ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بیان ازادي د نورو حساسو، ټولنیزو، فرهنګي، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو تر څنګ مذهبي انګېرنې، اداري فساد او د جګړې جرمونه چې کله تر پوښښ لاندې راشي، نو ژورنالېستان نه یوازې ځورول کېږي، بلکې وژل کېږي هم او دا د دې لامل کېږي چې د ټولنې د واقعیتونو په اړه بې اغېزې راپورونه وړاندې شي.

افغان رسنۍ تمه او هوډ لري، هغه رول چې ټولنې یې تمه لري، لکه څارنه، دقت، روڼوالی، نظرونه او هغه عامه بحثونه چې د ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدو لامل کېږي، زیات کړي.

رسنۍ غواړي د سولې په رامنځته کولو، د جګړې په ختمولو او د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې چې د خلکو له حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو خونديتوب په کې شامل وي، مناسبه ونډه ولري.

په تېرو دوو کلونو کې چې د ټاکنیزو او سیاسي ناندریو له امله هېواد له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ و، تر ټولو ناوړه اغېزه يې پر رسنیو هم کړې ده؛ رسنۍ او ژورنالېستان د خودسانسورۍ تر څنګ له ګڼو نورو ستونزو سره مخ شوي دي.

په ډېرې خواشینۍ سره چې د حکومت دننه کړیو بېلابېلې داسې ډلې جوړې کړې چې نه یوازې رسنۍ او ژورنالېستان د خپلو موخو لپاره غواړي وکاروي، بلکې هڅه کوي رسنۍ او ژورنالېستان مجبور کړي چې خودسانسوري وکړي او په ډېرو حقایقو سترګې پټې کړي.

که د دوی خبره له پامه وغورځوي، نو بيا بېلابېلې ټاپې ورباندې لګوي، پر خلاف يې تبلیغات کوي او له مختلفو لارو يې ګواښي.

د بېلګې په توګه، په دې وروستیو کې چې له ډیورنډ کرښې سره کوم حرکات پيل شوي، په دې پلمه چې د سولې بهیر ته زیان رسېږي او نظام کمزوری کېږي، حکومتي کړۍ فشار راوړي چې په اړه یې له معلوماتو خپرولو څخه ډډه وکړي.

که د ځينو امنیتي ځواکونو له نیمګړتیاوو څخه پرده پورته کوي، نو بيا دا ټاپه ورباندې لګول کېږي چې د خپلو امنيتي ځواکونو مورال کمزورى کوي.

ځيني کسان چې په دولت کې برخه نه وي ورکړل شوې، نو بیا د شخصي ګټو لپاره پر حکومت داسې نیوکې کوي چې د هېواد دښمنان يې هم نه کوي، خو چې بیا د حکومت چارواکی شي، تر خلکو او ژورنالېستانو ځان تر دې حده ملي ګټو ته ژمن بولي چې نور ورته پردي ښکاري.

کله چې همدغه کسان دولتي څوکۍ له لاسه ورکوي، نو بيا پر نظام تر پخوا ډېر بد ګوزارونه کوي. زه هغه وخت زیات ځورېږم چې همدغه دوه مخې کسان له ملت سره د ژورنالېستانو مینې ته د شک په سترګه ګوري.

څلور کاله پخوا، کله مې چې ونه شو کولی د یوې شینوارې خور غږ خپور کړم، نږدې و چې د پژواک خبري اژانس دروازه وتړم، خو د شلو رسنیو او بنسټونو له خوا د بیان ازادۍ د تطبیق په هدف د هوکړه لیک په لاسلیک سره له هغه تصميمه را وګرځېدم، خو له بده مرغه په دې وروستیو کې کله کله دومره فشارونه ډېر شي چې له امله یې خپله حوصله له لاسه ورکوم.

زه غواړم په ولایتونو کې ژورنالېستانو ته د ګواښونو یوه بېلګه وړاندې کړم، که دغه حالت وي ژورنالېستان ولې خودسانسورۍ غاړه کښې نه ږدي؟

په تېرو څلور میاشتو کې د پژواک یوه ولايتي ژورنالېست ته د جګړې له ښکېلو درېيو لورو ګواښونه وشول، لومړی ګواښ د سیمه ییزو پاڅونوالو چې هغه بیا وروسته په اربکیانو بدل شول، له لوري و چې د برمتې په اړه يې په یوه راپور د یادو اربکیانو قوماندان په غوسه کړی و او په یوه پیغام کې يې دغه خبریال ته لیکلي دي: ((د پژواک راپور ورکوونکی بايد د سپي په مرګ ووژل شي.))

په یوه بل راپور کې چې يوه ملکي کس درې طالبان وژلي وو، په غزني کې د طالبانو یوه مشهور قوماندان، ادریس نوموړي خبریال ته زنګ وهلی و چې د کوېټې شورا دې راته د وژلو امر کړی او د مرګ مسوولیت دې ما اخیستی دى.

په یوه ټيلېفوني پيغام کې د همدې موضوع په اړه لیکل شوي دي: ((د ۲۱ کالو ته په مجاهدینو پسې تبليغ کوې، تېر کال دې خبر نشر کړ چې طالبانو د شیلګر په صالحانو کلي کې ۸۰ کلن جومات وسوځاوه، موږ ويل خپله به مسلمان شې او فکر به وکړې خو تا نور هم دښمنۍ ته لاس اوږد کړ، اوس به سره ګورو!))

درېيم ګواښ د غزني د امنیه قوماندان امرخېل و چې ما ته يې له خبریال څخه د شکایت په اړه زنګ وهلی و او زموږ خیریال یې د پولیسو پر ضد پر تبلیغاتو تورن کړ. کله چې ما ترې پوښتنه وکړه، نو خبریال په خپله فيسبوک پاڼه داسې لیکلي وو: ((دغه غل پرون خلکو ونیو، بیا یې پولیسو ته وسپاره، نن جنایي وایي چې موږ یو غل لاس په لاس د غلا په وخت کې ونیو، ښامار چا وواژه، قهرمان څوک شو.))

دا د یوه داسې قوماندان حوصله وه چې رسنیو ترې قهرمان جوړ کړی او له ژورنالېستانو سره ښې اړیکې لري.

د خودسانسورۍ يو بل لامل په پټه خوله او يا خاموشه خودسانسوري ده، په اوسنيو ترينګلو کاري شرايطو کې کله چې يو ژورنالېست د کوم مهم راپور پر ليکلو پيل کوي، نو له هر څه مخکې له راپور څخه را پيدا کېدونکى جدي ګواښ، وهل، ټکول او ان خپل مرګ سنجوي او له هغه وروسته خودسانسوري کوي، څو د راپور له خپرېدو وروسته ژورنالېست له یادو بدو عواقبو سره مخ نه شي.

ژورنالېستانو ته متوجه مخکنيو ګواښونو، وهلو او ان د دوى وژل کېدو دا په ډاګه کړه چې قضيو ته مسوولو ادارو رسېدنه نه ده کړې، دوسيې له هماغې لومړۍ ورځې تړلې پاتې دي او څوک پرې ځان نه پوهوي، دغه ډول خود سانسور ژورنالېست يوازې د خپل سر د خونديتوب لپاره نه، بلکې د خپلې کورنۍ د غړو د خونديتوب او د هغوی د نه بې برخلیک توب لپاره کوي.

تېرو پېښو ښودلې، هغو ژورنالېسانو چې ژوند يې له لاسه ورکړى، کورنۍ يې بې سرپرسته شوې دي او هېڅ بنسټ يې د کورنۍ د غړو د ستونزو د حل او لاسنيوي په موخه يوه عادي پوښتنه هم نه ده کړې، له همدې وېرې ژورنالېست بې له دې چې له چا سره خپله خودسانسوري شريکه کړي، د یوه شي په اړه د نورو له مشورې پرته یې په پټه کار ترسره کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

اجمل عالمزی د عبدالستار عالمزي زوی دی، په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د غزني ولایت په اندړو ولسوالي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په کابل او نورې یې په پېښور کې سرته رسولې دي. په ۱۳۸۵ کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ شوی، وروسته یې په شمشاد او اریانا تلویزیونونو کې د خبریال، د خپرونو د مدیر او د سیاسي خپرونو د مسوول او ګردي مېزونو د چلوونکي او ویاند او د انټرنیوز د ولایتي راډیو ګانو د مسوول په حیث يې دندې ترسره کړې دي. دغه راز يې د زمزمې اونیزې د مدیر مسوول، سیاره مطبوعاتي دفتر کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د استاد غلام جیلاني جلالي د فرهنګي بنیاد د مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.