د څرخي پله زندان د بنديانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو کچې د تثبیتولو بهیر پیل شو

کابل (پژواک، ٣٠ سنبله ٩٩): د زندانونو چارو د سمون اداره وایي چې په لومړي ځل د څرخي پله مرکزي زندان د بنديانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو د کچې د تثبیتولو بهیر پیل شو.

د افغانستان حکومت تر ۱۲ زرو ډېر نور بندیان خوشې کوي

کابل (پژواک، ۸ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي چې د غویي د اتمې او د کرونا د مخنیوي په موخه زرګونه نور بندیان له زندانونو خوشې کوي.

د هرات محبس بنديانو اعتصاب کړی

هرات (پژواک،۵مرغومی۹۶): د هرات په مرکزي محبس کې لسګونو هغو افغان بنديانو چې له ايران څخه افغانستان ته لېږدول شوي، د هغه څه په اعترا ض کې اعتصاب کړی چې دوی يې د خپلو دوسيو نه څېړل ګڼي.

د څرخي پله زندان د بندیانو لپاره اختر ځوروونکی وي

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۹۶): د کابل په څرخي پله زندان کې بنديان وايي، زندان کې د عادي ورځو په پرتله د اختر شپې ورځې ډېرې په سختۍ تېرېږي؛ ځکه چې په اختر کې له کورنيو لرې والى يې غمونه نور هم ډېروي.

هرات زندان کې ښوونځى جوړ شو

هرات (پژواک، ١٢ غويى ٩٦): د هرات ولايت په زندان کې د زندانيانو د سواد په موخه يو ښوونځى پرانېستل شو.

د پلچرخي زندان شا وخوا ١٠٠ زندانيانو غذايي اعتصاب کړى

کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٦): د مشرانو جرګې د امنيتي چارو کميسيون وايي، د کابل د پلچرخي زندان سل زندانيانو له څلورو ورځو راهيسې د دوى له حقونو د سرغړونې له امله غذايي اعتصاب کړى او له دې امله يې خپلې خولې تړلې دي.

د سرپل د بلخاب ولسوالۍ له زندانه يو تن تښتېدلى

سرپل (پژواک ١٩ وږى ٩٤): هغه تورن کس، چې د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې يې د يوې صحرايي محکمې پر مهال يوه لور او پلار وهلي او ډبولي و، د ولسوالۍ له زندانه تښتېدلى دى.

"د شبرغان زندان په بغاوت کې بهرنيو عواملو لاس درلود"

شبرغان (پژواک ١٨ کب ٩٣): د جوزجان ولايت چارواکي وايي، د شبرغان ولايت زندان په بغاوت کې بهرني عوامل او هغه کسان شامل دي، چې له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په جرم په عمري قيد او اعدام باندې محکوم شوي دي.

د ننګرهار له محبس ٢٨ بنديان ازاد او د ٢٥٠ د بند موده کمه شوه

جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د مجاهدينو د بريا د شلمې کاليزې په وياړ د ولسمشر د ١٦مې ګڼې فرمان له مخې د ننګرهار له محبس څخه ٢٨ بنديان ازاد او د ٢٥٠ نورو بنديانو د بند موده کمه شوه.