د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملي شورا د سولې مذاکراتي ټیم لپاره اووه کسان غوره کړل

ملي شورا د سولې مذاکراتي ټیم لپاره اووه کسان غوره کړل

Mar 11, 2020 - 16:09

 

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۸): مشرانو جرګې یوه ښځه او یو نارینه او ولسي جرګې درې نارینه او دوې ښځې له طالبانو سره د سولې مذاکراتي ټيم غړیتوب ته غوره کړل.

د طالبانو او امریکا ترمنځ  د سولې تړون د کب په لسمه لاسلیک شو او له مخې یې باید د سولې بین الافغاني خبرې د کب په ۲۰ مه پیل شوې وای. یادې خبرې تر اوسه نه دي پیل شوې خو حکومتي چارواکي وايي جې ډېر ژر به مذاکراتي ټېم معرفي کړي.

ولسمشر غني د کب په ۱۷مه د ملي شورا د تقنیني دورې د دویمې ناستې د پرانیستې پر مهال وویل، د داسې مذاکراتي ټېم په اړه بحث شوی چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړای شي.

دغه راز ولسي جرګې پنځه غړي چې دوې ښځې او درې نارینه دي، حکومت ته معرفي کړي.

د مشرانو جرګې غړې امنې افضلي نن رسنیو ته وویل، یادې جرګې زه او محمد اکبري د سولې مذاکراتي ټېم غړیتوب ته معرفي کړي یو.

دغه راز نن د ۲۲ ښځو په ګډون د ولسي جرګې ۶۰ غړو د یاد مذاکراتي ټېم غړيتوب ته نوماند و، خو یادو کسانو ته د رایې ورکولو په بهیر کې د ګډوډۍ او رایې ورکونې د ډول پر سر د اختلاف له امله میر رحمان رحماني دغه ټاکنې لغوه اعلان کړې.

وروسته رحماني، د کندهار د خلکو استازي روح الله اخندزاده، د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري، د تخار د خلکو استازي حمیدالله بېګ، د بلخ استازي محمد علم ازدي او د هرات د خلکو استازي محمد صادق قادري ته دنده ورکړه چې د قومي ترکیب به نظر کې نیولو سره پنځه کسان د مذاکراتي ټېم لپاره معرفي کړي څو د جرګې له تایید وروسته د یاد ټېم د غړو په ډول معرفي شي، خو د جرګې ځينو غړو وویل چې دغه پنځه کسیز پلاوی هم باید د جرګې له خوا وټاکل شي.

یاد پنځه کسیز پلاوي د ولسي جرګې ۲۲ نارینه او ۱۰ ښځینه غړي وټاکل او د دوی له ډلې د کندز د خلکو استازي عبدالرووف ابراهیمي، د هرات د خلکو استازي قاضي نذیر احمد حنفي او غلام فاروق نظري، د نیمروز د خلکو استازې فریده حمیدي او د کندز د خلکو استازې فاطمه عزیزي د پچه اچونې له لارې د سولې مذاکراتي ټېم لپاره د ولسي جرګې د پنځو غړو په توګه وټاکل کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan