ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان هوايي حریم د عبوري الوتنو پر مخ وتړل شو

د پاکستان هوايي حریم د عبوري الوتنو پر مخ وتړل شو

author avatar
27 Feb 2019 - 14:22
د پاکستان هوايي حریم د عبوري الوتنو پر مخ وتړل شو
author avatar
27 Feb 2019 - 14:22

کابل (پژواک، ۸ کب ۹۷): د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي چې د پاکستان هوايي حریم د عبوري الوتنو لپاره تړل شوی او د هېواد د هوايي شرکتونو الوتکې هم باید له دې لارې پرواز و نه کړي.

د ملکي هوايي چلندادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د هوايي ترافیک کنټرول برخې نن د پاکستان د فضايي کنټرول برخی له معلوماتو سره سم، خبرتیا ترلاسه کړه چې د دې هېواد هوايي حریم د عبوري الوتنو پرمخ تړل شوی دی.

 سرچينې زیاته کړې ده چې د هوايي چلند ادارې له ټولو هوايي شرکتونو غوښتنه کړې چې د پاکستان له هوايي حریم څخه  پر ټولو تېرېدونکو کرښو د دې هېواد د بیا خبرتیا ترمهاله الوتنې ځنډېدلې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په فضايي حریم کې هېڅ راز ستونزه شتون نه لري او د افغانستان د هوايي ترافیک کنټرول کرښه به د پاکستان د فضايي حریم بېرته پرانیستل کېدو موضوع به له ځنډ پرته د هېواد هوايي شرکتونو سره شریکه کړي.

 په ورته مهال د افغانستان کام ایر هوايي خصوصي شرکت ویلي چې پاکستان د دې شرکت یوه الوتکه چې له کابل څخه د ډیلي پر لور روانه وه، یاد هېواد له خپل حریم  څخه د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې او بېرته کابل ته راګرځېدلې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې هند د روانې اوونۍ دوشنبې په ورځ د پاکستان پر یوه سیمه هوايي برید کړی دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دا بريد د خیبرپښتونخوا ایالت په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد پر یو مرکز شوی دی.

پاکستان نن ویلي دي چې د هند دوه جټ الوتکې يې رانسکورې کړې دي او یو هندي پیلوټ يې نیولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.