ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
17 May 2018 - 13:32
author avatar
17 May 2018 - 13:32

په ۲۰۰۵ زېږدیز کال د جولای په میاشت کې چې کله ما د کورنیو چارو د وزارت څخه استعفا وکړه، په خبرې ناسته کې مې وویل چې که د موټر انجن خراب وي، ډریوران یې سل ځله تغیر او تبدیل کړې، دا موټر چیرته نه ځي. که څه هم زما خبرې په هغه وخت کې پخواني جمهور رئیس، کرزي صیب شخصي وګڼلې خو زما هدف د سیستم نه و، نه د شخص نه.

که سیستم د حکومتولۍ سم نه وي، یوازې تغیر او تبدیل څه نتیجه نه ورکوي. په تیرو اولس کلونو کې د اشخاصو تغیر او تبدیل ډېر وشو او ډېرې ستراتیژیګاني ولیکل شوي خو تر اوسه یې لا څه ښه پایله نه ده درلودلې. مشران او کشران، ولس او دولت ټول د حالاتو ته شکایتونه کوي او یو بل ملامتوي. شکایتونه او نیوکي ځکه زیاتي دي چې تغیر او تبدیل د مشخصو ګروپونو، ډلو او اشخاصو د شخصي ملګرتوب، د ګټو د شریکوالي او یا خپلو ډلو ته د تعهد په اساس کیږي نه د نظام او سیستم څخه د ملاتړ په خاطر.

اشخاص همیشه هغه کسانو او ډلو ته وفادار پاتې کیږي څوک چې د چا په ذریعه مقرر شوې وي. په حقیقت کې د تغیر او تبدیل یوه خبیثه دایره جوړه شوې ده. د بیلګې په توګه د جمعیت نفر باید لرې شي، د محاذ اسلامي نفر باید مقرر شي، د محاذ اسلامي نفر باید لرې شي، د اتحاد اسلامي نفر باید لرې شي، د اتحاد اسلامي نفر باید لرې شي، د حزب اسلامي نفر باید مقرر شي، د حزب اسلامي نفر باید لرې شي، د جبهه نجات ملي نفر باید مقرر شي، مجاهد باید لرې شي، د پخوانيو رژیمونو څوک باید مقررشي، د پخوانيو رژیمونو نفر باید لری شي، کوم دیموکرات یا بیروکرات چې د غربه راغلې وي باید مقررشي، زاړه باید لرې شي، ځوانان باید مقرر شي، پښتون باید لرې شي کوم تاجک باید مقرر شي، تاجک باید لرې شي، کوم ازبیک باید مقررشي، ازبیک باید لرې شي، کوم هزاره باید مقرر شي، همداسي په دې هرو ډلو او ګروپونو کې بیا نورې ډېرې زیاتي وړې دلې دي چې یو د بل په ځای مقرر شي.

نو په دې توګه همیشه د بدترو په منځ کې بد ټاکل شوی دی نه دا چې د ښو په منځ د ټولو څخه ښه کس وټاکل شي. که د پيسو په مقابل کې څوک مقرر شوې وي، بیا خو هغه لا بیله خبره ده ځکه هغه کسان مجبور دي چې د خپل تجارتي معاملي څو چنده وګتي. په دی توګه د اکثره لوړ پوړو او حتې د نظام اکثره وړوکو چارواکو تعهد نظام او سیستم ته کم دی او په عوض یې خپلو ډلو او یا هغه کسانو ته دی چې د چا په واسطه دوی مقرر شوی دي.همدې خبیثې دائرې د ولس او کدرونو په منځ کې شک او تردید را پیدا کړې دی، د بې اعتمادې فضا یې حاکمه کړې او د ښو او خرابو تصامیمو ترمنځ یې توپیرله منځه وړې دی.
ښايي دوستان ووایې چې ولې دا نظریات زه د ليکنې له لارې لیکم او د مشرانو سره یې مستقیما نه شریکوم. ما ترخپلې وسې هڅه کړې چې دا نظریات د ټولو لوړپوړو چارواکو او حتی په ناستو او کنفرانسونو کې د بهرني ذیدخلو مهمو کسانو سره هم شریک کړم او شریک کړي مې هم دي.

ستونزه دا ده چې دوي د اوریدلو، بحث او نیوکو حوصله نه لري. حتی یو وزیر راته وویل چې ستا دې خبرو ستونزه پیدا کړې او ټول فکر کوي که زه چیرته مقرر شم نو بیا به د هیچا خبره نه منم او خپل کار به کوم. ما ورته وویل چې زه دا وړاندیزونه د کوم مقام او چوکۍ په خاطر نه کوم. که حکومت ما ته اړتیا لري، زه حاضر یم چې په مناسب ځای چې مؤثره او سم کار وکړم او که مؤثره ونه اوسم، په شخصي لحاظ، زه اوس هم ډېره ښه دنده لرم او ترې خپلې وسې زه او زما ملګري او همکاران کوښښ کوي چې د نظام د ثبات او دخلکو د ارامې لپاره د خپلو محدودو امکاناتوپه چوکات کې کار وکړو.
دوی ولې د بحث کولو او د نیوکو د اوریدلو حوصله نه لري؟ د دی دوه علتونه دي:
اول: د نظام په راس کې متعهد ټیم نه شته دی. د ملي وحدت دواړه ټیمونه د خپلو ټیمونو په منځ کې نور واړه ټیمونه لري او هر وړوکۍ ټیم د یو بل د کارونو مخنیوي کوي. دوی جمهور رئیس ته همیشه سالمي مشوري نه ورکوي بلکې خپلې نمبرې جوړوي، خو په عین وخت کې د خپلو نږدي ملګرو او ټیم د اهدافو لپاره که هغه هرڅه وي، کار کوي.
دویم: مشران هم همیشه کوښښ کوي چې د دوی سره لیدنې او کتنې د همدغه وړو ټیمونو په ذریعه وشي او یا په اصطلاح هم اشخاص او هم د دوی نظریات باید فلتر شي. دا په حقیقت کې د واقعیتونو د نه اوریدلو لپاره زمینه مساعدول دي، یعنې ستونزه هم په ټیمونو کې ده او هم په مشرانو کې.
د پورته خبرو لپاره زه ثبوت لرم. کله چې زه د ټاکنو د اصلاحاتو په کمېسيون کې وم، کاوون کاکړ او ما څو ځلې هڅه وکړه چې د ملي وحدت د حکومت د دواړو ټیمونو د مشرانو سره کینو او د ټاکنو د اصلاحاتو په ستونزو بحث وکړو خو دواړو ټیمونو یو ساعت وخت هم د دغه بحث لپاره ور نه کړ. حتي د جمهور رئیس دویم مرستیال دوه ځلې وعده وکړه چې دی به د دواړو ټیمونو مهم کسان او هم د ټاکنو د اصلاحاتو د کمېسيون غړي راوغواړي او په دې توګه به تفصلي بحث وکړو چې ټول یو تفاهم ته سره ورسیږو.

متاسفانه د جمهور رئیس د مرستیال اخرې خبره دا وه چې دی ونه شو کړاې چې دا ټول کسان سره راټول کړي. دا خبره ځکه سمه نه وه چې دی کولاې شول چې دا کسان سره راټول کړي خو اصلا دوی نه غوښتل چې د ټاکنو په مسایلو جدي بحث وکړي. جمهور رئیس پیغام دا و چې دی نه غواړي چې د ټاکنو په مسایلو کې مداخله وکړي او کمېسيونونه باید د ټاکنوپه مسایلو کې په خپله تصامیم ونیسي. اوس موږ ګورو چې د ټاکنو مسایل د څومره ستونزو سره مخامخ دي. فکر کوم چې د نړۍ په کچه کوم تلفات چې افغانانو د ټاکنو د لست د ثبتولو په خاطر تر اوسه ورکړل، سارې نه لري.
نړیوالو هم غوښتل چې موږ دواړه چوپ کینو او د کمېسيون پریکړې په پټو سترګو تاید کړو خو دا خبره زموږ د دواړو وجدان نه منله او بالاخره موږ د ټاکنو داصلاحاتو د کمېسيون څخه بایکاټ وکړ او موږ خپله طرحه د رسنیوله لارې او هم مو حکومت ته په ځانګړې توګه وړاندې کړه. زموږ بایکاټ احساساتي نه و بلکې موږ دواړو طرحه درلوده او اوس هم زه فکر کوم چې زموږ د طرحي د تطبیق څخه په غیر، د ټاکنو پایلي به ډېرې زیاتي ستونزي ولري.
هغه کسان چې غرور لري، یا کولې شي چې د دولتي چوکاټ څخه بهرخپل ولس او وطن ته خدمت وکړې شي، ډېر زړه نه ښه کوي چې د دې ډلو د انحصاري اهدافو په رڼا کې کار وکړي، نو ځکه د ښو او متعهدو کسانو شمېر په نظام کې ورځ تربلې کمېږي. د دې لپاره چې د تقرر دا خبیثه دایره له منځه یوړل شي زما په اند کې که څه هم اوس لږ ناوخته دی خو بیا هم سمیدلې شي او زما شخصي وړاندیر دا دی چې:
۱. اقتصادي پلانونه ترهغې عملي کیدلې نشي چې امنیت او حکومتولۍ سمه نشي. دا علمي او منطقي خبره ده.
۲. حکومتولۍ او امنیت تر هغې سمیدلې نشي چې ولس په تصامیمو کې برخه ونه لري. د مدیریت اولنې کورس دی یا د عامو په اصطلاح دا د مدیریت الف بې تې ثې ده.
۳. یو ماډل د حکومتولۍ جوړول په یوې ولسوالۍ یا یو ولایت کې په کار دی او بیا هغه ماډل په نورو ولسوالیو او ولایتونو کې تطبیق کیدلې شي البته په لږ تفاوت سره. په دې ماډل کې امنیت، حکومتولۍ او اقتصادي پروګرامونه باید سره تړلي وي. تر اوسه موږ داسې ماډل په یوې ولسوالي یا ولایت کې نه لرو چې هغه په نورو سیمو کې تطبیق کړو.
۴. په کابل کې د تصمیم نیولومرجع ډېره مرکزي ده اما په ولسوالیو او ولایتونو کې د تصمیم نیولومرجع متشتت یا پراګنده دي. په علمي لحاظ په مرکز کې د تصمیم نیولومرجع باید ډیسنترلایزد (Decentralized) او په ولسوالیو او ولایتونو کې سنترلایزد (Centralized) وي.
۵. اوږدو ستراتیژیو ته اړتیا نشته دی. د حکومتولۍ د ښه والي لپاره، یوه یا دوه صفحې، د نمبرو په شکل د مسایلو په ګوته کول او عملي اقدام په کار دی. په انګلیسي ژبه کې دې ته To do items یا پلان وایي یعنې هر وزیر، والي او ولسوال او یا نورو دولتي مامورین باید دا لست ولري.
۶. د تصمیم نیولو او د کارونو د اجرا پروسه باید ساده او عام فهمه وي. ولس مریض دی او مریض داسې ګولیو ته اړتیا لري چې د ولس سر درد ښه کړي. زما په اند د ولس د ګولیو د کیمیاوي مرکباتو د نومونو او فرمولې سره دلچسپي نشته دی.
۷. د پورته پلان سره باید د ستراتیژیک کمیونیکشن یو ښه پلان وي چې وزیراو معین، رئیس او عادي مامور، والي او ولسوال او د امنیتي او ملکي ادارو ټول کارکوونکي باید هماغه خبرې تکرارتکرار د رسنیو له لارې او خلکو سره مخامخ تشریح کړې شي تر څو د ولس په ذهن کې د حکومت پروګرامونه او پلانونه سم کیني او ولس یې ملاتړ وکړي. په اوسنیو حالاتو کې اکثره دولتي مامورین او هم ولس نه پوهېږي چې حکومت څه کوي، په کومه لاره روان دی او د دولت او د ولس مسوولیت څه دی.
۹. که حکومت داسي پلان ولري، بیا حکومت کولاې شي چې ټولې نړیوالې ادارې د حکومت د پلان څخه په پوره توګه ملاتړ وکړي. دا په حقیقت کې د افغانانو به خپل پلان وي چې عملي جنبه به ولري. داسي پلان کې د افغانستان د خلکو او حکومت استقلالیت، مالکیت او ګټې هم خوندي کېږي.
۱۰. خبره نه اوږدوم، د افغانستان په موجوده شرایطو کې د لوړ پوړو چارواکو تقرر په امتحانونو اخستلو نه کیږي. همداشان د لوړپوړو چارواکو تقرر باید د یو شخص او یوې ډلې د کنترول نه ووځي. که څوک تبدیلېږي، باید د مخه یې د تبدیلیدلو اوازه خپره نشي او که څوک مقررېږي، د هغوي د تقرر اوازه هم باید پټه وساتل شي ترڅو مغرض کسان د خپلو نفرو لپاره لابې یا هلې ځلې ونه کړي. دا اوازې او انګاري د نظام د ثبات لپاره ښې نه دي. زما وړاندیز جلالتماب جمهور رئیس ته دا دی چې د تقرر لپاره باید یو کمېسيون چې پوره صلاحیت ولري او د ده د اعتماد وړ وي، وټاکي. دی پخپله باید د اشخاصو په تقرر باندې لږ وخت مصرف کړي او مسوولیت او صلاحیت همدغه ټیم ته وسپاري.
په پورته لیکلو کې زه کومه شخصي مؤخه نه لرم. دا اوسنې حالات داسي دي چې سمه خبره کوي، په حکومت کې دننه اوهم ورته د حکومته بهر خلک د شک په سترګه ګوري. هدف مې یوازې او یوازې د نظام ثبات، حکومتولۍ او امنیت ښه کېدل او خلکو ارامي ده.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 9

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.