیې وزارت د رهبرۍ تر منځ په ګمرکونو کې د فساد د محوې لپاره نه همغږي

۱- د دولت رهبرۍ لپاره د تمویل بهترینه سرچینه (په ځانګړي ډول د ټاکنو په وخت کې):

په دې کې شک نشته چې د ټاکنو څخه مخکې د کمپاینونو لپاره یو لړ لګښتونو ته اړتیا وي چې ځینې لګښتونه مشروع او ځینې هم غیر مشروع وي. مشروع سرچینې حکومت د ولس سره شریکوي او ولس ته يې یو څه مقدار معلوم وي او بیرته یو څه ولس ته حساب ورکوي خو غیر مشروع لګښتونه چې کچه یې ډېره لوړه وي د غیر مشروع سرچینو څخه ترلاسه کوي چې ډېرې یې عایداتي ادارې دي چې یوه سرچینه یې هم ګمرکونه دي. د کمپاینونو په وخت کې په ټولو ګمرکونو کې فساد په چور بدلېږي او په ګمرکونو کې هېڅ کنټرول نه وي. که په دې وخت کې دغه ارقام نشر شي نو ټول ولس او نړیوالې ټولنې ته به معلومه شي چې عواید په کومه کچه دي. په پوره ډاډ یې ویلې شم چې دا ارقام به بالکل د نړیوالې ټولنې د سخت غبرګون سره مخ شي.

همدارنګه د ولسي جرګې په ټاکنو کې هم په لویه کچه په ګمرک کې فساد کېږي.‌ د دولت رهبري په ولسي جرګې کې خپل ملاتړي غواړي او دا چې په هره لاره وي رهبري د خپلې خوښې کاندیدان ولسی جرګی ته راولي. اکثره وخت داسې کاندیدان باید د پیسو له لاری بریالی شي، دا پیسې باید له کومه شي، یوه مهمه سرچینه یې ګمرک دی.‌ دغه وکیلان بیا هڅه کوي چې خپل د خوښې خلک دغو ګمرکونو ته ولېږي او کوم خلک یې چې خوښ نه وي هغوی بیا په یو ډول بدناموي ‌او یا یې هم د خپل نفوذ له لاری له دندې ګوښه کوي.‌ په ځینو ګمرکونو کې بیا سوداګر او قاچاقبر دومره پیاوړي وي چې هغوی پارلمان ته خپل د خوښی وکیلان بریالي کوي او د هغوی له لارې د خپلې خوښې د ګمرک رییسان ګماري.‌ چې بیا وروسته یې څرنګه خوښه وي په ګمرک کې هم هغه ډول فعالیتونه ترسره کوي. یو مثال یې هم د فراه ولایت څخه درې وکیلان د فراه د قاچاقبرو له خوا پارلمان ته راوستل شوي دي. چې په دې وکیلانو کې یو هم همایون شهید زاده دی. دا وکیل د یو قوي قاچاقبر حمید شریفي په مالي ملاتړ پارلمان ته راغی، اوس دی په مستقیم ډول په ګمرک کې لاسوهنه کوي، هم د ګمرک څخه پیسې اخلي او هم د نوموړي قاچاقبر سره شریک دی.

۲- د معیاري مراقبتي‌ سیستمونو نه شتون:

ګمرکونه یواځې په ښو خلکو نه اداره کېږي په دی معنی چې که پاک او ریښتیني خلک وګمارې نو د ګمرک عواید به لوړ شي او فساد به کنټرول شي. د ښو خلکو ګمارنه د عوایدو د لوړولو یو شرط دی، خو یواځی د دې شرط په پوره کولو سره عواید نه لوړېږي. بلکه د ګمرکونو لپاره لږ تر لږه یو عادي مراقبتي سیستم اړین دی چې په اکثره ولایتونو کې د سره جوړ شوي نه دي او یا هم په لوی لاس خراب شوي دي.‌

مراقبتي سیستم یعني څه؟ ترازو ګانې او سرویلانس کمری ….  ولې ترازو ګانې او کامرې نشته؟ ترازو ګانې شته خو دا ترازو ګانې یواځې د ګمرک د کارکوونکو د شخصي ګټو لپاره دي. ځکه چې هغوی پری وزن د خپلو شخصي ګټو لپاره معلوموي، دوی حقیقي وزن نه لیکي بلکې هر څه یې چې خوښه وي هغه لیکي ‌او بله دا چې داسې ترازو ګانې خو د ۲۰ مې پیړۍ په پیل کې استعمال کېدې، اوس خو نړۍ ډیجیټل شوې او دا ترازو ګانې باید ۱۸ کاله وړاندې ډیجیټل شوې وای او یو مرکزي سیسټم سره تړل شوې وای. دا داسې خبرې دي چې د ګمرک یو عادي مامور هم پری پوهېږي، د ګمرک لوړ پوړي چارواکي خو پرېږده. دوی په لوی لاس نه غواړي‌ دا سیستمونه جوړ شي او که ځینې پاک نفسه لوړ پوړي چارواکي د دې سیستمونو په رغولو لاس پوری کړي نو هغوی ډېر ژر له خپلو دندو ګوښه کوي.‌

۳- د ځینو ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه:

ځینې ګاونډي هېوادونه لکه یو مثال یې ایران کېدای شي چې له نړیوالو بندیزونو سره مخ دي، هغوی هڅه کوي چې په هر ډول افغانستان ته خپل اموال ننباسي. که هر څوک د دې مخنیوی کوي د خپلو شبکو له لاری چې په دې شبکو کې د هغوی افغاني شریکان ډېر رول لري، کوښښ کوي چې هغوی داسې بدنام کړي چې بیا د سرجیګولو توان په کې پیدا نشي. د دې لپاره چې دا مسئله نوره هم روښانه شي یو مثال به وړاندې کړو، ایرانیان غواړي چې څومره ډېر صادرات ولري د هغوی په ګټه دي خو څومره چې په سرحدونو کې سختي وي په همغه کچه د هغوی اموال په کمه کچه افغانستان ته واردېږي. سختي په دې معنی چې ځینې وخت په سرحدونو کې د ګمرک با وجدانه افغاني مامورین د ټولو واردیدونکو توکو په کلکه څارنه د دې لپاره کوي چې غلط او بې کفیته اموال را نه شي، وزن کنټرول کړي او د منفجره موادو د راننوتو مخنیوي وکړي. دوی ته بیا دا د زغم وړ نه ده.

۴- د ځینو ولایتونو په ګمرکونو کې د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې د ځینو وکیلانو نېغ په نېغه لاسوهنه

سره له دې چې اوس په ګمرکونو کې د وکیلانو لاسوهنه کمه شوې ده، خو له منځه نه ده تللې. څرنګه مو چې مخکې وویل چې ډېری وکیلان د ځايي قاچاقبرو له لاری پارلمان ته لار پیدا کوي، بنا دوی هیڅکله نه غواړي چې نفوذ یې په ګمرکونو کم شي. دوی ځینې وخت په مستقیم ډول د ګمرکونو رییسانو ته زنګ وهي او له هغوی څخه غوښتنه کوي چې له قاچاقبرو سره پوره مرسته وشي. یعني د هغوی د قاچاقو د مخنیوي لامل نه شي. همدارنګه دوی د ګمرکونو درییسانو څخه باج اخلي. د بیلګې په ډول، د ۱۳۹۶ کال څخه پخوا د ننګرهار د ګمرک د غلا شوو پیسو ۶۰ سلنه په پارلمان کې د یو وکیل برخه وه. هره ورځ به د ګمرک رییس۱۰۰ زره ډالر ټولول چې په دې کې د ګمرک د رییس سلنه ۴۰ وه او د جناب وکیل صیب ۶۰ سلنه وه. همدارنګه د فراه په ګمرک کې د ۱۳۹۸ کال د اسد میاشتې څخه راپدېخوا د ګمرک څخه زیات نه زیات ۲۰۰ لارۍ مواد چې زیات یې د لوړ محصول لرونکي مواد دي پرته له محصوله د افغانستان خاورې ته واردېږي. په هره لارۍ کې برخلاف د قانون تر ۲۰۰ ټنو مواد بار وي چې د هرې لاری محصول د یو نیم میلیون څخه نیولی تر ۲ میلیونه افغانیو پورې کېږي، په هره لارۍ کې چې نماینده یې د فراه په ګمرک کې ناست وي او لارۍ شمېري ۲۰۰ ډالره د هرې لاری د فراه د وکیلانو دي. د یو وکیل د ورځې عواید ۴۰،۰۰۰ ډالره کېږي. نو اوس ګوره چې په نظام کې به په دوی د چا زور ورسېږي. خپل هر کار د پیسو په زور کوي. اختطاف کوي، وژنې کوي او بد معاشي کوي. په هرات ولایت کې د وکیلانو همدا حالت دی. که چیری وکیل ته پیسې ونه رسېدې نو بیا غوغا جوړوي. برسیره پر دې د مشرانو جرګې غړو ونډه په بل ډول ده. دوی هم خپله برخه غواړي، که ورته برخه ونه رسیده نو دوی بیا اړوند ولایت ته سفر برابروي او له ګمرکونو لیدنه کوي، هلته که پیسې ورته ورکړل شي نو بیا هغه رییس ته ستاینلیک ورکوي که چیرې ورته پیسې ور نه کړل شي نو بیا هغه دومره بدناموي چې خلک بیا فکر کوي چې دا خو ډېر لوی فاسد دی.‌ په فراه ولایت کې یې یو مثال دی چې کله هاشم الکوزی یو ځل فراه ګمرک ته راغی نو ډېر په غصه وو چې کله ورته ۲۰۰ زره ډالر ورکول شول نو بیا یې هغه رییس ته ستاینلیک ورکړ. ‌

۵- په ګمرکونو کې د ځايي چارواکو نېغ په نېغه لاسوهنه:

په نورو چارواکو سربېره، د هغه ولایتونو واليان چې هلته ګمرکونه شته دي، په هیڅ ډول له خپل حقه نه تېریږي او هغوی خپله برخه د ګمرک د رییس څخه په دوامداره توګه اخلي. ځینې والیان لږه حیا لري او په ډېره پټه یې اخلي خو ځینې یې په مستقیم ډول د قاچاقبرو سره لار لري او د دوی برخه معلومه وي.‌ هغه والیان چې په خپله پیسې نه غواړي، هغوی ته د ګمرک رییسان په خپله خوښه په اونیز یا میاشتني ډول د هغوی برخه ورکوي خو په داسې وخت کې د ګمرک رییس بیا ډېره ناوړه ګټه پورته کوي.‌ داسې وخت هم شوی دی چې د ګمرک د رییس او د والي ترمنځ د پیسو په لږوالي جدي بحث شوی دی چې د والي او د ګمرک د رییس ترمنځ د شخړې تر کچې رسیدلی دی. په دې معنی چې د ګمرک رییس والي ته د ورځې په ۴۰ زره امریکايي ډالره قایل شوی دی خو والي د یو لک ډالرو په اخیستو تاکید کړی دی.‌

کشفي اورګانونه په ځانګړي ډول هغه اورګانونه چې ولسمشر ورته د کشف ډېر واک ورکړی دی نو هغوی د خپل واک څخه په پراخه کچه ناوړه استفاده کوي.‌ د ګمرک هغه رییسان چې د کشفي اورګانونو مشرانو ته په منظم ډول برخه ورکوي نو بیا د دې رییسانو په اړه له کشفي اورګاونه هېڅ ګزارش مرکز ته نه ورکوي، برعکس مرکز ته یې ډېر ښه معرفي کوي. خو د ګمرک هغه رییسان چې د کشفي اورګانونو مشرانو ته برخه ورنه کړي نو د هغوی عاقبت بیا ډېر خراب وي. هغوی بیا مرکز ته ډېر خراب معرفي کوي، حتی د خاین لقب ورته ورکوي.‌ همدارنګه د هغو ګمرکونو رییسان چې پیسې نه ورکوي، د کشفي اورګانونو دغه مشران بیا نو په دې تمه وي چې کله د ګمرک د رییس منفي ټکي پیدا کړي چې هغه ته په یو ډول مشکل پیدا کړي. کله چې یې مشکل پیدا کړ، لومړی د ګمرک رییس تر فشار لاندې راولي چې څه ورڅخه ترلاسه کړي خو چې بیا هم بریالی نه شي بیا یې عدلي او قضايي اورګانونو ته معرفي کوي. که چیری بیا د ګمرک مامورین شتمن وي او په حرامو پيسو ښه مشبوع شوي وي، نو بیا ډېر ژر ځان د عدلي او قضايي اورګانونو څخه خلاصوي او که شتمن نه وي نو بیا دې د ده الله مل شي. هره ورځ به د عدلي او قضايي اورګانونو په څانګو ګرځي تر څو پری الله رحم وکړي او د عدلي او قضايي اورګانونو د لعنت څخه خلاص شي.‌

۶-  د ولایتي شورا ګانو مسقیمه ونډه

ولایتي شوراګانې یو بل جنجال وي. د ځینو ولایتونو ولایتي شوراګانې په فساد کې د ځینو نورو په پرتله ډېرې پیاوړې وي. دوی خپله برخه په خپله ټاکي. او مستقیما د ګمرک رییسانو ته حکم کوي چې څومره پیسې باید ورته ورکړل شي. خو ځینو ته په خپله د ګمرک رییسان پیسې ورکوي تر څو له هغوی سره خپلې اړیکې وساتي.‌ نه یواځې دا چې د ولایتي شوراګانو رییسان پیسې غواړي، د شورا ګانو غړي هم خپله برخه غواړي. که ورته ور نه کړل شوه نو بیا په یو ډول د ګمرک په ادارې برید کوي.

۷- د مالیې وزارت د رهبرۍ تر منځ په ګمرکونو کې د فساد د محوې لپاره نه همغږي

بل جنجال په ګمرکونو کې داسې دی چې؛ اکثره وخت د مالیې وزارت په رهبرۍ کې د دوی ترمنځ جنجال ډېر زیات وي. د وزیر او د ګمرکونو او عوایدو د معین په منځ کې د ګمارنو په سر جنجال وي. د معین او د ګمرکونو د عمومي رییس ترمنځ جنجال وي. د ګمرکاتو عمومي رییس هم په هر ګمرک کې خپل یو سړی لري او هغه د ګمرکاتو رییس ته پیسې ټولوي. کله داسې وي چې د ولایتي ‌ګمرک رییس د معین او د وزیر سړی وي خو د صادراتو او وارداتو آمر ( د ګمرک معاون) د ګمرکاتو د عمومي رییس، سړی وي. که یو رییس هوښیار وي نو د معین او د ګمرکاتو د رییس دواړو سره ښه رابطه لري او دی بیا کولی شي خپل پوست حفظ کړي، خو ځینې بیا یواځې یا د معین او یا هم د عمومي رییس سره ښه رابطه لري چې په دې وخت کې بیا دا اسیب پذیره وي.

معینان هم په مرکز او ولایتونو کې د پیسو ټولولو لپاره خپل نماینده ګان لري او تل ورته هماهنګي کوي. ځینې معینان د ځینو نورو څخه ډېر ځیرک وي او په احتیاط خپله برخه اخلي خو ځینې بیا په ډېر ښکاره ډول په پیسو ټولولو پیل کوي. دوی داسې فکر کوي چې هسې هم دا پوسټونه موقت دي نو همدا دې وخت دی، چور شروع کړه.

همداسې په مرکز کې د قانون تنفیذ په نامه یو بل پوست دی چې دا د فساد یوه بله سرچینه ده. ګرځنده څارنې (مراقبت سیار) مدیریتونه د همدې ریاست لاس لاندې دي. دوی د دې پر ځای چې د قاچاقي اموالو مخنیوي وکړي، په خپله د فساد برخه ده. سره له دې چې دا د ګمرکونو عمومی ریاست تر امر لاندې کار کوي، خو اکثره وخت معینان له دوی سره انډیوالي جوړوي تر څو عمومي رییس تر اغیز لاندې راولي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

خان زمان امرخېل د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکه مشر دی او د ننګرهار او فراه د ګمرک رئیس هم پاتې شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.