ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
21 Oct 2015 - 09:26
author avatar
21 Oct 2015 - 09:26

افغانستان اوسمهال د نړۍ او امریکا د ګونګو او پیچلو پالیسو محراق جوړوي. که څه هم کله ناکله د وداع ګوټ څنډنه کوي ترڅو د افغان دولت نبض معلوم کړي مګر په حقیقت کې ددې سیمې د پریوت ارزښت کله هم له نظره نشي غورځولی. د راز خبره دا نه ده چې ګواکې امریکایان په افغانستان کې پاتې کیږي یا نه، د راز خبره دا ده چې امریکایان غواړي دا غوښین ولس او زرین موقعیت پوره اسانه او ښه ارزانه له مرۍ تیر کړي. خبر یاست که نه، تر هغه چې امریکا د ټولواکۍ نړۍ لید او نوی نقشه په مغزو کې لري، افغانستان نه پریږدي او ددې سیمې له بامه به نړۍ څاري.

که څه هم اوسمهال امریکا، داعش له هودې وتلی مار ګڼي لیکن په منځني ختیځ کې د غرب شري پالیسي او عراق کې د سنیانو منزوي کولو دا نوې پدیده رامنځته کړه. امریکا په ښکاره تور پورې کوي چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد د ۳۰۰۰۰۰ تر ۴۰۰۰۰۰ پورې منځلاري مخالفین وژلي او نوموړی د ټولوژنې عامل بولي لیکن پټ معلومات ښیي چې اسد، اوباما، سعودي او ایران به په نږدې راتلونکې کې د داعش پر وړاندې مبارزه پیل کړي.

د امریکا بې پیلوټه او پیلوټداره جنګي الوتکو د سوریې په الرقه سیمه کې د داعش مرکزونه بمباري کړي او ادعا کوي چې د اسد له استاذانه پرته یې دا کار کړی لیکن دا ګړۍ عیني شرایط ددې ایجاب نه کوي چې د اسد له پخلاینې او قناعته پرته دې امریکا دا ګام پورته کړی وي. دا چې د اسراییلو د خوندیتوب په دلیل د بشارالاسد د دریځ او په وړاندې یې د امریکا د غبرګون څرنګوالى متفاوت دى، کیدای شي د اسد او امریکا تر منځ په پټه ډیر ژر د داعش په وړاندې د ګډې همکارۍ داسې تړون لاسلیک شي چې د منځني ختیځ لکه ترکیه یا له تیلو ډک کویټ د داعش له نفوذه مصون شي.

ایران که څه هم له امریکا سره د اتوم په سر وران ښکاري لیکن ابوبکر بغدادي چې د ابن تیمیه سلفي مذهب کرښې کاږي، د شیعه ګانو لپاره د خطر زنګ دی او اړینه ده ددې ګډ نوي دښمن لپاره به دوه زاړه دښمنان سره یو ځای شي. اړینه نه ده دا یاري دې تلپاتې او رښتيني وي لیکن د اوسني زمان مقتضاء دا ایجاب کوي چې د بد او بدتر تر منځ دې دقیق انتخاب وکړل شي او ددښمن، دښمن دې، دښمن وګڼل شي.  

د عراق او شام اسلامي دولت د منځني ختیځ د حالاتو د وقوع او په دې سیمه کې د یو شمیر هیوادونو لکه فرانسې، انګلستان، قطر، سعودي، امریکا او ایران د ګډو وډو سیاستونو پایله ده. ددې سیاستونو پایلې تر حده ډیر ویرونکې، بوګنوونکې او هیښوونکې دي. داعش هڅه کوي نه یواځې د غیر اسلامي افکارو په وړاندې مبارزه وکړي بلکې د نړۍ په سطحه د ټولو اسلامپالو د صفونو په تنظیمولو او د یوې روحیې د ایجادولو تلاش کوي.

که څه هم اسامه بن لادن په ۱۹۹۶ کال کې د ملا محمد عمر امارت ومانه او ځان یې د طالب امیر یو جنګیالی حساب کړ لیکن ستونزمنه ښکاري چې ایمن الظواهري دې په اسانۍ د ابوبکر بغدادي مشرۍ ته سر ښکته کړي. الظواهري ادعا کوي چې د الانصار ډله د داعش په پرتله ډیر قدامت او تقدس لري لیکن د بغدادي د جګړو شدت د الانصار (په سوریه کې د القاعده ډله) په زور له پښو غورځولې ده. که د القاعده او داعش ترمنځ شته اختلافات او د جګړو لړۍ همداشان پاتې شي، نو شونې ده په اسانۍ اوسپنه په اوسپنه ماته شي او سوژه په نطفه کې خنثی شي مګر که دواړه لوري یو لړ لنډمهالو او اوږدمهالو مشترکو تعاریفو ته ورسیږي نو بیا به هرو مرو داعش هم د امویانو، عباسیانو، او عثمانیانو د ۱۳۰۰ کلنو امپراتوریو نوی پړاو را ژوندی کړي.

ننني وضعیت او سبا ورځ به د غرب د غلطو پالیسیو پایله وي. له یوې خوا د یکه تازۍ خوب رښتيني کول، د زور دود کارول، په خپل غرور نازیدل او له بله پلوه د مخ پر وده هیوادونو د وضعیت سره د جهالت له مخې تعامل کول ددې لامل شو چې مذهبي، توکمیز او نژادي انګیزه په ولسونو کې ژوندۍ او وژونکې منجلاب رامنځته کړي.  

نیلسن منډیلا په خپل کتاب ( مبارزه زما ژوند) کې وايي چې یویشتم قرن د ملتپالنې او توکمپالنې قرن دی لیکن د وخت زورور امپراتوران راځنې دا ارزښت تروړي. په اسیا او افریقا کې اوسني قیامونه د ځان ساتلو په موخه ترسره کیږی. دا چې د داعش ۲۵ سلنه جنګیالي له اروپا او امریکا نه راغلي دي، دلیل یې په غیر اسلامي هیوادونو کې د مسلمانانو په وړاندی پرتلیز او تبعیضي چلند په ګوته شوی دی. غرب نه غوښتل یواځي ځانونه د اسلامپالو له یرغله په امان کړي بلکې غوښتل یې اسلام په سخت دریځو، منځلارو او بیکارو کټګوریو وویشي. نن د امریکا په سیاستوالو کې هغه څوک مخکې دی چې اسلام وغندي او ددې مذهب د ټکولو لپاره جدي تعاریف ولري. که څه هم ولسمشر اوباما وار وار اسلام د سولې او ورورولۍ دین ګڼلی دی لیکن نور سیاسیون هم باید دا لار غور کړي ترڅو په لوی لاس د نړۍ ۱،۶ ملیارده مسلمانان په څان پسې را ولاړ نه کړي. 

د امریکا په ام ای ټي پوهنتون کې د امنیتي څانګې رییس او د (محدودیتونه) کتاب لیکوال باري پوسن لا ډیر پخوا د امریکا دولت او غربي هیوادونو ته وړاندیز کړی وو، چې که ځان او مخ پره وده هیوادونو سره مرسته کوئ، نو هڅه مه کوئ چې د اسلامي هیوادونو په سیاست، دود، مذهب او ژوند چارو کې لاسوهنه وکړئ. دا به نه یواځې منځني ختیځ ته د ساه اغستلو فرصت برابر کړي بلکې امریکایان به په خپلو کورونو کې خوندي شي.

غربي نړۍ د باري پوسن او نورو تیوریسنانو د وړاندیزونو مخالف چال وکړ او منځني ختیځ یې تر هغې وسوځاوه چې پایله یې داعش او سلګونه نورې جنګي ډلې  شوې.  زه فکر نه کوم چې د ۲۰۰۳ کال په مۍ میاشت کې دې باید امریکایي سفیر پال بریمر د بعث ۵۰ کلن ګوند له منځه وړی وی او یا دی عراقي اردو منحل اعلان کړی وی! اوس ګورو چې د بغدادي مرستیالان ترکمني او خراساني دواړه د صدام د فوځ ډګروالان دی. عربي لیکوال او شناندی عبدالباري عطوان لیکې چې دا دواړه داعشي قومندانان او زرګونه نور جنګیالي د خپل سر، ناموس او عزت د ساتلو په خاطر د زرقاوي د فلسفي مکتب سره یو ځای شو او اوسمهال په ټوله نړۍ کې لکه د برق داسی چټکه خپریږي.

ښه نو، حالاتو ته په کتلو، سیمه او نړۍ د اوښتون په څپو کې ده. دا څپې ناتجربه شوي او شدیدې دي. ژر ده چې لکه پخوا به بیا نړۍ دوه چنډې شي. روسیه، چین، ایران، سوریه، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان….. یو اړخ او امریکا، ڼاټو او ملګری ملتونه بل اړخ ته ځانونه سمبال کړي. که امریکا د غرور او روسیه د سرزورې مقاومت ښکر مات نه کړی نو د افغانانو راتلونکي هم تیاره ښکاري. دا به دریم نړیوال جنګ ته ورته ورځې وي. دا ځل به جګړې تر پخوا ډیرې شدیدې، ګړندۍ او مرګونې ویي. پرمختللو هیوادونو ډیری پرمختللې وسلې جوړې کړي چې باید ویې ازمایي او اړینه نه ده چې هیڅ لورې دی هم د مخ پر وده هیوادونو د وګړو په وژنه ټنډه درنه کړي. واړه او کمزوري هیوادونه لکه افغانستان به د پیریانو په دې جګړه کې لکه د توپ د دانو په حیث وکارول شي.  که څه افغانستان د منځني ختیځ په څیر له تیلو ډک نه دی او نه هم د هند تودې اوبه د پخوا په شان د یرغل بهانه کیدای شي، لیکن بیا به هم، خدای ناخواسته، افغانستان ددې نوي ناورین قرباني وي. که څه هم بعضې شناندي په دې  متزلزل دور کې د افغان دولت لپاره د ښه (غوره) سیاست د لوبولو تجویز کوي، لیکن شخصآ زه نه پوهیږم چې پداسې بحراني حالت کې به د افغانستان لپاره غوره سیاست څنګه تعریف او تمثیل شي؟ د جګړو له شره د خوندي افغانستان په هیله.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.