د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د نور او بریا ټلوېزیونونو خپرونو ځنډول د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې دي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، دغه پرېکړه یې له اصولو سره سمه او له بیا بیا توصیو وروسته کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونو کمېسیون وایي، د ژورنالیستیکي اصولو نه مراعاتولو او ملي او اسلامي ارښتونو ته د نه پام کولو له امله یې د نور او بریا ټلویزیونونو خپرونې ځنډولې دي.
نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، د کابل ښار ځانګړې بڼه خپله کړې، ځینې کسان چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره خپه وو او اوس غواړي له یو بل سره پخلا شي له نورو هغو کسانو چې له یو بل سره اختلاف لري هم غواړي څو خپلې کینې پریږدي او له یو بل سره پخلا شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن