د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
امنیت او جرمونه

چارواکي : طالبانو په بلخ کې د یوه خصوصي شرکت اوه کارکوونکي تښتولی

Oct 23, 2020 - 20:56
مزارشريف ( پژواک، لړم۲، ۹۹: ) : ځایي چارواکي وایي، د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې طالبانو د يوه خصوصي شرکت ۷ تنه کارکوونکي له ځان سره وړي دي. د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د لړم په ۲مه، پژواک اژانس ته وويل، چې ياد ۷ کسان د ګلکسي...
پاتې برخه

د بشري حقونو کمیسیون: د تخار په هوایي برید کې ۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 23, 2020 - 17:40
کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۹):د بشري حقونو د څار سازمان تخار کې د هوایي برید په تړاو د صالح څرګندونې د مرګ ژوبلې په اړه د راپورورکوونکو ګواښنه بللې او د بشري حقونو کمیسیون ویلي، دغه برید کې۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د افغانستان د دفاع وزارت وایي،...
پاتې برخه

خوست کې چاودنې یو ملکی وګړی وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي

Oct 23, 2020 - 14:27
خوست (پژواک، ۲ لړم ۹۹): د خوست ولایت په مرکز کې په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو تن وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي دی. د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر پژواک اژانس ته وويل چې دغه چادونه نن له غرمې وروسته نږدې یوه بجه د...
پاتې برخه

صالح: په تېر کال کې ٨٠٠ميليون ډالر له افغانستانه بهر ته قاچاق شوي

Oct 23, 2020 - 14:22
کابل (پژواک، ۲لړم۹۹): د ولسمشر لومړى مرستيال وايي چې په تېر کال کې نږدې ٨٠٠ميليون ډالر د افغانستان د شمال له لارې بهرته قاچاق شوي دي. هغه ته چې د کابل د امنيت مسووليت سپارل شوى، په خپله فېسبوک پاڼه کې يې ليکلي:((وړمه شپه د لومړۍ امنيتي حوزې امر د څو...
پاتې برخه

اترا : ډېر ژر به د (پابجي) ګېم په اړه پرېکړه اعلان کړو

Oct 23, 2020 - 13:32
کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۹) : د مخابراتي شبکو د کنټرول اداره ( اترا) وایي چې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به ډېر ژر د (پابجي) ګېم په اړه پرېکړه وکړي. اترا دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د خلکو د...
پاتې برخه

ملي دفاع وزارت: پر کابل ښار د پنځو توغنديو د توغول کېدو مخه ونيول شوه

Oct 23, 2020 - 11:37
کابل (پژواک،۲لړم ۹۹): ملي دفاع وزارت وايي چې پر کابل ښار يې د هغو پنځو توغنديو د توغول کېدو مخه نيولې، چې د وسله والو طالبانو له خوا په پغمان ولسوالۍ کې د بريد لپاره چمتو شوي و. د دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي،...
پاتې برخه

د والي ویاند: ننګرهار کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 23, 2020 - 11:24
جلال اباد (پژواک،۲ لړم۹۹): د ننګرهار د والي ویاند وایي، تېره شپه د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون ۱۲ د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د دغو څرګندونو تر څنګ...
پاتې برخه

د فېروزکوه چاودنه کې د وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي سوله غواړي

Oct 23, 2020 - 11:17
فېروز کوه (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): هغه مېرمن چې څلور ورځې مخکې یې خپل خاوند د غور په فېروز کوه ښار کې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړ، له حکومت او طالبانو غواړي چې سوله وکړي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
پاتې برخه

جنرال حبیب اندرابي له يوه زوى او موټر چلوونکي سره د ماين چاودنه کې ټپي شوى

Oct 23, 2020 - 10:18
پلخمري (پژواک،۲لړم ۹۹): جنرال حبیب اندرابي له يوه زوى او موټر چلوونکي سره د بغلان په مرکز پلخمري کي د هغه ماين د چاودنې له امله ټپي شو چې په موټر کې يې ځاى پرځاى شوى و. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوید بشارت پژواک اژانس ته وويل چې دغه درې...
پاتې برخه

په ميمنې ښار کې يو ديني عالم ووژل شو

Oct 23, 2020 - 09:57
میمنه (پژواک، ۲ لړم ۹۹): يو ديني عالم مولوي شيخ رحمت الله هغه مهال نن سهار ووژل شو، چې غوښتل د ميمنې ښار د شپږمې ناحيې اړوند د قطور په سيمه کې له کور څخه جومات ته د لمانځه د ادا کولو په موخه لاړ شي. د ميمنې ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر محمد ظاهر...
پاتې برخه

په فاریاب کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 22, 2020 - 17:51
میمنه (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه): سیمه ییزې سرچینې وایي چې د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو، د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړې له امله شاوخوا ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاتې برخه

دفاع وزارت: د تخار بمبار کې ماشومان نه بلکې وسله وال طالبان وژل شوي

Oct 22, 2020 - 17:01
کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٩) : د ملي دفاع وزارت وايي چې د تخار ولايت په هوايي بريد کې د مدرسې ماشومان نه، بلکې وسله وال طالبان وژل شوي، خو په دې اړه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپورونو په هکله څېړنې کوي.
پاتې برخه

پوليسو ننګرهار کې د يو سوداګر د تښتونې په تور څلور کسان نيولي

Oct 22, 2020 - 15:29
جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو جلال اباد ښار کې د وسله والو انسان تښتونکو يوه څلور کسيزه ډله نيولې چې د يو سوداګر د تښتونې پلان يې درلود.
پاتې برخه

په کندهار کې د ناټو دوه رومانيايي سرتېري ټپيان شوي

Oct 22, 2020 - 14:46
کابل (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه، ٩٩) : په کندهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ناټو دوه رومانيايي سرتېري ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

تخار کې پر مدرسې د بمبار له امله ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 22, 2020 - 11:08
تالقان (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٩): د تخار حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې پر يوې مدرسې د هوايي بريدونو له امله ١٢ کسان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

امنيتي مسوولين: په درېو ولايتونو کې سلو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 22, 2020 - 10:44
کابل (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال په کندهار، کندوز او اروزګان ولايتونو کې ٧٤ طالبان وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان شوي دي.
پاتې برخه

د پاکستان کونسل: له کونسلګرۍ بهر بې نظمي موږ پورې اړه نه لري

Oct 21, 2020 - 17:51
جلال اباد (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): په ننګرهار کې د پاکستان کونسل وايي، له کونسلګرۍ بهر بې نظمي دوی پورې اړه نه لري او دوی ته هغه کس مهم دی چې د دوی د وېزې ورکړې کړکۍ ته ځان ورسوي. هغه زياته کړه، د دوی پاليسي د بهر نظم جوړول نه بلکې خلکو ته د وېزې ورکړه...
پاتې برخه

​د ناټو قوماندان: د جګړې د دوام او افغان دولت پرځولو انتظار باید ونه شي

Oct 21, 2020 - 16:14
کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٩): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي چې په افغانستان کې روان تاوتريخوالي د سولې رامنځته شوي فرصت ته ګواښ رامنځته کړى دی.
پاتې برخه

​کندهار کې د ملي اردو پر سرتېرو موټربم برید شوی

Oct 21, 2020 - 15:40
کندهار (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د هاموې موټر په وسیله برید شوی دی.
پاتې برخه

کابل کې له هغو دوو کسانو چې غوښتل یې امنیتي منسوب ترور کړي، یو وژل شوی او بل ټپي دی

Oct 21, 2020 - 14:45
چاریکار (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): امنیتي مسوولین په پروان کې د څلورو طالبانو د نیولو خبر ورکوي او وايي، په کابل کې له هغو دوو کسانو یو وژل شوی او بل ټپي دی چې د یوه امنیتي منسوب د ترور قصد یې درلود.
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan