ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکل شوې ده چې د روان کال د اپریل په څوارلسمه نیټه په مسکو کې د افغانستان په  تړاو د افغانستان د ګاونډیو او مهمو سیمه يیزو هېوادونو په ګډون چې شمېر یې ۱۲ ته رسیږي یوه ناسته جوړه شي چې موخه یې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستل دي دا چې په سیمه کې کوم ګډ ګواښونه شتون لري او کومې ګډې ګټې شتون لري چې د دغه کنفرانس د اجنډا مهمه برخه تشکیلولی شي، غواړم دلته په ګواښونه امنیت، تروریزم او نشه یي توکي بحث وکړم.

تروریزم :

په افغانستان کې دطالبانو له  نسکوریدو وروسته فکر دا و چې ګواکې افغانستان به نور دتروریزم په ځاله  نه بدلیږي او نه به دافغانستان او سیمې لپاره ګواښ پیښوي خو دا خوبونه هغه وخت سرچپه شول کله چې په سمه توګه په سیمه کې دتروریزم پرضد مبارزه ونه شوه، دې کار نه داچې بیرته طالبان پياوړي کړل، بلکې نړیوال او منطقوي تروریزم ته یې چانس په لاس ورکړ، ترڅو دافغانستان په نا امنه کولو سره دسیمې امنیت هم وګواښي او له روانې جګړې څخه په ګټه اخيستلو سره دلته سیمه يیز او نړیوال تروریزم لا زیاد شو چې ګواښ یې نه یوازې افغانانو ته دى، بلکې سیمې او نړۍ ته هم زیات شو .

ځکه په  افغانستان کې دالقاعده ترڅنګ ،داعش ،دمنځنۍ اسیا ترورسیتي ګروپونو،دچین تروریستي ګروپونواو دپاکستان تروریستي ګروپونو خپل فعالیتونه پیل کړل او اوسمهال په افغانستان کې تر شلو پورې تروریستي ګروپونه فعالیت کوي چې ددې ګروپونو یو شمېر یې دطالبانوله تیرې واکمنۍ سره په  ښکاره فرق لري ځکه طالبانو په خپله واکمنۍ کې یوازې افغانستان دخپل سلطنت جغرافیه ګڼله او تر ډیره بریده یې کوښښ کاوه، ترڅو ګاونډي او سیمه يیز هېوادونه له خپله اړخه ډاډمن کړي خو اوسني هغه ګروپونه ښکاره دي چې دخپل سلطنت لپاره د پراخې  جغرافې غوښتنه کوي او زیاتره یې دا پولې نه مني .

نو کله چې داسې یو استدلال موجود وي نو ویلی شو چې دغه ګروپونه په ټول قوت سره غواړي دا پولې ونړوي ترڅو وکولى شي دمنځنۍ اسیا له لارې روسیه ناامنه کړي ،همدارنګه دافغانستان دبدخشان له لارې چین ،دنیمروز او هرات له لارې ایران، ددې ترڅنګ دکشمیر په پولو کې هندوستان او په پاکستان کې خو تیار دوى له تیرې یوې لسیزې لګیا دي جګړه کوي.

نشه یي توکي:

دنشه یي توکوجنجالي مسله چې یوه قوي برخه یې دتروریزم په ملاتړ لګیږي یو بل سرخوږی دی چې نه یوازې افغانستان ګواښي، بلکي سیمه هم ګواښي ځکه همداوس دافغانستان دنشه یي توکو کارو بار تر اتیا ميلیارده ډالرو پورې رسیږي چې ددې توکو ۳۰ فیصده له ایران څخه تیریږې ،۳۰ دپاکستان له لارې او ۴۰ فیصده یې دمنځنۍ اسیا له لارې روسیې  او اروپا ته ځي ،همدارنګه ددي نشه یي توکو قربانیان په سیمه او ګاونډ کې تر لسګونو میليونو انسانانو پورې رسیږي چې ښکاره ده سیمې او ګاونډیو ته بشري بحران ترڅنګ داقتصاد په برخه کې هم لویه ضربه ورکوي ځکه له یو خوا د نشه یي توکو د اخيستلو لګښت او  دوهم  دیو پاک او سپین اقتصاد ځای په ښکاره توګه باندې یو تور او دڅو مافیایي غلو او کړیو په لاس داقتصادي سیستم اخيستل دي چې کولی شي ددې هېوادونو په مالیاتي او نوروعوایدو باندې  ښکاره  اغیزه ولري.

چې کولى شي نه یوازې دا چې  پورته اقتصادې ستونزې له ځانه سره ولري بلکې په پراخه توګه باندې قاچاقبر کوښښ کوي دخپلو کارونو او ترانزیټ لپاره دلارو په نا امنه کولو او په حکومتونو کې دنفوذ لپاره اداري فساد رامنځ ته  کولو  سره سیمه هم نا امنه کړي ترڅو ددوى کاروبار پر وړاندې خنډ جوړ نه شي .

ګډې ګټې :

له پورته ذکر شوو ګواښوونو سره سره په سیمه کې اوسمهال دګډو ګټو لپاره پراخ چانس هم شتون لري چې کولى شي دیو شمیر پروژو په عملي کولو سره دمشترکو ګټو په درلودو سره ملتونه او هېوادونه له یو بل سره وتړي ترڅو ملتونه له حکومتونو سره په ګډه د سیمې  امنیت او پرمختګ کې مرسته وکړي.

  • پانګونه: سیمه پراخې پانګونې ته په مختلفو برخو کله کرنه ،چاپیریال ساتنه ،انرژۍ ،ټنکنالوجۍ ،ښه حکومتولي او داسې نورو برخو کې اړتیا لري په ځانګړي ډول سره دمنځنۍ اسیا هېوادونه نو ددې کنفرانس یو شمیر غړي هېوادونه لکه روسیه ،چین او هندوستان چې په پانګونه کې اوږده مخینه او ښې لاسته راوړنې لري کولى شي په افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو کې په خپلو پانګونو سره سیمه په اقتصادي زون بدله کړي او سیمه د مشترکو ګټو په اساس له یو بل سره ونښلوي .
  • انرژي: دسیمې یو شمېر هېوادونه په ځانګړي ډول افغانستان او منځنۍ اسیا له طبعي زیرمو څخه دانرژۍ دتولید ځانګړی ظرفیت لري چې ښه بیلګه یې دمنځنۍ اسیا دنفتو او  افغانستان دپراخو اوبو دسرچینو مسله ده نو که چیرته دغه هېوادونه وتوانیږي چې په دې برخه کې د وروسته پاتې هېوادونو سره مرسته وکړي او دانرژۍ په تولید لاس پورې  کړي نو کیدلی شي چې دا ستونزه دسیمې په کچه حل شي .
  • ټرانزیټ: دا یو تر ټولو لویه ستونزه او لوی چانس دی دسیمې دهېوادونو لپاره  ترڅو وکولى شي په ګډکار سره دا ستونزه حل کړي ځکه دمنځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه دافغانستان په ګډون سمندر ته لار نه لري ددې ترڅنګ هغسې چې د ځمکې ترانزیټ لپاره کار وشي دسړکونو،وچوبندرونو او ریل پټلۍ راتاووې شي، بدبختانه کار نه دی شوی چې همدا یو لامل دی ترڅو داسیا دوه لویې وچې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره په ترانزیټي برخو کې له ستونزه سره مخ  ده نو که چیرته د ترانزیټ په برخه کې کار وشي نو په ډیره اسانۍ سره به د ټولې سیمې لپاره دپانګونې  اواقتصادي ودې زمینه برابره شي، ځکه دسیمو نښلول نه یوازې داچې ملتونو ته کاري فرصتونه رامنځ ته کوي، بلکي داموالو دانتقال داسانتیا په صورت کې مارکیټ ته هم بزګر،هم صنعت کار او هم سوداګر له زيان څخه بچ کېږي، ددې  ترڅنګ دتولید او ترانزيټ په  برخه کې دګمرکي  اونورو محصولاتو دسیستم رامنځ ته کول یوه بله بریا ده چې کیدلى شي د دې وروسته پاتې ملتونو د پرمختګ لامل شي .

پایله !د دې ګواښونونو د مخنیوي او  ګډوګټو په رامنځ  ته کولو کې باید لاندې کارونه په عملي شکل سره ترسره شي .

  • ایران ،پاکستان او روسیه باید فکروکړي چې د تروریستي ګروپونو په ملاتړ سره نه شي کولى په سیمه کې خپلو موخو ته ورسیږي بلکې یوازې د یو باثباته افغانستان چې قوي مرکزي دولت وکولى شي له تروریزم سره مقابله او دهېوادونو دپانګونې لپاره په سیمه کې زمینه برابره شي .
  • د ترانزیټ او ترانسپورټ له لارو څخه باید ګاونډیان او سیمه يیز هېوادونه دیو بل پر وړاندې سیاسي او نظامي ګټه پورته نه کړي لکه اوس یې چې پاکستان او ایران کوي .
  • د ګډو ګټو او څو مشترکو پروژو یو تړون باید رامنځ ته شي ترڅو حکومتونه دخپلو  ګټو لپاره په یو بل تکیه او وتړل شي .
  • دپانګونې په برخه کې باید ګډه فیصدي رامنځ ته شي ترڅو ټول هېوادونه له ګټې برخمن  شي .
  • په پاکستان باندې فشار راوړل شي، ترڅو دافغانستان د سولې په مسله کې نور خپله پالیسي بدله  کړي.
  • تروریزم ته د سیمې لپاره د ګډ ګواښ په سترګه وکتل .
  • له افغانستان سره دنشه یي توکود کښت او قاچاق په مخنیوي کې خپله دافغان ځواکونو او کرنې تقویه کول.
  • دهندوستان ،پاکستان او چین ترمنځ دخپل منځي ستونزو له منځه وړل او یا هم په یو شکل پانګوال او تجارانو ته کاري فرصتونه رامنځ ته کول او له هغوى څخه دیو بل پر وړاندې د سیاسي لوبې څخه  ګټه اخيستل .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.