ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د داعش ١٣ وسله وال وژل شوي

په کونړ کې د داعش ١٣ وسله وال وژل شوي

author avatar
2 Apr 2019 - 14:57
په کونړ کې د داعش ١٣ وسله وال وژل شوي
author avatar
2 Apr 2019 - 14:57

جلال اباد (پژواک، ١٣ ورى ٩٨) : په ختيځ کې د سېلاب قول اردو وايي چې د توپچي او هوايي بريدونو پر مهال دداعش ډلې ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

د سيلاب قول اردو له خوا د وري په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره ورځ د کونړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې چې له توپچي او هوايي ځواک څخه کار اخيستل شوى، په ترڅ کې يې ١٣  داعش وسله وال وژل شوي .

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د سيلاب قول اردو وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په يادو سيمو کې د روانو عملياتو په ترڅ کې ٥٥ وسله والو طالبانو له جګړې لاس اخيستى او خپلې وسلې يې هم تسليم کړې دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.