ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حياتي : بلخ  کې ټول ټاکنيز مرکزونه  زموږ  تر بشپړ پوښښ لاندې دي

حياتي : بلخ کې ټول ټاکنيز مرکزونه زموږ تر بشپړ پوښښ لاندې دي

author avatar
7 Jan 2018 - 17:34
حياتي : بلخ  کې ټول ټاکنيز مرکزونه  زموږ  تر بشپړ پوښښ لاندې دي
author avatar
7 Jan 2018 - 17:34

مزارشريف (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۶): د بلخ د ټاکنيزو چارو مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ټول ټاکنيز مرکزونه د دوی تر بشپړ پوښښ لاندې دي.

دوی همداراز وايي، په تېرو ټاکنو کې ځينې مرکزونه د زورواکو، قوماندانانو او محلي مشرانو په کورونو کې جوړ کړای شوي وو، چې دا ځل يې مخنيوی شوی دی.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۱۷مه د ټاکنيز کمېسيون، دولتي چارواکو او مدني بنسټونو ګډه ناسته تر سره شوه.

د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مسوول مشر فضل احمد حياتي د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هېواد کې د ۷۰ سلنه ټاکنيزو مرکزونو چارې بشپړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، د ټاکنو کمېسيون په پوره روڼتيا سره د ټاکنو تر سره  کېدو ته ژمن دی او هڅه کوي پارلماني ټاکنې پر خپل مهال تر سره کړي.

هغه د بلخ ولايت د رايې اچونې مرکزونو په تړاو وويل، ټول مرکزونه يې د دوى په بشپړه ولکه کې دي.

د ټاکنو کمېسيون مشر فضل احمد حياتي وويل، په تېرو ټاکنو کې د بلخ ولايت د رايې اچونې ځينې مرکزونه د قوماندانانو، زورواکو او محلي مشرانو په کورونو کې جوړ کړای شوي وو.

نوموړي زياته کړه، دغه ډول ټول مرکزونه يې لغوه کړي او پر ځای يې د سيمې په جوماتونو او ښوونځيو کې د رايې اچونې نوي مرکزونه په پام کې نيولي دي.

په ياده غونډه کې د ولايتي شورا وکيل هاشم عظيمي هم پژواک ته وويل، په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ شونتيا خورا زياته وه.

نوموړي زياته کړه: ((خلکو به وکيلانو سره خبرې کولې، چې څومره رايې دې په کار دي، بيا به يې په خپله سيمه کې ورته هماغسې صندوقونه ډکول.))

د هغه په خبره، د  ټاکنو کمېسيون  چارو کې بايد ژور بدلون راشي.

بلخوا د بلخ دولتي چارواکي وايي، دوی ژمن دي چې په دغه ولايت کې د رڼو ټاکنو لپاره د زمينې په برابرولو سره خپله مسووليت ادا کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.