ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړیږي

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړیږي

author avatar
7 Sep 2020 - 14:11
د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړیږي
author avatar
7 Sep 2020 - 14:11

پل علم (پژواک،  ۱۷ وږی ٩٩): د لوګر چارواکي وايي چې د ١١ ميليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې د جوړېدو چارې پيل شوې.

په دې اړه د لوګر د پوهنې سرپرست ريیس نثار احمد سعيدي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ازرې ولسوالۍ کې د عزیز المدارس په نوم یوې دیني مدرسې ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

هغه وايي چې یاده مدرسه د افغان حکومت د ملي بوديجې له لارې جوړېږي چې شاوخوا ۱۱میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، میز او څوکۍ، د اوبو څاه،د احاطې دېوال او پنځه غرفي تشنابونه به ولري چې د جوړېدو چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

سعیدي وایي چې د یادې مدرسې په جوړېدو سره به ۳۰۰ نجونو او هلکانو ته د دیني زده کړو زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه چې په راتلونکې کې به د یو شمېر نورو دیني مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو لپاره د ودانۍ جوړېدو کارونه هم پیل کړي.

د يادونې ده چې په لوګر کې دا مهال ۲۹ دیني مدرسې، دارالحفاظونه او دارالعلومونه فعالیت لري چې د ٨٥٠ نجونو په ګډون ٣٤٠٠ کسان په کې زده کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ازرې ولسوالۍ کې د حضرت یحیٰی او عزیزالله په نومونو د دوو نورو دیني مدرسو ودانۍ هم تر کار لاندې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.