ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ١٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې ١٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
23 Sep 2017 - 12:15
غزني کې ١٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
23 Sep 2017 - 12:15

غزني ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٦): وسله والو طالبانو د غزني په دوو ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې په پايله کې يې پنځه پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار د غزني د جاغوريو او قره باغ ولسواليو تر منځ د باغ عطار په سيمه  کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو بریدونو کې پنځه پوليس وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د نوموړي په وينا، د پوليسو مرستې ته نور امنيتي ځواکونه رسېدلي او د هغوى بريد يې پر شا تمبولى دى.

د نوري په وينا، په دې جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

د علي محمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې وسله والو د پوليسو يوې پوستې ته اور اچولى او سوځولى دى.

د غزني د ولایتي شورا غړی نصيراحمد فقيري هم وایي چې په دغه برید کې ۵ پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، سيمه ييز پولیس پوره تجهیزات نه لري باید دولت ورسره مرسته وکړي.

وسله والو طالبانو تراوسه څه ندي ویلي.

جاغوري د غزني يوه امنه ولسوالي ده چې په تېرو ۱۶ کلونو کې په کې نښته نه ده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.