ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خپلمنځي شخړه کې د ولايتي شورا د وکيلې خاوند او يوه نجلۍ وژل شوي

په خپلمنځي شخړه کې د ولايتي شورا د وکيلې خاوند او يوه نجلۍ وژل شوي

author avatar
18 Sep 2014 - 13:10
په خپلمنځي شخړه کې د ولايتي شورا د وکيلې خاوند او يوه نجلۍ وژل شوي
author avatar
18 Sep 2014 - 13:10

غزني( پژواک  ٢٧ وږى ٩٣) : په غزني ولايت کې د خپلمنځي شخړې پر مهال د ولايتي شورا د وکيلې خاوند او د يوه کليوال سړي کوچنۍ لور وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د غزني ښار د”شهاده”په سيمه کې د ولايتي شورا د وکيلې مرضيه رحيمي او يوه ګاونډي د کورنيو تر منځ شخړه شوې.

ننګ وايي:(( لومړى د وکيلې زامنو او ګاونډيو جنګ کړى؛وروسته د وکيلې مېړه محمدشريف د ګاونډي کور ته ورغلى او د هغه مېرمنه يې وهلې .د مېرمنې مېړه موسى په دې غبرګون د وکيلې مېړه پر چرييز ټوپک ويشتلى دى.))

د والي وياند وايي چې د يادې وکيلې خاوند په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او تر هغه وروسته يې د کورنۍ يوه غړي د ګاونډي کوچنۍ لور پر ډزو سره وژلې ده.

ننګ زياته کړه چې د پېښې په تړاو د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې د وکيلې خاوند له زامنو سره يې د يوه ګاونډي د جنګ په غبرګون د هغه کور ته ورغلى او کوچنۍ لور يې ورته پر ډزو سره وژلې ده.

هغه وايي ، تر دې وروسته بيا د دې نجلۍ پلار د ولايتي شورا د وکيلې پر خاوند د چرييز ټوپک ډز کړى او ټپي کړى يې دى ، چې وروسته يې ساه ورکړې.

د غزني د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر  نورالله پژواک ته وويل له دې پېښې ورته د يوې ماشومې مړى او د ولايتي شورا د وکيلې مرضيه رحيمي خاوند په ټپي حالت کې ور وړل شوي وو.

هغه وويل، چې ټپي د درمنلې پر مهال د سختو ټپو له امله ساه ورکړه. د دې پېښې دواړو قرباني کورنيو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.