ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې ۱۵۷۵۰ کسان پر کرونا اخته، ۲۶۵ مړه او ۱۴۲۸ روغ شوي

په افغانستان کې ۱۵۷۵۰ کسان پر کرونا اخته، ۲۶۵ مړه او ۱۴۲۸ روغ شوي

author avatar
1 Jun 2020 - 15:15
په افغانستان کې ۱۵۷۵۰ کسان پر کرونا اخته، ۲۶۵ مړه او ۱۴۲۸ روغ شوي
author avatar
1 Jun 2020 - 15:15

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹):  د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۴۵ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په هېواد کې پر کرونا د ټولو اخته کسانو شمېره ۱۵۷۵۰ ته ورسېده.

دیاد وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۶۸ مشکوکې نمونې په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوې وې.

سرچینې زیاته کړې چې له دې نومونو څخه ۵۴۵ یې مثبت ثبتې شوې چې ډېری یې په هرات پکتیا، کابل او ننګرهار ولایتونو کې دي.

یاد وزارت ویلي چې تر اوسه په هیواد کې ۲۶۵ کسان د کرونا له امله مړه او ۱۴۲۸ نور روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو تازه پېښو څخه ۱۱۷ هرات، ۹۲ پکتیا، ۶۶کابل، ۵۰ هرات، ۴۸ سمنګان، ۳۶ فراه، ۲۲ سرپل، ۲۰ بامیان، ۱۷ لوګر، ۱۴، ۱۴ په پنجشېر، غور او بدخشان، ۱۲، ۱۲ په میدان وردګ، فاریاب، ۴ بلخ، ۳ کونړ، دوه وه لغمان او بادغیس کې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.