ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې شورا: د حرمينو د امامانو څرګندونې د افغان علماوو د فتوا تاييددى

د سولې شورا: د حرمينو د امامانو څرګندونې د افغان علماوو د فتوا تاييددى

author avatar
23 Jun 2018 - 13:13
د سولې شورا: د حرمينو د امامانو څرګندونې د افغان علماوو د فتوا تاييددى
author avatar
23 Jun 2018 - 13:13

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان سولې په اړه د سعودي د بادشاه  او دحرمينو الشريفينو د امامانو د وروستيو څرګندونو هرکلى وکړ.

د سعودي بادشاه سلمان بن عبدالعزيز تېره اوونۍ په يوه بې ساري اعلاميه کې د افغانستان د سولې له پروسې څخه کلک ملاتړ وکړ او پر اوربند يې ټينګار وکړ.

دغه راز پرون د مسجد الحرام او مسجد نبوي امامانو د جمعې خطبې افغانستان ته ځانګړې کړې وې، پر سولې، اوربند ، ورولۍ او خبرو اترو يې ټينګار وکړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا  ددوى ددغو څرګندونو هرکلى کړى دى.

د سولې شورا له خوا د چنګاښ په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سولې او اوربند لپاره ددوى هڅې او څرګندونې د ستايلو دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:((موږ باوري يو چې د حرمينو الشريفينو د ملا امامانو وروستۍ څرګندونې د جګړې پر ضد د افغان علماوو د تېرې مياشتې دفتوا تاييد دى.))

د سولې عالي شورا يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ کړى چې له هغه تاوتريخوالي لاس واخلي  چې د اسلام په نامه يې ترسره کوي.

سرچينې زياته کړې، دا جګړې او تاوتريخوالى په اسلام کې هېڅ بنسټ نه لري، پرته له دې چې د بې ګناه خلکو وينه تويوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د حرمينو د ملا امامانو او د سعودي د بادشاه ددريځ په اړه غبرګون نه دى ښودلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.