ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل پخوانی سناتور کابل ښار کې ووژل شو

د زابل پخوانی سناتور کابل ښار کې ووژل شو

author avatar
30 Aug 2020 - 20:17
د زابل پخوانی سناتور کابل ښار کې ووژل شو
author avatar
30 Aug 2020 - 20:17

کابل  (پژواک، ۹ وږی ۹۹) : د زابل ولایت یو تن پخوانی سناتور محمد حسن هوتک په کابل کې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د وږي  په ۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې  دا پيښه نن ماښام د کابل ښار د پنځې امنیتي حوزې اړونده د قلعه وزیر په سیمه کې رامنځټه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې نامعلومو وسله والو کسانو د زابل  پر پخواني سناتور محمد حسن هوتک ډزې کړې او هغه یې ځای پر ځای وژلی دی.

نوموړي وویل چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې له تیرو څو کلونو راهیسې د کابل د پنځمې حوزې امنیت خراب شوی او هره میاشت لسګونه دولتي ملکي اونظامي مامورین ، مدني فعالان او قومي مشران په دې حوزه کې وژل کیږي.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې  د یادې حوزې څخه ناڅاپي لیدنه وکړه او امنیتي مسوولینو ته یې دامنیت ښه کولو جدي لارښوونه وکړه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.